Home+لعل‌محمد کاکړ او د ۱۳۴۳هـ ش. اساسي قانون

لعل‌محمد کاکړ او د ۱۳۴۳هـ ش. اساسي قانون

لیکنه: طارق ستوری

د ښاروال په دنده کي د مرحوم لعل‌محمد کاکړ لاسته راوړني خلکو ته تر ډېره حده څرګندي دي. همداراز کاکړ صاحب، چي د افغانستان د علومو اکاډمي غړی و، قوي ژبنيزه وړتیا درلوده. د بېلګي په توګه ښاغلي کاکړ د پښتو-پارسي لومړی جېبي قاموس ولیکی. ده په “سپېڅلې پښتو” کي لس زره سوچه پښتو لغتونه راټول کړل. علامه عبدالحی حبیبي لیکي، “نؤيسنده این کتاب یکی از جوانان بیدار و حساس پښتون جناب لعل محمد خان کاکړ است، که ایام شباب و جوانی خود را بخدمت زبان ملی وقف و مدت زیادی به جمع آوردن لغات و تحقیقات فقة اللغه پښتو گذرانیده.” اما د دې ليکني په عنوان کي راغلې موضوع بیا د نوموړي د ژوندليک داسي برخه ده، چي تر اوسه چا په تفصیل نه ده بیان کړې؛ نو ښایي دغه لیکنه د کاکړ صاحب د ژوند او هڅو نوی اړخ لوستونکو ته رابرسېره کړي.

له نن څخه ۶٦ کاله وړاندي د جمعې په ورځ د کندهار ځوان ښاروال لعل محمد کاکړ د خرقې شریفي په مسجد کي خلکو ته د نوي اساسي قانون په هکله وینا کوله. دا د ۱۳۴۳هـ ش. کال د جوزا اتمه نېټه (٢٩ می ١٩٦٤) وه او کاکړ صاحب تازه له کابله کندهار ته راغلی وو. کابو اته مياشتي مخکي لعل محمد کاکړ د کندهار د خلکو له خوا ښاروال ټاکل سوی وو. کاکړ صاحب چي د وزیر محمد ګل خان مومند سره ئې سمت شمال او بیا کندهار کي اداري مهارت ترلاسه کړی وو، په کندهار کي فوراً خپلي تجربې په کار واچولې او د کندهار په تاریخ کي ئې فوق العاده مهمي پروژې پیل کړې. له همدې کبله په کندهار کي د ده شتون اړین وو؛ خو صدراعظم ډاکټر محمدیوسف کابل ته وغوښتی.

له همدې کبله له کندهاره پلازمېني کابل ته ولاړئ او هملته ئې په اونیو اونیو د خپلو همکارانو سره د اساسي قانون په ملي پروسه کي برخه واخسته او زحمت ئې وکښئ. د کار تر بشپړېدو وروسته ارګ ته ولاړئ، چي له محمدظاهر شاه سره وویني. تر لیدني وروسته بیرته کندهار ته ستون سو او هملته ئې د جمعې تر لمانځه وروسته د خرقې شریفي په مسجد کي د ښار د نامتو عالم عبد السلام اخندزاده په حضور کي کندهار ښاريانو ته وینا وکړه.

ښاروال لعل محمد کاکړ لومړی د کندهار خلکو ته د شاه ځانګړي سلامونه وړاندي کړل او د مهم بدلون خبر ئې ورته واوروئ. دا هغه بدلون وو، چي ده او همکارانو ئې په کابل کي د ډاکټر یوسف د فرمان سره سم تر دوو میاشتو زیات کار پر کړی وو. دا بدلون عبارت وو له نوي اساسي قانون څخه، چي ده او همکارانو ئې په کابل کي مسودې بشپړه کړلې. نوی اساسي قانون او په هغه کي نغښتی سیاسي بدلون هغه لاسته راوړنه وه، چي څه نا څه یوه لسیزه وړاندي کاکړ صاحب او د ده نورو اصلاحات غوښتونکو غورځنګوالو د خپلي آزادۍ په بيه مبارزه ورته کړې وه؛ خو هغه وخت دغه اصلاح طلبه جریان بريالی نه سو؛ آن د وخت د حکومت له خوا په ١٣٣١هـ ش. کال کي سخت وځپل سو او مخکښ اشخاص ئې مجازات سول. په دغه اصلاح طلبه جریان کي لیکوالان، شاعران، دیني علماء، تاجران، تاریخپوهان او د مختلفو تجربو اشخاص وه. دوی د استعمار ضد او د افغانستان د استقلال د حفاظت سخت طرفداران وه. همدارنګه دوی د تعلیم پراختیا، اداري فساد ورکول، د ظلم ختمېدل او مشروطه نظام غوښت.

میر محمد غلام غبار په خپل مشهور آثر “افغانستان در مسير تاریخ” کي لیکي چي حکومت محمد انورخان، عبدالهادي خان توخی، غلام جیلاني خان، قاضي بهرام، قاضي عبدالصمد او محمد یوسف مجددي د کابل په محبس کي بندیان کړل. همداراز ئې فیض محمد انگار، محمد علم خان او حاجي محمد حسین هوتک د کندهار په محبس کي بندیان کړل. محمد رسول خان پښتون بغلان ته تبعید سو. عزیز خان توخی او محمد ابراهیم خواخوږی هم بندیان سول. غبار لیکي چي خدایدوست خان حتی په زندان کي مړ سو. د غبار له قوله حکومت دوی هغه وخت وځپل کله چي علامه عبد الشکور رشاد ځان د شورا اتمي دورې ته کاندید کړ، ولي حکومت د وچ زور څخه کار واخست او په انتخاباتو کي ئې د علامه رشاد پر وړاندي مداخله وکړه.

له نېکه مرغه لعل محمد کاکړ د حکومت د خښمګیني څپې څخه بچ سو او خپل دولتي ماموریتونو ته ئې ادامه ورکړل. نوموړی هغه وخت په فوائد عامه ریاست کي معاون وو، بیا د قندسازۍ معاون، د بلدیې ریاست معاون، د کندهار د ارزاقو رئیس او وروسته بيا د کندهار مرستون رئیس وټاکل سو. ښاغلي کاکړ د خپلي مبارزې له زنداني ملګرو سره په پټه ارتباط ساته او زیات کوښښ ئې کوئ، چي حکومت دوی له زندانه آزاد کړي. د لعل محمد کاکړ مشر زوی زمری خان وايي، چي پلار ئې د کندهار په عمومي محبس او د فرقې په محبس کي بنديانو ملګرو ته آبجوشي، کشمش او د لاندي غوښي وراستولې. دی وايي دا چي د لاندي د غوښو پوست کلک وي نو پر پوست به ئې لیکنه کوله او دوی ته به ئې له دې لاري پټ پيغام استوی.

خو سوال دا دئ، چي اساسي قانون څنګه منځ ته راغئ او لعل محمد کاکړ څه رول په کښي لوبولی وو؟

د اساسي قانون د تسوید کمیسیون

کله چي صدر اعظم سردارمحمد داؤد خان تر نهه نیم کاله حکومت کولو وروسته خپل د اکا زوی محمدظاهر شاه ته استعفا وړاندي کړه؛ نو شاه ته ئې څلور وړاندیزونه وکړل، چي هغو کي یو وړاندیز د اساسي قانون تعدیلول وو. شاه د داؤد پر ځای ډاکتر محمدیوسف صدراعظم وټاکئ. د ظاهرشاه د هدایت سره سم نوي صدر اعظم د اساسي قانون د تسوید له پاره کمیسیون تعین کړ.

د تسوید کمیسیون د ١٣٤٣هـ ش. کال د حمل پر ٧ نېټه تشکیل سو او لاندني اشخاص ئې غړي ول:

  • سید شمس الدین مجروح د عدليې وزير؛
  • ډاکټر عبد الصمد حامد د معارفو وزارت د ثانوي تدریساتو رئیس؛
  • حميد الله حمید د کابل پوهنتون استاد؛
  • سید قاسم رشتیا د مطبوعاتو وزیر؛
  • میر محمد صديق فرهنګ د معادن او صنائع وزارت مشاور؛
  • میر نجم الدین انصاري د معارف وزارت مشاور؛
  • محمد موسی شفیق په عدليې وزارت کي د قوانینو مدیر.

