دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبهره ورځ لیکل/ جیف جاینس

هره ورځ لیکل/ جیف جاینس

ژباړن: شفیق امیرزی
په دې برخه کې د جادو او کوم ځانګړي راز خبر نشته. د لیکوالۍ تر ټولو ستر راز تل لیکل دي. هره ورځ یوازې یوه کلمه لیکل د لیکوالۍ تر ټولو ستر راز دی. ستاسې د بریالۍ لیکوالۍ راز د همدغې کلمې تر شا پټ دی. همدا اوس پورته شئ، څوکۍ ته ځان ورسوئ لپ تاپ مو روښانه کړئ او لیکل پيل کړئ.
ښايي تاسې ډير داسې کسان لیدلي وي چې د لیکوالۍ په اړه لوستل کوي، د لیکوالۍ په اړه څېړنه کوي، تل په دې لټه کې وي چې څنګه لیکل وکړي او لیکوالي څنګه زده کړي؟ خو یوه ورځ یې هم یوه کلمه نه ده لیکلي، نو مهمه خبره د لیکوالۍ په اړه ډېره مطالعه نه ده بلکې ډیر لیکل دي.
د تل لیکلو عادت څنګه پیدا کېږي؟
له ځان سره فکر وکړئ، فرض کړئ چې تاسې تېر کال د یوه کتاب د لیکلو پرېکړه کړې وه. دا پرېکړه مو کړې وه چې د یوه کال په اوږدو کې به خپل کتاب بشپړ او خپور کړئ، خو په دې چاره نه یی بریالي شوي، ولې؟ ځکه تاسې ډير کوښښ کړی دی ټول تمرکز مو پر یو ځل لیکلو کړی دی، او ټول فکر مو لیکلو ته دی، پوهېږئ تاسې غوښتي اوښ د ستنې تر سوري وباسئ. دا شونې ده؟ معلومه خبره ده چې امکان نه لري همداسې په یو ځل او یوه ورځ د یوه کتاب لیکل هم امکان نه لري هر څه وخت غواړي او که تاسې په یوه وار د هر څه تر سره کول غواړئ امکان نه لري له لیکوالۍ به مو زړه تور شي.
زه یو څه درته وایم چې هر څه په نوبت او ورو ورو رامنځ ته کېږي، څاڅکي سیند شي. تاسې هم د کار د سر ته رسولو لپاره ډېرې حوصلې ته اړی یی. تاسې بسته یو کتاب مه لکئ، یوازې یوه جمله ولیکئ، پراګراف پوره کړئ، یوه برخه ولیکئ اوس به نو پوره چپتر شي، دا چپترونه سره یو ځای کړئ کتاب شو، که تاسې یو دم دیوه کتاب لیکل پیل کړئ تاسې وګورئ چې څومره ګامونه مو پرې اېښي او غواړئ چې وروستي ځای ته ورسېږی. یو بل ډول هم ویلی شم چې ټوله لیکوالي له کلمې پيل کېږي د لیکوالۍ بنسټ کلمه دی.
یوازې مخ ته ولاړ شئ
ځینې وخت کېدای تاسې دا فکر وکړئ چې زما لیکنه به څنګه شي؟ خلک به یې خوښه کړي که نه؟ زما دا کتاب به چاپ شي که نه؟ دا هغه فکرونه دي چې کیدای شي تاسې له لیکوالۍ لرې وساتي. نو تاسې دا ډول فکرونه له ذهنه وباسئ یوازې مخ ته روان شئ. زما یو کتاب دی د مرګ په اړه یې لیکم ښايي نیمايي شوی وي، خو سره له دې چې کله کله یې له پایلې ډارېږم وایم هسې نه چې دغه کتاب څوک خوښ نه کړي او زما لیکوالي فلج شي، خو بیا یې هم پروا نه ساتم یوازې لیکل کوم. زه هره ورځ همغه کتاب ته ۵۰۰ کلمې ورزیاتوم، همدا زما قانون دی هره ورځ باید ۵۰۰ کلمې ولیکم او پر کتاب یې ور زیاتې کړم.
زه خو داسې نه شم کولی چې ور په ځان پسې وتړم او ټول کتاب ولیکم بیا له کوټې را ووځم، دا خو امکان نه لري. نو زه څه کوم؟
یوازې د کتاب جوړ کړي فهرست ته مې ګورم له هغه سره سم هره ورځ پر خپل کتاب ۵۰۰ کلمې ورزیاتوم. تاسې هم همداسې وکړئ د ځينو پایلو په اړه فکر مه کوئ او په ډير ویاړ خپلو لیکلو ته ادامه ورکړئ.
د ۵۰۰ کلمو لیکلو فورمل تر ټولو آسانه لار ده. تاسې هر وخت او هر ځای کولی شئ چې ۵۰۰ کلمې ولیکئ. دا کار دومره وخت هم نه غواړي، هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ دقیقې ورته ځانګړې کړی او هر ډول مهم کار مو یوازې د ۵۰۰ کلمو لیکلو ته پرېږدئ. دومره وخت نه دی باور وکړئ خو یوازې پیل یې سخت دی.
که تاسې هره ورځ ۵۰۰ کلمې ولیکئ نو پوره ۳۰ ورځې وروسته به تاسې یو کوچنی کتاب لیکلی وي. د راتلونکي کتاب لپاره زما پلان همدا دی ۵۰۰ کلمې ۳۰ ورځې او په پای کې به زما کتاب بشپړ شي. خو د کتاب په اړه د معلوماتو راټولولو ته هم وخت ځانګړی کوم.
که تاسې غواړئ چې د هرې ورځې لیکلو عادت مو پیاوړی شي نو همدا ښه لاره ده، هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ کلمې ولیکئ.
لنډيز:
۵۰۰ کلمې هره ورځ ولیکئ، یوازې د ۳۱ ورځو لپاره.
۵۰۰ کلمې شرط نه دي تاسې کولی شئ له هغه ډیر څه ولیکئ خو دا عدد حتمي دی.
په لومړي سر کې اېډېټ مه کوئ یوازې ولیکئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب