نعمت الله صدیقي
تېره ورځ مې د لوست په یوه ګډ کیفیت کې د شاعرۍ دوه کتابونه په یو ځای ولوستل، دواړه د نثري نظمونو کتابونه وو، دغه زموږ یاران یې چې په تحریف «نثرم» بولي، لومړی کتاب د جرمني ژبې د نوبېل ګټونکي شاعر هرمان هسي و، چې ملګري طایر ځلاند په خپل خلاق تخلیقي قوت ژباړلی دی او دویم زما د جانانه او نقاد ملګري وصاف باسط شعري مجموعه «د بیابان په تور ماښام کې» وه، چې تراوسه یې د شاعرانه خواږو ذایقه زما د ذوق د حس برخه ده.
زه نه غواړم، چې د ښاغلي وصاف شاعرانه تجربې له هرمان هسي سره پرتله کړم او په کوم امتیاز یې پر یو او بل لوړ او ټیټ وبولم؛ اما دا خبره د خپلې ژبې د شاعرانه ذوقمنو مخې ته حتماً ثبتوم، چې که موږ د شعر خوند یا لذت اخلو؛ نو دا په اصطلاح یوازې د نړېوالتوب یا د نوبېل د جایزو په اهمیت کې نه ده، چې ګنې لوړه شاعري به همدغه لېبلونه یا ټاپې لري او دا به لوړه شاعري وي؛ بلکې معاصره شاعري له دغه امتیازاتو بېخي په یوې خوا یا له دې پرته هم لوړه کېدای شي؛ مثلاً زه که د وصاف شاعري تر هرمان هسي لوړه ګڼم؛ نو یوازې د خپل شاعرانه دود خبره یې هم دلیل نشي کېدای او نه یې د ژبې کومه توجیه او یا بل کوم استدلال مخې ته راوړلی شي؛ ځکه ځلاند صاحب د شاعرانه ژبې او مفاهیمو له تجربو سره بلد او حساس شاعر دی؛ اصلاً اساسي خبره د متخیله قوت او د معاصرو شاعرانه مفاهیمو ده، چې وصاف یې په دې برخه کې بېخي د یوه نوي او لوړ شاعر په حیث نوې تجربې لري.
دا د معاصرې شاعرۍ یو مهم اصل دی، چې د واقعیتونو یا تعقلاتو پر ځای محسوسات یا حسیات یې د شاعرانه تجربو برخه وي؛ یعنې حسیات همغه دي، چې اندازه یې په واقعي لوستنه یا ساینسي طرز او میتود ممکن نه ده؛ خو په بین السطور لوست یې بنده په دننه کې له یو ډول کېفیت یا ګڼو نااشنا خبرو سره مخ کېدای شي، چې ګنې دا «هغه یا دغه»خبره ده، په داسې شاعري کې چې خیال په کې اساسي نقش لري، د لویو خبرو یا د خاصو شاعرانه خبرو، او مضامینو ځای په کې وي او دا هم چې دا د خاصو شاعرانو، پنځګرو او لوستونکیو تخلیقي تجربې کېدای شي. د مثال لپاره د وصاف یو نظم «دشپې قلابازیانې» رااخلو او بیا ورباندې خبرې کوو:
«د شپې قلابازیانې»
شپه
زما سترګې وخوري
او سهار
زما په خوبونو باندې تُو کړي
زه تر سهاره
خپلې سترګې بیا ایجادې کړم
او نوی خوب وګورم
زما لاسونه
له ډبرو څخه جوړ دي
خو وخت یې بیا هم ماتولی شي
ما له خپلې بسترې سره
ډېر کاڼي ایښي دي
زه دا تکه توره شپه په کاڼو ویشتل غواړم
خو شپه په تیاره کې
رانه پټه شي
او زما سترګې ….. بیا رانه وخوري
دا یوازې د نثري نظم خاصیت نه وي، چې د سترې محتوا یا مضمون لپاره د متخیله قوت له دغسې طرزه استفاده کوي، چې د خیال او عاطفې په بار ځینې معاصرې یا لویې کشالې هم ورسره وړي؛ بلکې جدیده یا معاصره شاعري هم د همداسې سترو او بغرنجه مسئلو ته د اشارو او کنایو په واسطه لار کوي؛ مثلاً په همدې نظم کې «شپه، خوب، سترګې، ډبرې او وخت» یوازې خپل واقعي او ظاهري مفاهیم نه لري؛ بلکې د خیال په واسطه له عادي حالته د یوه بل محسوس کیفیت تداعي لري. «شپه زما سترګې وخوري» دا هغه جمله ده، چې په واقعي لوست کې یې مانا ممکن نه ده؛ خو په بین السطور لوست کې انسان له داسې کیفیت سره مخ کوي، چې ګنې شپه د لیدلو، درک کولو او خوب کولو توان ترې اخلي. همدا ډول «سهار زما په خوبونو باندې تُو کړي» هم سهار له خپل طبیعي مفهومه راباسي او د خوبونو، ارمانونو او داخلي تجربو په يوه نااشنا مقابل کې یې دروي.
په دې نظم کې «خوب» هم یوازې د خوب کولو حالت نه دی؛ بلکې د خیال، ارمان او بیا ایجادېدونکي امکان په مانا پر
ایجاد شوی دی؛ ځکه شاعر وايي: «زه تر سهاره / خپلې سترګې بیا ایجادې کړم / او نوی خوب وګورم»؛ یعنې د سترګو بیا ایجادول په واقعیت کې د لیدلو او بیا خوب لیدلو د توان بیا پیدا کول دي. همدا راز «زما لاسونه له ډبرو څخه جوړ دي» د مقاومت او سختۍ یو حسي تصویر دی؛ خو «وخت یې بیا هم ماتولی شي» یعنې دا مقاومت له یوه داسې قوت سره مخ ده، چې حتی ډبره هم ترې خوندي نه ده.
شاعر له خپلې بسترې سره کاڼي ږدي او غواړي «تکه توره شپه په کاڼو وولي؛ خو شپه ترې پټه شي او بیا یې سترګې وخوري.» دلته که فکر وکړو د شاعرانه خیال په واسطه یوه لویه کشاله په مستقیمه توګه نه بیانېږي، بلکې د شپې او انسان، تیاره او مقاومت، خوب او ویښېدو ترمنځ په یوه حسي او عاطفي کشمکش کې زموږ د وطن، قو م و ملت يا په لویه کې زموږ د معاصرې غمیزې د روداد اشارې راته کوي. دا هغه ځای دی، چې خیال یې یوازې د تصویر جوړولو لپاره وسیله کړی نه ده؛ بلکې د یوې پراخې ادبي تجربې د بیان ژبه یې ګرځولی دی؛ ځکه خو دا نظم د معاصرې شاعرۍ هغه مثال دی، چې لویې او بغرنجه خبرې یې د مستقیم بیان پر ځای د اشارې، کنایې، تصویر او حسیاتو له لارې افاده کړي دي او لوستونکي د متن له ظاهري مانا هاخوا، په بین السطور کې له هغو نااشنا کیفیتونو سره په کې مخ کوي، چې ممکن د هر لوستونکي په ذهن کې د «هغه یا دغه» تجربې او مانا په توګه مانا اومومي.
یو بل شی چې د وصاف همدا شاعرانه نظمونه یې لري، هغه د ده خپلې شاعرانه تجربې دي، له شاعرانه تجربو منظور هغه تجربې نه دي، چې زموږ په ادبي مباحثو کې غلط العام دي؛ لکه د ژانرونو یا د بیان او بدیع په زړو طرزونو چې یې ځینې شاعران ترسره کوي، معاصرې شاعرانه تجربې اصلاً د تخلیقي وجود یا ښه ده ووایو د متن دننه هغه ځانګړې محتوایي یا مضموني خبرې او زیاتونې دي، چې له هیئت وراخوا په ماهیت کې یې لوستونکي احساسولی شي. د ده یو نظم دی:
«یو باغ او یو کاغذ»
په کاغذ باندې
ګلان جوړول نه دي ښه
نه په باغ کې
د یوې جینۍ ګرځېدل
ځکه
چې اوس له مانه
دواړه ورک دي
ګلان هم او جینۍ هم
خو باغ او کاغذ
په خپل ځای باندې موجود دي
په «باغ او یو کاغذ» کې شاعرانه تجربه له دوه وو ساده او محسوسو شیانو؛ یعنې له باغ او کاغذ پیلېږي؛ خو په پای کې د یوه دروني فقدان او عاطفي نشتوالي تجربه ترې جوړېږي، شاعر وايي: «په کاغذ باندې / ګلان جوړول نه دي ښه» او «نه په باغ کې / د یوې جینۍ ګرځېدل»؛ یعنې دواړه تجربې اوس د شعر د راوي لپاره خپل پخوانی کیفیت نه لري؛ ځکه «ګلان او جینۍ » دواړه ورک دي.
دلته شاعرانه تجربه په دې کې ده، چې شاعر د نشتوالي خبره په مستقیمه توګه نه کوي؛ بلکې د هغو شیانو له لارې یې محسوسوي، چې لا هم موجود دي، باغ شته، کاغذ شته؛ مګر ګلان او جینۍ نشته. همدا د موجود او ناموجود ترمنځ واټن د نظم اصلي او عاطفي کیفیت جوړوي، کاغذ د ګل د جوړولو او باغ د جینۍ د ګرځېدو امکانات لري؛ خو د شعر راوي نور نه شي کولای چې له دغو امکاناتو سره پخوانۍ تجربه تکرار کړي، په دې مانا، دا نظم د یوې پېښې بیان نه دی، بلکې د هغې پېښې له پاتې شوي کیفیت سره د شاعر مخامخ کېدل دي. دلته شاعرانه تجربه له بهرني واقعیته نه؛ بلکې له هغه څه راپیدا شوې چې د انسان په دننه کې رامنځته کېږي؛ ځکه شیان «په خپل ځای موجود دي»؛ خو د شاعر لپاره یې مانا بدله شوې ده. همدا د معاصرې شاعرۍ هغه شاعرانه تجربه ده چې یو ساده محسوس حالت د یوې ژورې، شخصي او عاطفي تجربې په ژبه بدلوي؛ البته په ادبي او تخلیقي تجربې!! چې دا هم د خاصو یا په اصطلاح د لویو شاعرانو د شعر جوهر ګڼلی شي.
د وصاف په شعر و هنر بلا نورې خبرې هم کېدای شي؛ خو دم ګړۍ یې همدا چې د پښتو د نثري نظم په روایت کې د ده شاعرانه تجربې او خپلې خبرې یې هغه څه دي، چې موږ یې د همدې ژانر بېداره بخت بولو؛ کنه تراوسه په موږ کې دغه صنف د خپل مخشوش هویت ترڅنګ په دومره لوړه کچه هغسې تخلیقي توجه نه وه اخیستې، چې یو څوک دې پرې جدي حساب وکړای شي؛ که څه هم د نثرم د خوځښت خودساخته او په زور یې د تخلیق ایجادودنې هڅې هم وشوې؛ مګر وصاف او یو څو نور زلمي پنځګر او د دوی شاعرانه تجربې هغه دي، چې دا ژانر؛ یعنې «نثري نظم» باید پرې وویاړي.