Homeخبرونهافغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن له نیپال سره لوبه کوي

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن له نیپال سره لوبه کوي

تاند/ جمعه د تلې – میزان ۳مه/  د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله ( ابدالیان) لوبدله نن جمعه د نیپال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه به په څو شېبو کې پیل شي.

د دې لوبو کوبه هېواد جاپان دی چې، پرون یې له افغانستان څخه ماتې وخوړه.

په لومړۍ لوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې جاپان ته د ۶ لوبغاړو په زیان  ۴۸ منډو په توپير ماتې ورکړه او دا سفر یې په بریا پیل کړ.

افغان ابدالیانوکرکټ لوبډلې جاپان ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې جاپان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۳۴، لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۹، محمد اسحاق ۲۵* او کریم جنت ۲۱ منډې جوړې کړې.
کوربه لوبډلې په ۱۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۰ منډې وکړې او په دې سره د هېواد لوبدلې بریا خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...