جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله له طالبانو د سولې د خبرو د ژر پيل غوښتنه کړې

عبدالله له طالبانو د سولې د خبرو د ژر پيل غوښتنه کړې

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳)  د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویلې چې دوی په هېواد کې د سولې راتګ ته ژمن دي او د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې منتظر دی چې مقابل لوری بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

عبدالله ټینګار کړی دی چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره او په جدي توګه بېرته له سره پیل شي څو روانې خونړۍ جګړې ته یوه سوله ییزه حل لاره وموندل شي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د جګړې پای ته رسېدل غواړي او اوربند یې تر ټولو لومړۍ غوښتنه ده.

هغه ټینګار کړی دی چې افغانان باید په یووالي سره د سولې راتګ لپاره کار وکړي او خپل هېواد تلپاتې سولې ته ورسوي.

عبدالله عبدالله داسې مهال له وسله والو طالبانو د سولې دخبرو د پيل غوښتنه کوي چې تېره ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي وو چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي قطر کې هوسا ژوند لري او سولې ته لېوالتیا نه لري.

حمدالله محب زیاته کړې وه: « د افغانستان جګړه اوس هم امنیتي ځواکونه پر مخ وړي، امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له خپلو ملي ارزښتونو او خلکو څخه دفاع وکړي.»

د ملي امنیت شورا سلاکار په ټینګار سره ویلي وو چې  طالبانو جګړه کې ماتې خوړلې او امنیتي ځواکونو د هیواد زیاتې برخې د طالبانو له شتون پاکې کړي دي.

هغه ویلي وو که طالبان سوله غواړي نو د ملکي خلکو له وژنې دې لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب