شنبه, اپریل 27, 2024
Home+سپورت د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي

سپورت د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي

 ډاکټر نورالحق امین

دوامداره تمرین ،سپورت او ورزش کول د صحت لپاره مهم او حیاتي دی.

ورزش نه یوازې د ګڼو فزیکي ناروغیو مخنیوي کې مرسته کوي بلکې د رواني ستونزو له ستریس، ژورخپګان او نورو لپاره بهترینه درملنه کیدای شي.

په پرله پسې او دوامدار ورزش کولو ستاسو په وجود کې د خطرناکو ناروغیو لکه د زړه ناروغی، فشار، شکری، سټروک یا د دماغي حملی خطرونه کمیږي.

ورزش د بدن په ښایست،چسپ والي، او فیټنیس کی مرسته کوي او د خوب او جنسی قوت د ښه کیدو سبب کیږي.

ورزش نه یوازې د فزیکي سلامتۍ لپاره بلکې د عقل، طبیعت او حافظې لپاره ګټور دی. هغوی چې ورزش کوي طبعه یې روانه، فکر یې له ګډوډیو پاک او حافظه یې پياوړي وي.

کله چی انسان په جسماني ډول جوړ وي کولای سي د تشویش او خفګان سره په صحیح ډول مقابله وکړي، ورزش تاسو ته خوشحالي،په ځان باور او د ژوند په چارو کی کامیابی در په برخه کوي.

ضروري نده چی په کلب یا جیم کی په زساعتو سپورت یا ورزش وکړئ بلکې خپل صحت، عمر، جنسیت، او د ژوند چارو ته په کتو سره د خپلي خوښې مطابق ورزش انتخاب او په دوامداره ډول که څه هم لږ وي ترسره یې کړئ.

که په لنډ ډول ووايم نو ورزش تقريبا د هر مرض مخنيوی او د هر مرض لومړنی علاج دی.

Ref:
1-Get healthy stay healthy
2-Healthy life style

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب