شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ د کرینه کپور دویم ماشوم دنیا ته راغی

 د کرینه کپور دویم ماشوم دنیا ته راغی

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د بالیووډ سینما مشهوره لوبغاړې او د سیف علي خان میرمن کرینه کپور، چې له فلمونو او څهرې سره یې میلینونه خلک بلد دی، تیره شپه یې دویم ماشوم وزېږېده.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې د کرینه کپور دویم ماشوم، تیره شپه ناوخته د ممبۍ ښار په (بریچ کینډي) روغتون کې دنیا ته راغی، چې ډاکټرانو یې سیف علي خان ته د زوی زیری ورکړ.

له تیره شپې راهیسې د نړۍ له هر ګوډ څخه فلمي لوبغاړي او مینه وال د ټولنیزو رسینو له لارې، سیف علي او کرینې ته د مبارکي پیغامونه لیږي.

دا د دې فلمي جوړې دویم ماشوم دی، چې شاوخوا څلور کاله وروسته نړۍ ته راغلی، تېمور علي خان بیا د دوی لومړی زوی دی، چې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې پیدا شوی او اوس مهال څلور کلن دی.

دوی لا خپل نوي زیږدلي ماشوم ته کوم نوم نه دی انتخاب کړی.

څو ورځې وړاندې کرینه کپور څو ورځې وړاندې پر خپل انسټاګرام باندې داسې ویډيو خپره کړې وه، چې هغه پکې په حامله حالت کې په ډير احتیاط سره نڅا کوي.

د هغې خاوند سیف علي خان له دې وړاندې بل واده هم لري، چې له هغې مېرمنې څخه یې هم دوه اولادونه شته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب