شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفضلي: ډېر ژر به ولسي جرګې ته نوي نوماند وزیران معرفي شي

فضلي: ډېر ژر به ولسي جرګې ته نوي نوماند وزیران معرفي شي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي چې، حکومت د ولسي جرګې ټولو قانوني وړاندیزونو ته احترام لري.

فضلي زیاتوي چې حکومت به د سرپرست وزیرانو موضوع حل او ډېر ژر به ولسي جرګې ته نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې ولسي جرګې ته د حکومت له لوري ور معرفي شویو یو شمېر وزیرانو له یادې جرګې د تائيد رایې ترلاسه نه کړې.

خو اوس هم عام خلک او د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت له همدې امله نیوکې کوي چې یوشمېر ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

په ورته مهال د چارو د ادارې مشر په هېواد کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې وویلې چې، حکومت د خپلو کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب مسوولیت لري خو هیچاته یې په رشوت کې زرهي موټر نه دی ورکړی.

د چارو ادارې مشر دغه راز د برېښنایي پېژندپاڼو په اړه زیاتوي چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې هره ورځ ۲۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کېږي.

هغه وايي چې د افغانستان حکومت د فساد پر وړاندې جدي ګامونه اخیستي او لا به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب