شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهناپېژانده وسله والو په کندهار ښار کې یو قومي مشر وژلی

ناپېژانده وسله والو په کندهار ښار کې یو قومي مشر وژلی

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) د کندهار امنیتي مسوولان وایي  چې نن سهار لس بجې د کندهار ښار اوومې حوزې اړوند پنجوايي هډه کې ناپېژاندو وسله والو د پنجوايي ولسوالۍ یو قومي مشر خان محمد په ډزو وژلی دی.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي پېښه تاییدوي خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي .

بل لورته د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر ازادي رادیو ته ویلي چې،  وژل شوی قومي مشر خان محمد د پنجوایي د سپیروان کلي اوسېدونکی وو.

تر اوسه د پیښي مسوولیت چا نه دي منلی.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې په تېرو  ۲۰ کلونو کې طالبانو د کندهار سلګونه قومي مشران، دیني عالمان او مخور کسان وژلي دي.

ناپېژانده وسله وال داسې مهال یاد قومي مشر وژني چې تازه تېره ورځ د کندهار والي په دغه ولایت کې د هدفي بریدونو او ماین خښوولو په تور د لسو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی وو.

والي ویلي وو چې د ملي امنیت ریاست، په یوه اوونۍ کې لس تنه د هدفي بریدونو او ماین خښولو په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په نورو ښارونو کې هم هدفي بریدونه ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب