جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحب: د ښوونځیو سوځول او په بمونو الوځول په مورنۍ ژبه له...

محب: د ښوونځیو سوځول او په بمونو الوځول په مورنۍ ژبه له زده کړو سره دښمني ده

تاند ( یکشنبه، د کب ۳)  د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، د ښوونځیو ورانول او یا په بمونو الوځول یې د افغان ماشومانو په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو سره دښمني ده.

هغه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو ورانول ودروي، څو افغان ماشومان په مورنۍ ژبه له زده کړو څخه برخمن شي.

حمدالله محب پر خپل ټویټر لیکلي: (( د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول په مورنۍ ژبه له تحصیل او د افغان ماشومانو له راتلونکي سره دښمني ده موږ په طالبانو غږ کوو چې هېواد کې د ښوونځیو او تعلیمي مراکزو د ورانولو لړۍ نوره ودروي.))

وسله والو طالبانو تر دامهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار د پیغام او بندو ښوونځیو په اړه څه نه دي ویلي.

د امنیت شورا د سلاکار دا څرګندونې داسې مهال دي چې نن (یکشنبه کب درېیمه) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د دې ورځې لمانځلو په مناسبت کوم خاص مراسم ونه نیول شول؛ بلکې ځینو دولتي او خپلواکو ادارو او ځینو چارواکو د یادې ورځې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي دي.

په ورته وخت کې بیا د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې د تېرو دوو لسیزو راهېسې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت ویانده نجیبې ارین وایي، د تیرو ۲۰ کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي د وسله والو نښتو او ځینو نورو لاملونو له امله تخریب شوي دي.

اغلې ارین زیاتوي چې د یادو تخریب شویو ښوونځیو له ډلې ۷۰ سلنه یې بیرته د پوهنې وزارت لخوا رغول شوي دي او نورې د ځینو ستونزو له امله همداسې پاتې دي.

د پوهنې وزارت ویاندې فعلاً په افغانستان کې د جګړو له امله د بندو ښوونځيو شمېر ندې په ډاګه کړی، خو ویل کیږي چې په ټول هیواد لسګونه ښوونځي د جګړو او ځینو نورو ستونزو له امله تړل شوي چې له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب