Home+د واشنګټن له سیوري د سیمه‌ییز ائتلاف سیاسي حالت

د واشنګټن له سیوري د سیمه‌ییز ائتلاف سیاسي حالت

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت
په سېمه او نړی کې د زبر ځواکونو د سیاسي ټکرونو، د ځینو هېوادونو د ناسم سیاستونو او بیلابیلو خصومتونو په نتیجه کې یو لړ تحولات رامنځته شول، زبرځواکو ته یې د پراخې سیالی زمینه برابره کړه، هغه چې وايي اوبه خړې کړه او ماهی پکې ونیسه، ناسم سیاست لرونکو هېوادنو ته یې د ویرې او خطر زنګ تر غوږ کړ، دا ورته ښائي چې څنګه کرل کیږي او څنګ ړیبدل کیږي؟
او د خصومتونو پالونکو ته بیا له هغه پخوانیو زخمونو ناسور جوړ دی، مخکې به یې چې لوبې کولې اوس پرې لوبې ترسره کیږي.
همدا دردونه و چې نړی یې په خپل ویر اخته کړه،ځینې هېوادونو چې سر خلاصوي پښې یې په دام کې وي او چې پښې خلاصوي سر یې په دام کې وي، بالاخر په یوازې توکه نور د ځان ساتلو چل له هر چا ورک شو، همدا وجه وه چې سعودي وار ړومبی کړ او په د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۷مه په ریاض کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا ګډ دفاعي تړون لاسلیک شو.
خو دا تړون دومره په ګډو ښیګڼو متکي نه و لکه په ځاني ګټو، ځکه پاکستان چې کلونه کلونه د سعودي عربستان له قرضداری سره مخ دی، دا یې تمه وه چې په دې اتحاد سره به د نس او تن لانوره چاره وشي، سعودي عربستان بیا د پاکستان همدا بیچارتوب د جنګ په ډګر کې ددوی لپاره دکار او مزد ښه فرصت په توګه باارزښته وګڼلو ترڅو یې د بشري قوې څخه د جنګي ډګرونو د ګرم ساتلو په توګه ګټه واخلي، خو په اصل کې ددواړو هیلې پوره نه شوې.
دا هیلې پوره نه وې چې ترکیې په ډیره بیړه ددوی د خپلمنځي کشمکشونو له خبرتيا پرته دا د ځان لپاره فرصت وباله چې د سعودي عربستان په هغه دوستی سره چې له اسرائېلو سره د ناوې او خواښې له ژوند الهام اخلي له ځان ضرر دفع کړي، نو یې د درېیم متحد په توګه ځان رامخته کړ ترڅو له خپل ادرس څخه د تکنالوژی لرلو پرمټ دواړو هیوادنو ته قناعت ورکړي، ترڅو ورته په دې لنډ ټغر د ځای نیولو فرصت ورکړي.
نو هماغه و چې په ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د مکې درې اړخیز ګډ دفاعي تړون په مکه کې لاسلیک کړ.
جالبه دا ده چې د غربي دیپلوماسی دا دری واړه مینوال لکه ترکیه چې د ناټو فعال غړی دی، سعودي عربستان چې د تیلو په برخه کې د امریکا د ټولو ټکنالوژيو مری غوړوي او پاکستان چې د امريکا سره د سلفي عکسونو نندارې ته د کاندید کیدو هره بې ننګه پروژه چلوي، لا هم د نس له درد څخه بیغمه نه دي.
یو خوا ترکیه د اسړائیلو له څپیړې ځان ساتي، بلخوا پاکستان د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالو له غړکيزو څپو په تیښته کې دی او سعودي عربستان خو د ایران له ویرې د حوثیانو له منګلو جامې رانغاړي.
خو دا ایتلاف د واشنګټن له حمایت څخه په الهام راټول شوی او د ناټو ادبیات یې ترمنځ د خپلو ښیګنو لپاره د تفاهم ژبه ګڼلې ده، دا به وخت ثابته کړي چې د دوي هیلې به د واشنګټن له سیوری څخه دمه واخلي او کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...