جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې د درې موټر بم بریدونو مخه ونیول شوه

په کندهار کې د درې موټر بم بریدونو مخه ونیول شوه

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د درې موټر بم بریدونو په مخینوي سره د خونړیو پېښو مخه ونیوله.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تېره ورځ غوښتل له چاودېدونکو توکو ډګ موټرو ته د کندهار په خاکرېز ولسوالې کې چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شول.

د ملي دفاع وزارت وايي، هوايي ځواک د طالبانو دغه درې موټر چې په یوه کې یې توپونه هم ځای پر ځای شوي و، هدف ته له رسېدو مخکې په نښه او له منځه یووړل چې ددې چاودنو په مخنیوي سره د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب