دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+د پخواني شوروي اتحاد یو پوځي په افغانستان کې| جنرال دولت وزیري

د پخواني شوروي اتحاد یو پوځي په افغانستان کې| جنرال دولت وزیري

تورن جنرال ایف نيکولايوويچ ګوریلوف په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد  د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو تر منځ پوځي ستر سلاکار و.

دی چې د سردار محمدداودخان د جمهوريت پر مهال افغانستان ته د پوځي ستر سلاکار په توګه راغلی و، په ادیسه، منسک او مسکو کې يې د افغانستان په هکله له ژورنالیست ارتیم شېین سره څرګندونې.

افغانستان ته د راتګ په هکله:

«د ۱۹۷۵ میلادي کال په جون میاشت کې د لوی درستیز مارشال و، ګ کولیکوف سره تر لیدلو وروسته په افغانستان کې پوځي سلاکار وټاکل شوم، د ټاکلو تر څنګ يې راته وویل: له سیاست څخه ځان ليرې وساته، یواځې د افغان پوخ د وړتيا د لوړولو او د هغوي د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړه. ځکه چې داود خان په ډیر شمیر جنرالان له دندو ګوښه کړي دي، د وړې رتبې او بې تجربې افسران يې پر ځای ټاکلي دي.

 د دې تر څنګ هلته دوه ډلې د خلق او پرچم په نامه دي. افسران يې په خپلو منځو کې سره خوري او یووالی نه لري. دوی غواړي چې داود رانسکور کړي، خو د واک له پاره سره شخړې کوي، ته په کې کار مه لره. د داودخان مخالفين پاکستان ته تللي، هلته منظم کېږي بیا راځي او د داود پر ضد ګډوډي جوړوي.»

کابل ته له راتګ وروسته:

« په دويمه ورځ مې له داودخان او وروسته مې له دفاع وزیر سره ولیدل، له لومړۍ ورځې د دوی په تبعه ښه راغلم. داود راته وويل چې زموږ لوی دښمن پاکستان دی، هغوی ځینې افغانانو ته وسلې ورکوي او بیا يې دلته د ګډوډۍ له پاره رالېږي.

له ايران سره مو اړيکې ښې دي. داود خان له شوروي اتحاد سره په دوستۍ خوښ و او تل به يې له شوروي څخه مننه کوله.»

 د اردو په هکله:

« ټوله اردو مې وليدله، د مکلفيت سیستم و، د ژوند شرايط خراب او پوځي وړتيا يې ډېره ټیټه وه. په اردو کې د پرچمیانو په پرتله خلقيان ډېر وو او غریب خلک وه، خو پرچميان بیا شتمن وه. داسې معلومېده چې ګوندې افسران د بدلون په فکر کې دي او ورته چمتووالی نیسي.

په افغانستان کې د کارګرانو شمير ډېر کم و او اوښتون هم د افسرانو په واسطه را منځ ته شو. دا انقلاب نه و، کودتا وه. افسران د خپل خراب ژوند څخه ډير ناراضه وه، ځکه يې بدلون غوښته.»

د قیام‹کودتا› په هکله

« احوال راغی چې کابل ته ټانکونه ننوتي دي او ډزونه دي. نه زه، نه سفیر او نه زموږ نور ارګانونه له دې حالت څخه خبر وو. وروسته د تره کي يو استازی راغی ويې ویل انقلاب مو پیل کړی دی، خو پرمختګ نه شو کولای څه وکړو؟ ما ته سفیر وویل څه وکړي؟ ما له قادر سره اړیکه ونیوله ورته مې وویل چې هوايي بريدونه وکړئ.

دوی بریالي شول، خو حالات ډېر خراب شول، اردو بې سره شوه، لوی قوماندانان ټول ونیول شول او د ټولیو قوماندانان د قول اردو او فرقو قوماندانان وټاکل شول. ما مسکو ته راپور ور کړ، هغوی راته وویل د خلق او پرچم په کارونو کې مداخله مه کوه، چی دې وس کیږي مرسته ور سره وکړه:»

له تره کي سره ليدنه:

«په مې په مياشت کې د شوروي په سفارت کې مې له تره کي سره وليدل، هغه له ما ډېرې پوښتنې وکړې حتی زما د شخصي ژوند په هکله يې هم زما څخه وپوښتل.

 همدلته امین هم راغی. د افغان اردو په هلکه يې ډېرې پوښتنې وکړې. له دې وروسته مې د ټولو عملياتو په هکله تره کي ته راپور ورکاوه، کله چې امين خبر شو راته يې وويل، نور راپور ماته راکوه، تره کی مه په تکلیف کوه. تره کی دېر نرم، مهربانه، زیات آرام او ډېر د ښه خوی څښتن و. زما سره يې ډير ښه او مهربانه ياد پاته دی.

امین ډېر کارګر سړی و. په څلوروېښتو ساعتونو کې يې ۱۸ ساعته کار کاوه.د کار ډېره وړتیا يې درلوده، پر اردو يې لوی اغېز درلود او د سترې اتوریتې خاوند و. تره کي پر ده ډېر باور درلود، خپل زوی یې ګاڼه او هغه به تره کی خپل پلار ګڼلو. له تره کي څخه د امين پلویان په اردو کې ډیر وه، بله دا چې تره کی سپين ږيری و او امين ځوان او کارګر سړی و. امین کوښښ کاوه چې له تره کي څخه کیش شخصیت جوړ کړي.»