د تسوید کمیسیون رئیس سید شمس الدین مجروح او معاون ئې سید قاسم رشتیا وو. دوی ته وظیفه سپارل سوې وه، چي د هیواد د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو سره سم د افغانستان اساسي قانون وڅېړي او د اساسي قانون پر یوې مسودې کار پیل کړي. حکومت په پلان کي لرله، چي د تسوید وروسته به یو بل تر تسوید کمیسیون پراخ کمیسیون، مسوده تر بحث او څېړني لاندي نیسي؛ بیا به د لويي جرګې له لاري تصویب او توشیح ته تیاریږي.

پر ٣٠ د مارچ ١٩٦٣ مجروح د کمیسیون لومړۍ جلسه پیل کړه. په دې جلسه کي د کار پر مېتود بحث وسو او وظايف ووېشل سول. همداراز يوه فرعي کمېټه تعین سوه، چي مواد ئې راټولول. د فرعي کمېټې غړي ډاکټر عبدالصمد حامد، استاد حمید الله او محمد موسی شفیق وټاکل سول. پرېکړه وسوه، چي د کمیسیون د کار د تنظیم له پاره به په عدلیه وزارت کي دفتر ورته جوړیږي او یو کوچنی کتابتون به کمیسیون ته د څېړنو له پاره برابریږي.

کمیسیون فیصله وکړه، چي هره شنبه به جلسه دایروي. فرعي کمېټې ته ئې هدایت ورکړ، چي موجوده اساسي قانون تر تحلیل او څېړني لاندي ونیسي او هغه ارزښتونه او اصول په ګوته کړي، چي دوی ئې په نوي اساسي قانون کي ځای پر ځای کول غواړي. عامو خلکو به کمیسیون ته د خطونو په لېږد سره مشورې ورکولې او کمیسیون به د دوی ليکونه په جلسو کي لوستل. د عامو خلکو د ليکنو دغه لېږد څرګندوي، چي د عامو خلکو توجه او دلچسپي ئې جذب کړې وه.

 د کال تر اخیره کمیسیون په همدغه شکل خپل کار ته دوام ورکړ. درې کسیزه فرعي کمېټې به مواد لیکل او اووه کسیزه کمیسیون به په شنبه هغه مواد تر بحث لاندي نيول. که به ئې متن منظور نه کړ؛ بیرته ئې فرعي کمېټې ته د اصلاح له پاره ورکاوه.

د لومړۍ جلسې څخه تقریباً یوه میاشت وروسته، د عمومي مطالبو یا د فهرست مسوده جوړه سوه او بیا یوه میاشت وروسته کرار کرار د اساسي قانون فصول راڅرګند سول. لکه د دولت د څرنګوالي فصل؛ د خلکو د اساسي حقوقو او وجایبو فصل؛ د شورا، حکومت، ادارې او قضاء فصول او نور.

داسي ښکاري چي د تسوید کمیسیون شاوخوا ٣٠ تر ٤٠ جلسې تر سره کړي دي. پر ٢٩ فیبراوری ١٩٦٤ سیدشمس الدین مجروح مشورتي کمیسیون ته د تسوید کمیسیون له لوري تیار سوې مسوده وړاندي کړه. مجروح په خپله وینا کي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چي دوی مسوده په خورا دقت د افغانستان د اړتیاوو سره سم وړاندي کړه؛ یعني د موجوده اساسي قانون د څېړني او تحلیل وروسته ئې مسوده تیاره کړې ده. د مجروح له توضیحاتو څخه څرګندیږي، چي لومړۍ مسوده د کاملاً سوچه افغاني پروسې نتیجه ده.

د اساسي قانون مشورتي کمیسیون او لعل محمد کاکړ

لکه څنګه چي مخکي وویل سوه، د حکومت له سره همدا پلان وو، چي نوی اساسي قانون به په درې پړاوونو کي جوړ سي: لومړی به د تسوید کمیسیون مسوده برابروي؛ بیا به یو پراخ مشورتي کمیسیون، څېړنه او بحث پر کوي او مشوره به ورکوي؛ په وروستي پړاو کي به شاه لویه جرګه را غواړي او اساسي قانون به د تصویب او بلآخره توشیح پړاو ته ځي. لومړۍ مسوده کابو يوولس میاشتي وروسته برابره سوه. د مسودې تر برابرېدو وروسته په فبرورۍ ١٩٦٤ کي مشورتي کمیسیون کار پر پیل کړ. لعل محمد کاکړ د همدې مشورتي کمیسیون غړی اعلان سو.

