Homeخبرونهسعودي د پوځ په لیکو کې مېرمنو ته د دندې اجازه ورکړه

سعودي د پوځ په لیکو کې مېرمنو ته د دندې اجازه ورکړه

تاند ( یک شنبه ، د حوت ۳) د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې له دې وروسته د دې هېواد مېرمنې کولی شي د پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې چې د ولیعهد محمد بن سلمان د تازه اقداماتو له مخې ښځې له دې وروسته کولی شي د پوځ په لیکو کې نه یوازې دنده تر سره کړي بلکې کولی شي په مختلفو پوسټونو باندې دندې هم اجرا کړي.

د سرچینې په حواله د سعودي په وسله والو ځواکونو کې د شاملېدو لپاره یوه ښځه باید له ۲۱ کلنۍ تر څلوېښتو پورې عمر ولري ۱۵۵ سانتې متره لوړ قد ولري او کومه جرمي سابقه ونه لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په سعودې کې ښځو لږ تر لږه له محرم پرته له یو ښار څخه بل ته سفر هم نه شو کولی خو واک ته د ولیعهد محمد بن سلمان له راتلو سره سم په دغه هېواد کې ښځو د موټر چلولو په ګډون ګڼې نورې ازادۍ هم تر لاسه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...