تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) د هند په اترا پرادېش ایالت کې د یوې کورنۍ پلار ـ مور او لور لډو لوبه کوله.
پلار یې دا لوبه ګټلې ده.
له لوبې وروسته یې ۲۴ کلنه لور محکمې ته تللې او پر پلار یې عریضه کړې ده.
د لور تر عریضې وروسته د نجلۍ مور ویلي؛ لور یې د خپل پلار پر وړاندې احترام بایللی او د یوه پلار په توګه یې لور بې احترامي کړې.
یاد ایالت کې د کورني مسایلو د محاکمې مسوولې راجني رسنیو ته ویلي چې رښتیا هم دوی ته په اړوند موضوع عریضه شوې.
هغې زیاته کړې دا چې مور یې هم د لور په اړه شکایت کړی، دا موضوع هم باید وپلټل شي.
راجني زیاتوي څلور ځلې یې د دې کورنۍ سره ملاقاتونه کړي او له لومړي ملاقات وروسته هر څه مثبت لور ته روان دي.
هندي رسنۍ وایي چې دې جینۍ په لومړي ځل محاکمې ته ورتلو سره ژړلي هم و خو اوس د پلار خلاف پر داسې اقدام پښېمانه ښکاري.
د یادونې ده چې په هندي ټولنه کې ټولنیزه ازادي دې حد ته هم رسېدلې چې اوس یوه لور په لوبه کې تر ماتې خوړو وروسته پر پلار عریضه کوي.