مشورتي کمیسیون د ١٣٤٢هـ ش. د دلوي په میاشت کي د صدراعظم د هدایت سره سم د متنفذو اشخاصو څخه تشکیل سو. ډاکټر عبدالظاهر د ملي شورا رئیس، د مشورتي کمیسیون رئیس وټاکل سو. د مشورتي کمیسیون غړي په لاندي ډول اعلان سول:

  • عبد الهادي داوی
  • صلاح الدین سلجوقي
  • عبد المجید زابلی
  • خلیل الله خليلي
  • نور احمد اعتمادي
  • محمد اصغر د کابل ښاروال
  • محمد اصف سهيل
  • محمد قدیر تره‌کی
  • میر غلام محمد غبار
  • عبد القیوم رسول
  • احمد علي کهزاد
  • عبد الرشید لطیفي
  • امير الدین شنسب
  • صدیق الله رښتين
  • غلام سرور رحیمي
  • معصومه وردګ
  • کبرا نورزۍ
  • محمد هاشم مجددي
  • محمد کریم نزیهي
  • محمد ابراهیم عفیفي
  • محمد شاه ارشاد
  • مولوي عبد الرب
  • مولوی غلام نبي کاموي
  • عبد الواحد سرابي
  • عبد الکریم احراري
  • لعل محمد کاکړ د کندهار ښاروال
  • محمد ظاهر ځدراڼ
  • خلیل احمد ابوي

په دغو اشخاصو کي لیکوال، استاد، تاجر، فقیه، تاریخپوه، طبیب، ډيپلوماټ، ژبپوهاند، معلم، ښاروال او انجنېر موجود ول. د مختلفو تجربو او پوهي خلک په کښې وه.

مشورتي کمیسیون د فبروري څخه تر می میاشت پوري په اونۍ کی دوې ورځي جلسه دایروله. دوی به سهار جلسه پیلوله او تر څه نا څه درو یا پنځو بجو به ئې کار ته ادامه ورکوله. د کاکړ صاحب مشر زوی په دې هکله وایي: پلار به مي سهار د مشورتي کمیسیون د غونډي تالار ته ننوتئ. ما و زما ماما (محمد عثمان هوتک) به دا ښه فرصت ګڼئ، چي د کابل ښار سیل وکړو، فابریکې به مو ليدلې.

د کمیسیون کاري مېتود منظم او ساده وو. په منظم ډول ئې د مسودې یوه یوه برخه څېړله او بیا به ئې د اصلاحاتو یعني تعدیلاتو سره هر بخش جلا جلا تصویبوئ. شاه لومړۍ جلسې ته پيغام لېږلی وو او ډاډ ئې ورکړی وو، چي په کاملاً آزادانه توګه د ټولو مواردو په اړه نظر ورکړي او په خاصه توګه د سلطنت مقام په اړه هم نظر ورکړي. په لومړۍ جلسه کي، چي د فبروري پر ٢٩ دایره سوه، مجروح د تسوید کميسیون د کار راپور وړاندي کړ. دوهمه جلسه، چي د مارچ پر ١٤ دایره سوه، اووه مادې لرونکې مقدمه د تعدیلاتو سره تصویب سول.

 په همدې مارچ او اپریل کي د شاه د صلاحیتونو، د خلکو د حقوقو او وجایبو، د ملي شورا او پارلمان، لويي جرګې او حکومت فصول تصویب سول. په شلمه جلسه کي چي د می میاشت پر ١٠ نېټه دایره سوه، شپږ وروستۍ مادې او ١١ فصول تصویب سول. د می پر ۱۴ نېټه اخیره جلسه دایره سوه. په دې وروستۍ جلسه کي بحث پر فني اصطلاحاتو راګرځېدئ. جلسه پر درو بجو خلاصه سوه او نوې مسوده تکمیل سوه.

د مشورتي کمیسیون په اخره جلسه کي د نورو ګډونوالو په څنګ کي لعل محمد کاکړ هم د مشورتي کمیسیون په استازيتوب خبري وکړې. د مسودې په برابرولو سره مشورتي کمیسیون د ډاکټر یوسف فرمان او د شاه غوښتنه تطبیق کړه. شاه هم د دوی څخه په کتبي پيغام کي، چي د ډاکټر عبدالظاهر له خوا دوی ته واورول سو، مننه وکړه. نور د اساسي قانون مسوده لویي جرګې ته آماده سوه.

مشورتي کمیسیون خپل د کار په پای کي د مسودې سره دوه وړاندیزونه ضمیمه کړل، چي د مسودې تر څنګ ئې حکومت ته واستول: یو دا چي مسوده دي مخکي له دې، چي لویي جرګې ته راجع سي، مطبوعاتي یعني خپره دي سي؛ ځکه کمیسیون یوولس اونۍ پر داسي سند کار کړی وو، چي خلکو نه وو لوستی او مطبوعاتو په ښکاره شکایت درلود، چي داسي متن نه سي څېړلای، چي نه ئې وي لیدلی.

بل وړاندیز ئې د پښتونستان د موضوع په اړه وو. کمیسیون پرېکړه وکړه، چي د پښتونستان د خلکو په اړه د افغانستان دریځ بدلون نه مومي او د پښتونستان د خلکو د حقونو کلک ملاتړی دئ. مشورتي کمیسیون غوښته په خپل دغه عمل سره وښووي، چي د نوي اساسي قانون موضوع په دې مانا نه ده، چي د پښتونستان موضوع اهمیت بایللی. د مشورتي کمیسیون دې دریځ د پښتونستان د مشرانو لکه محمدایوب خان اڅکزي، پاچا ګل او رمضاني له خوا تود هرکلی وموند.

د مشورتي کمیسیون د کار تر بشپړېدو وروسته؛ یعني دوې اونۍ وروسته لعل محمد کاکړ په ارګ کي د شاه سره وکتل او خبري ئې ورسره وکړې. له محمدظاهرشاه سره تر ملاقت یوه ورځ وروسته لعل محمد کاکړ په کندهار کي د خرقې شریفي په مسجد کي خلکو ته د نوي اساسي قانون په اړه مفصله وینا وکړه .ښاروالۍ د وینا له پاره ګڼ ځایونه او تالارونه لرل؛ خو دا د ښاروال لعل محمد کاکړ ځیرکتیا څرګندوي، چي د وینا ځای ئې تاریخي جامع مسجد انتخاب کړ. ده علماوو او ملایانو ته خاص درناوی درلود. د ده د مشر زوی له قوله کاکړ صاحب حتی په پلان کي لرله، چي ملا امامانو ته معاش وټاکي؛ خو دا پلان ئې ځکه عملي نه سو، چي د ښاروالۍ موده ئې پوره سوه. په هر حال د عبد السلام اخندزاده په حضور کي د کاکړ صاحب تاریخي وینا پر دې دلالت کوي، چي دی پوهېدی که غواړي اساسي قانون کاميابه سي؛ نو د علماوو ملاتړ اړین دئ.

 دا چي کاکړ صاحب ولي مشورتي جرګې ته انتخاب سو، څرګنده نه ده. ښايي ظاهر شاه په خپله د ده د انتخابولو وړاندیز کړی وي. له یوې خوا کندهار په تاریخي لحاظ خاص سیاسي تاریخي اهمیت درلود او په مشورتي کمیسیون کي د کندهار مستقیم استازی نه وو. له بلي خوا دی د کندهار لومړی ښاروال وو، چي د انتخاباتو په واسطه ښاروال سوی وو. کېدای سي دغو فکټورونو د شاه پر افکارو اغېز لرلی وي.

له بل طرفه نوموړي په اداري چارو کي ځانګړی وړتیا درلوده. کله چي ښاروال سو، څه نا څه درې مياشتي وروسته د ظاهر شاه او ملکه حمیرا الوتکه په کندهار کي کښته سوه. شاه د امریکا له سفر وروسته لومړی کندهار ته ستون سو. هلته دی، ملکه حمیرا او ورسره پلاوي په ځانګړو مراسمو کي استقبال سول. د ښار لويي لاري، د ښار مهم ځایونه او هوايي ميدان په شاهي او ملي بیرغونو سره ښايسته سوي ول او ښار عموماً خورا مزین سوی وو.

دوې ورځي مخکي سردار محمد داوود خان، سردار عبد الولي، ډاکټر عبد القیوم د کورنيو چارو وزیر، جنرال غلام فاروق لوی درستیځ، سلطان محمود غازي د هوايي ځواک رئیس او جنرال محمد اصف د هوايي ځواک قومندان کندهار ته د شاه د استقبال له پاره رسېدلي ول. د سهار پر لس نیمو بجو ظاهرشاه راورسېد او د موټرسيکلونو تشریفاتي کاروان ئې استقبال ته ورغئ. ملي سرود واورول سو او ٢١ تشریفاتي ټکان وسول.

هغه وخت د کندهار والي جنرال محمد صديق خان وو او جنرال محمد سعید د فرقې قومندان وو. د دواړو سره کاکړ صاحب ښې اړيکي درلودې او يو له بله سره ئې په چارو کي همکاري کول. ده د تشریفاتي چارو او غونډو په تنظیم کي خاصه وړتیا درلودل. ښايي د کندهار همدغه تود هرکلی به وو او د کندهار د چارواکو همدا مېلمستيا به وه، چي پر شاه باندي دي ئې اغېز لرلی وي.

بله دا چي د مشورتي کمیسیون د اعلان څخه دوې میاشتي مخکي هم کاکړ صاحب له ظاهر شاه سره ليدلي وه. دغه ملاقات په قوس ١٣٤٢هـ ش. (ډسمبر ١٩٦٤) په لومړیو ١٢ ورځو کي تر سره سوی وو. دا چي دوی په دې ملاقت کي پر څه موضوعاتو ږغېدلي دي څرګنده نه ده؛ خو دا ښيي چي کاکړ صاحب د کابل د متنفذینو او مخورو کړیو سره ښې اړیکي لرلې او غوښتل ئې د کندهار د ودي او پرمختګ له پاره ئې وکاروي. د ١٣٤٢هـ ش. کال په دلوه میاشت کي شاه یو ځل بیا کندهار ته د تقریباً لس ورځو له پاره سفر وکړ. د دلوي پر ٢١ نېټه (١١ فبروري ١٩٦٤) کندهار ته ورسېد او دوې ورځي وروسته د مشورتي کمیسیون د غړو اعلان وسو؛ نو ښايي دغه حوادث سره تړلي وي.

په هر حال د شاه او لعل محمد کاکړ ليدني دا ښيي، چي شاه لعل محمد کاکړ ښه پېژندلی وو او په ده کي ئې وړتیا ليدلې وه. له ډاکټر یوسف سره د  لعل محمد کاکړ دوستانه اړیکي وې. ډاکټر یوسف د ده نژدې ملګری وو. کېدای سي د ده ټاکل د شاه او ډاکټر یوسف دواړو پرېکړه وه؛ په هر حال د اساسي قانون په مشورتي کمیسیون کي ګډون لعل محمد کاکړ ته طلایي فرصت ور په برخه کړ، چي تاریخي خدمت وکړي؛ څو د ده د ځوانۍ مبارزه او همداراز د ده د ملګرو مبارزه رنګ راوړي.

منابع:

  • کابل ټایمز ١٩٦٣-١٩٦٤ م / ١٣٤١-١٣٤٢ ش.
  • افغانستان در پنج قرن اخیر: میر محمد صديق فرهنګ. موسسه انتشارات عرفان تهران. جلد ۱.
  • میر غلام محمد غبار: افغانستان در مسير تاریخ. جلد ٢. انتشارات محسن ۱۳۹۸.ویرجنیا.
  • ثریا پوپل: تاریخچه اکادمی علوم افغانستان.
  • لعل محمد کاکړ و عبد الحی حبیبي: سپېڅلې پښتو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...