یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ویرات کوهلي ته د خپلو سلاکارانو مشوره

ویرات کوهلي ته د خپلو سلاکارانو مشوره

د جنوبي افریقا پخوانی نوموتی کرکټر لوبغاړی ای بي ډویلیرز وايي، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د تر ټولو ډېر چټک، با تجربه لوبغاړي او د منډو ماشين ویرات کوهلي ته څو خبرې لرم، وايي، که عملي یې کړې، د کرکټ کيرير به یې ثابت پاتې شي.

ای بي ډویلیرز وايي، کوهلي روښانه ذهن او تازه انرژۍ ته اړتیا لري او بايد په ډېرې آرامۍ ولوبیږي.
د کرکټ مبصرین وايي، د هند غوره لیګ په روانو سیالیو کې د ويرات کوهلي د توپ وهنې برخه هم اغېزمنه شوې ده.

ویرات کوهلي د ګجرات ټایټنس خلاف په ۵۳ توپونو یې ۵۸ منډې وکړې. د کوهلي د پام کارکردګۍ د نه ادا کېدو په سبب ګڼو لوبغاړو هغه ته مشورې ورکولې، چې په دې لړ کې ای بې ډیویلیرز هم مشوره ورکړې ده.

ای بي ډویلیرز ویلي، د یو توپ وهونکي په توګه بايد يو څه عملي کړئ، له تخنیکي پلوه تاسې له دماغو سره په جنګ ياست، یو مجرب لوبغاړی دومره ژر نه خرابېږي او ویرات کوهلي ته به ښه څرګنده وي.

نوموړی زیاتوي: ښاغلی کوهلی، هرکله چې تاسو سيالي کوئ، اړينه ده چې يو روښانه ذهن او تازه انرژي ور ته ولرئ، وايي، دا چاره تاسې له ستونزو څخه ژغورلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب