تاند/ پنجشنبه د تلې – میزان ۲مه/ افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې کوربه جاپان لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې سره افغان لوبډلې د اسیايي سیالیو په ترڅ کې خپل سفر په بریا پیل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نن ویلي چې، دغه لوبه نن(پنجشنبه، د سپټمبر ۲۴مه) په جاپان کې ترسره شوه.
جاپان د دغو سیالیو کوربه هېواد دی.
افغان ابدالیان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې جاپان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۳۴، لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۹، محمد اسحاق ۲۵* او کریم جنت ۲۱ منډې جوړې کړې.
کوربه لوبډلې په ۱۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۰ منډې وکړې او په دې سره د هېواد لوبدلې بریا خپله کړه.