شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهار؛ د یوه کور د چت د راپرېوتو له کبله ۶ تنه...

ننګرهار؛ د یوه کور د چت د راپرېوتو له کبله ۶ تنه مړه او ژوبل شول

تاند(شنبه، د ثور ۱۷ مه) د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۶ غړي د خوني د چت لوېدو په پېښه کې مړه او ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو ځايي اوسېدونکي او د پېښې يو شاهد رسنيو ته وويل چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ اړوند په غزو کلي کې د يو تن ناصر خان د کور د خوني چت را پرېوتی، چې په وېنا يې په دې پېښه کې د ناصرخان د کورنۍ ۴ لورڼې وژل شوي او مېرمن او زوی ټپیان شوي دي.

 په ننګرهار کې ډېر کله دا ډول پېښې د پخوانیو کورونو د زړښت او کمزورې کېدو له امله کېږي او په نتیجه کې یې د سر و مال تاوانونه پېښېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب