په چاودو ګوتو یې د کتاب پاڼې اړولې، پر یوه پاڼه کې لیکلې جمله یې خوښه شوه، د ښي لاس اوږده تڼاکې ګوته یې د پاڼو په منځ کې کېښوده، وریږدېد، بېرته یې ګوته وویسته، کتاب يې پرانیست، پاڼه په وینو لړلې وه.
شا ته یې وکتل، د سروش کتابپلورنځي رڼې ښيښې ته ځیر شو، یوه شېبه یې د مینهیار مارکېټ له ګڼېګوڼې تشې کوڅې ته چورت ونیو، د باد څپو څو پلاستیکي کڅوړې په هوا کړې وې.
کیڼ ډنګر لاس یې پورته کړ، تر سره منظوري خولۍ راوتلې ګډوډ وېښتان یې تر غوږ واړول، په المارۍ کې اېښو کتابونو ته ځیر شو، د کتابونو پر کششوې ښیښه سپېره ګرد پورت و، د څنګ المارۍ ته یې سترګې واړولې، د «ملتونه ولې ماتېږي؟» کتاب قایې په خاورو سپېرې وې…
د اوږده سپین مېز ترڅنګ په اېښې توره چوکۍ کې کېناست، کتاب یې پرانیست، خوښه شوې جمله یې یو ځل بیا ولوسته: “زندان یوازې له اوسپنیزو پنجرو جوړه د مجرم کوټه نه ده، بلکې د ژوند هغه شېبې د انسان لپاره تر هرې تپې تیاره خونې ډېرې خطرناکې دي، چې هر بېجرمه انسان پکې بېارزښته، بېقلمه، بېژبې، بېمینې، بېاستقلاله وبلل شي او د پردیتوب وژونکی احساس ورکړل شي…”
کتاب یې کات کړ، مرۍ یې وتخنېده، غرېو واخیست، پر ولي پروت سپین خیرن چادر یې پر سترګو کش کړ، د ښي لاس پر تڼاکې اوږده ګوته یې څاڅکی وینه غوټه وه.