Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبادغیس کې له تېرو ۳ کلونو راهیسې ۱۶۷۷ بڼونه جوړ شوي

بادغیس کې له تېرو ۳ کلونو راهیسې ۱۶۷۷ بڼونه جوړ شوي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وایي چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې په تېرو درېو کلونو کې د بادغیس په ولایت کې ۱۶۷۷جریبه نوي بڼونه جوړې شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په یاد شمېر بڼوڼو کې د پستې، مڼې، انګورو او چهارمغزو بڼونه شامل دي.

دکرنې وزارت وایي یاد بڼوڼه د یاد ولایت په جوند، غورماچ، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې جوړې شوي دي.

د سرچینې په خبره په یادو بڼوڼو په ټوله کې  ۳۵ میلیونه ۵۶۷ زره او ۵۵۱ افغانۍ لګښت راغلی.

سرچینه وايي چې دوی په پام کې لري څو د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لاري، په ۱۴۰۰ ام کال کې د بادغیس په څلورو ولسوالیو کې د ۱۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۷۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې بڼوالۍ ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې خو دوی له حکومت نه غواړي چې د حاصلاتو د پلور پرمهال له دوی سره مرسته وکړي.

ډېری بڼوال د حاصلاتو د پلور پرمهال شکایت کوي چې دمناسب بازار نشتون له امله یې مالونه خرابېږي او دوی ته زیان رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...