شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد ودان پر فعالیتونو د طالبانو بندیز

د ودان پر فعالیتونو د طالبانو بندیز

سیدعبدالله پاچا

طالبانو په جوزجان ولایت کې د ودان موسسې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی او اجازه نه ورکوي چې دا موسسه د جوزجان ځینو ولسوالیو کې فعالیت وکړي.

طالبانو د فیض اباد ولسوالۍ کې د ودان موسسې کارمندانو ته زنګ وهلی چې نور په دې ولسوالۍ کې د پوهنې برخه کې فعالیت و نه کړي.

تراوسه د دې لامل نه دی مالوم چې ولې طالبانو د ودان موسسې چې د پوهنې برخه کې همکاري او مرستې کوي، کار بند کړی دی.

خو یو څه چې ښکاره دي او طالبانو تکراري کړي، هغه دا دي چې:

طالبان هغو سیمو کې خپل نامشروع فرمایشونه لري چې دوی پکې فعالیت کوي، مثلا د موسسې مسوولینو ته وايي چې د دوی کسان په دندو کې ونیسي، حتا که په دې برخه کې تجربه او زده کړې هم نه لري.

ځینو سیمو کې طالبان باج غواړي او موسساتو ته هغه مهال د کار اجازه ورکوي چې طالبانو ځایي مشر ته خپله برخه ورکړي.

ځینو سیمو کې طالبان د موسسو د فعالیت برخه کې نور امتیازات غواړي او که یې ور نه کړي، بیا هم د فعالیت او کار اجازه نه ورکوي.

یو لامل دا هم کیدلی شي چې طالبان له پوهنې سره دښمني کوي او هر هغه څوک او بنسټ چې د پوهنې برخه کې کار کوي، طالبان یې د دې لپاره اجازه نه ورکوي، که خلک زده کړې وکړي، بیا هیڅکله جګړې ته نه سوق کیږي.

طالبان په دې باور لري، که د پوهنې وزارت نصاب ښوونځیو کې زده کوونکو ته وویل شي، بیا به هیڅکله طالبانو ته خپلو سیمو کې ځای ور نه کړي، ځکه زده کړه کې د وطن مینه او ژوند خلکو ته ښودل کیږي.

بل لامل دا هم کیدلی شي چې ځینو سیمو کې طالبان غواړي د دوی د تاوتریخوالي نصاب تطبیق کړي، د طالبانو نصاب کې پرته له تاوتریخوالي بل څه نه تدریس کیږي، د طالبانو نصاب کې یواځې دا ښودلی کیږي چې انسان پيدا د جګړو او شهادتونو لپاره دی او نور ژوند بې معنا دی.

نو ودان موسسه چې د سویډن هېواد په مالي مرسته باندې پوهنې وزارت سره همکار دی، بیلابیلو ولایتونو کې فعالیت کوي او د فعالیت ساحه یې هم ښوونځي دي چې قرطاسیه او نور امکانات د ښوونځیو لپاره برابروي.

طالب د افغان په لمن تور داغ دی، ځکه هېواد زرګونه کیلو میټره افغانستان ته راغلي چې دلته افغان بچی سم وروزل شي او راتلونکی یې روښانه شي، خو طالب راپورته کیږي، هغه هېواد ته وایي چې که زما برخه راکوې، زموږ اولادونو ته زده کړې ورکړه، او که برخه نه راکوې، اجازه نه ورکووم.

نو تاسو څه فکر کوئ، چې د نړیوالو فکر به زموږ په تړاو څه وي، ایا داسې به څوک وکړي لکه طالب یې چې کوي؟

3 COMMENTS

  1. هسی اتی پوتی لیکل سوی دی. که تالبان د تعلیم دښمنان وی نو بیا ولی له ملل متحد سره تړون لری او ولی ملکتبونه ترمیموی او جوړه وی. که لیکونکی نر وی نو دهری ادعا سند باید وړاندی کړی او که نه د یوه اجنټ وظیفه یی اجراء کړی ده.
    د شهر ناپرسان په خلاف هر ملی دولت په خارجی موسسو قیدونه ږدی او که هغه مراعات نکړی نو بیا یی ممنوع اعلانوی او دفعالیت اجازه نه ورکوی. تاسو که دافغانستان له واقعیت نه خبر یاست تالبان ۵۱٪ په افغانی خاوره تسلط لری او هلته ددوی دیفکتو (de facto) حکومت دی.

  2. ثلبت سايبه پرون چه مو تا سو تالبانو او د هغوی ملاتړو په کابل کي هغه مور په بمونو والوزله کومي ته چه دوه واړه ماشومان ژاړي او خپلي مورجاني ته وايي مادر بالا شو
    ثابته ته موږ افغانانوته شه ثات شوی يي چه ته څوک يي او له کومه ځايه معاش اخلي

  3. ملا ثابت ضرور د ای اس ای کوم ګوډګی او یا پنجابی دي. زما خو شک راځي چې دی به مسلمان هم وي که نه. ددې یوه خبره هم نه دانسان او نه د مسلمان خبره ده. له لیکونو یې داسې ښکارې چې له خدای هم نه وېرېږي. او یا دا چې تر کونې احمق دی. ځکه نارمل انسان زړه سوی او ترحم لري. ددې خبیث په لیکونو کې ما داسې یو څه هیڅکله نه دي لیدلي. یوازې د افغانستان د بربادی نارې ترې وځي. انشاءالله لکه دا نورو شغالانو دده خوله به هم یوه ورځ وتړل شي. لعنت په ظالمانو او خونخوارانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب