دنمارک
د وطن گوند له ړنگیدو وروسته، یوه سیاسي واقعیت تر بل هر څه ډېر د پام وړ دی: هغه گڼ سیاسي جریانونه چې د دموکراسۍ مقاومت، آزادۍ، قومي، ژبنیو او سمتي هویتونو او حتی بېلتونپالنو د افغان او نا افغان ، پښتون او نا پښتون په شعارونو راڅرگند شول، په خپلو تشکیلاتي جوړښتونو او آن د رهبرۍ په کچه، بیا هم پر هماغو مات شوو پرونیو چپیانو، په ځانگړي ډول خلقیانو او پرچمیانو، تکیه وکړه او له هغوی څخه یې خپل صفونه پیاوړي کړل؛ ان ځینو جهادي تنظیمونو هم له دغو کسانو څخه گټه واخیسته او لا هم اخلي.
د دې وضعیت لامل څه دی؟
ایا د گوند او له هغه سره د تړلي نظام ړنگیدل، د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو او څودستگۍ رامنځته کېدل، له تیر فکر او د خپلو مشرانو څخه د صفوفو د یوې برخې واټن او د باور له لاسه ورکول، یو شمیر کسان یې دې ته اړ کړل، چې د خپلې بقا لپاره خپله سیاسي جامه بدله کړي، نوي سیاسي ځایونه او پایگاوې ومومي او تر نوو بېرغونو لاندې راټول شي؟
له بلې خوا، ښايي دسوسیالېستي بلاک ړنگیدل او په شوروي اتحاد کې د هغوی د سیاسي او مادي ملاتړ له منځه تلل هم په دې بهیر کې مهم رول ولري. د نړیوال نظام بدلون، چې د پخوانیو سیاسي تړاوونو او ملاتړونو ډېره برخه یې له منځه یووړه. ښايي د دغو کسانو یوه برخه دې ته اړ کړې وي، چې د نورو سیاسي جریانونو په منځ کې د ځان لپاره نوې سیاسي فضا، نوي متحدان او نوې «قبله» ولټوي.
خو ایا موضوع یوازې د یوې ایډیالوژۍ او سیاسي فکر او ملاتړ له ماتې سره تړاو لري؟
زما په فکر شاید موضوع تر دې هم ژوره وي؛ ښايي د واک، په سیاسي جوړښت کې د ونډې، د نفوذ د ساتلو او له نوي سیاسي واقعیت سره د ځان د عیارولو مسئله هم پکې شامله وي.
د جمهوریت په دوره کې نږدې ۱۲۰ سیاسي گوندونه ثبت شول. که مبالغه نه وي، د دغو گڼو گوندونو په لاندې او پاس رهبرۍ کې د پرون ورځې د چپ اړخو سیاسي څېرو حضور تر سترگو کېده؛ ځینې د رهبرۍ تر کچې او ځینې د ویاندو او نورو مهمو سیاسي دندو پورې ورسېدل.
دا هم باید له یاده ونه باسو چې د «وطن گوند» او د افغانستان د «خلق دیموکراتیک گوند» تر نومونو لاندې د سیاسي فعالیت امکان نور موجود نه و او د عدلیې وزارت له دغو نومونو سره د نوي گوند د ثبت جواز نه ورکاوه.
په دې لړ کې، د سیاسي فرصتطلبۍ د فکر د تقلید بدلون، له واکمنو جریانونو څخه د پیروۍ او حتی د شخصي او اقتصادي گټو د لټون احتمال هم له پامه نه شي غورځول کېدای.
هغه کسان چې پرون یې یو بېرغ پورته کړی و، ښايي سبا هماغه تجربه، اړیکې او سیاسي شبکې د بل بېرغ تر سیوري لاندې وکاروي.
سره له دې، اصلي پوښتنه لا هم پر خپل ځای ده:
ایا موږ د سیاست په ډگر کې رښتیا هم د فکر او سیاسي خبرو اترو له بدلون سره مخ شوي یو، که یوازې د نومونو، بېرغونو او شعارونو د بدلون شاهدان یو؟
البته له دقیقې، مستندې او هر اړخیزې څېړنې پرته، د دغو عواملو هېڅ یو هم د دې بهیر قطعي علت نه شې بلل کېدای.
بنآ،د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د افرادو او جریانونو سیاسي او تشکیلاتي تېر تاریخ، د هغوی د دریځونو بدلونونه، سیاسي او سازماني اړیکې او په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په تحولاتو کې د هغوی ونډه، هر یو جلا، جلا وڅېړل شي.
خو یوه پوښتنه لا هم، که څه هم د پرون ورځې ډېری چپیان ښايي له خپل تېر وخت څخه په څرگند ډول د تېرېدو لپاره چمتو نه وي، ځواب ته اړتیا لري:
ولې د افغانستان ډېری نوي سیاسي جریانونه لا هم د پرون ورځې پر چپیانو او د هغوی پر سیاسي تجربو ، اړیکو او شبکو تکیه کوي؟
ایا دا تکیه د هغوی د سیاسي تجربې او سازماني وړتیا پایله ده؟ که د هغو اړیکو او شبکو دوام دی چې له تېر نظام او تېرې زمانې څخه پاتې دي؟ ایا دا د دې ښکارندویي کوي چې سیاسي فکرونه واقعاً بدل شوي، که یوازې سیاسي ځایونه او بېرغونه بدل شوي دي؟
او که فکر بدل شوی وي، نو دا بدلون چېرته، څه وخت او د کومو نښو له مخې څرگند شوی دی؟
شاید د همدې پوښتنو له ځوابونو سره موږ وکولای شو درک کړو چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې تر کومه بریده د فکر بدلون رامنځته شوی او تر کومه بریده یوازې د بېرغ او د لباس بدلون لیدل شوی دی.
په پای کې، د مسئلې اصلي ټکی ښايي همدا وي:
ایا سیاسي هویت د بېرغ په بدلېدو بدلېږي، که د فکر، باور او سیاسي عمل په بدلیو.؟