د وضعې خرابېدل:

« وضعه هلته ډېره خرابه شوه چې د قادر پر ځای وطنجار د دفاع وزیر شو، قادر په شوروي کې زده کړې کړې وې د شوروي کلک پلوی و. جنګونه ځکه پیل شول چې دوی د خلکو د دود او دستور خلاف کارونه پیل کړل، لکه د ځمکې وېش، د پاکستان په مرسته د داود ځان پر وخت د تښتیدلو افغانانو په مشرۍ وسله وال جنګیالي د ګډوډۍ له پاره را ولیږل شول او جګړې پیل شوې.»

د ځواکونو استول:

  «ما بریژنیف ته وويل: چې ځواکونه افغانستان ته ونه لېږي، ځکه چې په غرني افغانستان کې به زموږ ځواکونه بریالي نه وي. امريکا ته به هم پلمه په لاس ورشي او له افغان جنګياليو سره به لويو مرستو ته ملا وتړي. د افغان اوردو که مرسته ورسره زیاته شي خپله دفاع کولای شي. زه، د سیاسي چارو سلاکار زاپلاتين، تورن جنرال دیمیدکوف، د شوروي د ځمکنيو ځواکونو لوی قوماندان او لوی درستیز هم د ځواکونو د استولو مخالف وو.

د ځواکونو د استولو مسووليت د کي جي بي د رئیس اندروپف پر غاړه دي. هغه بریژنف، د دفاع او بهرنيو چارو وزيران د ځواکونو استولو ته وهڅول. که د ځواکونو استول یوازې د امين د وژلو له پاره و، که ما ته يې امر کړی وای ما به هغه وژلای وای. دوی امین د سي ای اې اجنټ ګاڼه، خو ما داسې شواهد پيدا نه کړل چې امين دې د امريکا د استخباراتو غړی وي. امين بايد پاتې شوی وای او کار ور سره شوی وای.

 امين بریژنف ته ليک وليکه ماته يې راکړ چې ورته ويې رسوم. ما ليک لوي درستیز ته ورکړ، وروسته خبر شوم چې ده په ليک کې له بریژنف سره د ليدو غوښتنه کړې وه او د تره کي له وژلو وروسته د شوروي مرستې کمې شوې وې.

 ده به د مرستو غوښتنه هم کوله، چې د ده دغه غوښتنه تر سره نه شوه. کله چې د ده د وژلو له پاره پر ماڼۍ برید وشو، د ماڼۍ ټولو اوسیدونکو فکر کاوه چې بريد مخالفينو کړی دی. خو بريد د کي جي بي د استازي جنرال ایوانوف د غلطو راپورونو پر اساس چې مسکو ته يې ورکول، د کي جي بي کسانو کړی و.»

د جګړې په هکله:

« ټول جګړه مار په پاکستان کې وسله وال کېدل او مشران يې همغه وو چې د داود په مهال پاکستان ته تللي وو. د پاکستان مشاورينو او جنګياليو ورسره مرسته کوله او امريکا ور سره د وسلو او مادي برخو کې مرستې کولي.»

د تره کي وژل:

« تره کي له هاوانا څخه د راتګ پر مهال په مسکو کې تم شو، امین ته راپور ورسېد چې د ده د لیرې کېدو پرېکړه شوې ده.

امین تره کي ته وویل، چې وطنجار، سروري، ګلابزوی او مزدوریار د ده پر ضد توطيه جوړه کړې او غواړي چې دی ووژني، نو دوی له دندو ليرې کړه.»

د سپتمبر پر ۱۴ مه موږ له تره کي سره ناست و امين راغی ډزونه پرې وشول امين ونه لګيد تړون ووژل شو. دلته هم تره کي ویل امین زما زوی دی.

په دا بله ورځ امين مشر شو او تره کی بندي شو. امین په بله ورځ ماته وویل چې تره کي سکته وکړه مړ شو، خو داسې نه وه دی يې مړ کړی و. د امين مخالف وزيران په سفارت کې پټ شول، بیا يې په تابوتونو کې ولېږدول.

زما د نظر خلاف ځواکونه افغانستان ته ولېږل شول، وروسته يې ماته وویل، که بيا افغانستان ته لاړ شې. ما ورته وويل زه به څنګه هلته ستون شم چې ما ورسره کار کاوه هغه ټول وژل شوي دي. لوی درستیز او نور ټول.

د هغوی کورنۍ په مکروریانو کې اوسېږي زه به څنګه هغوی ته وګورم. هغوی به فکر کوي چې ځواکونه زما په خوښه دلته راغلي دي.

یعقوب ښه ځوان و، زموږ اکاډمي يې لوستلې وه، زما په خوښه اکاډمۍ ته لاړ و. زموږ دوست او پلوی و. شوروي پر ګران و. وطنجار هم ښه و خو داسې نه و لکه يعقوب.

د کارمل په هکله:

« پوه سړی و، پوه په دې مانا چې په خپله څانګه کې ښه و، خو يو نشه يي انسان و. د نشو له امله يې نه شوای کولای چې د هېواد مشري وکړي، خو کي جي بي دی غوره کړ.

ده مشري او خوب په یوه کوټه کې کاوه او په څنګ کوټه کې زموږ سړی ورسره اوسېده، د دې په خاطر چې له شرابو يې منع کړي. ده يوازې د خپلو پلويانو په منځ کی اتوريته درلوده او بډايانو يې پلوي کوله. پرچميان ټول بډايانو وه، خلقيان لکه موږ داسې وه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب