شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکا: که ایران غواړي ستونزې یې حل شي د خبرو مېز ته...

امريکا: که ایران غواړي ستونزې یې حل شي د خبرو مېز ته دې راشي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) سپینه ماڼۍ وایي چې واشنګټن تر خبرو اترو مخکې د ایران په اړه د نورو اقداماتو هېڅ پروګرام نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي رسنیو ته ویلي چې، دوی به بېرته د خبرو مېز ته د ایران د راګرځولو لپاره یو قدم هم پر مخ لاړ نه شي.

هغې ټینګار کړی چې امریکا له ډیپلوماټیکو لارو د مسائلو پر حل باور لري.

جین ساکي وايي دوی هیڅوک هم نه مجبوروي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره له دوی سره خبرې وکړي خو ټینګار کوي چې که چېرته ایران غواړي ستونزې یې هوارې شي نو له قید او شرط پرته دې د خبرو مېز ته راشي.

بل لورته که څه هم ایران تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې ویلي وو چې تر خبرو مخکې باید پر دوی لګول شوي بندیزونه له یوې مخې لرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د ایران او امریکا ترمنځ اړيکې ډېرې ترينګلې شوې خو اوس د بایډن په راتګ سره دا هڅې پيل شوي چې د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب