سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د نامتو امریکايي لیکوال سکاټ فیټز جرالډ د زوکړې ورځ

د نامتو امریکايي لیکوال سکاټ فیټز جرالډ د زوکړې ورځ

تاند- له نن څخه ۱۲۸ کاله پخوا د ۱۸۹۶ د سپټمبر په ۲۴ مه نامتو امریکايي کیسه او ناول لیکوال ایف. سکاټ فیټزجرالډ ( F. Scott Fitzgerald) وزېږېد.

پلار یې ایډورډ فیټز جرالډ آیرلنډي او انګلیسي الاصله و. د ده نیکونه په مریلینډ کې د لومړنیو مېشتو شویو اروپایانو کورنۍ ګڼل کېږي.

د ده تر ټولو مهم او مشهور ناول (The Great Gatsby) نومېږي چې په ۱۹۲۵ م کال یې لیکلی دی.

سکاټ فیټزجرالډ د امریکا د ادبیاتو د تاریخ یو تر ټولو مهم لیکوال ګڼل کېږي، ناولونو ته یې د ادبیاتو د کلاسیکو اثارو په سترګه کتل کېږي.

دی په خپلو ناولونو کې د امریکا ټولنه او چاپېریال انځوروي.

جرالډ له پرینسټن پوهنتونه (Princeton University) فارغ شوی او د محصلۍ په کلونو کې یې د جنت دا خوا (This Side of Paradise) ناول کښلی دی. دا ناول د امریکا د ادبیاتو د تاریخ یو خورا مهم اثر ګڼل کېږي. ستر ګټسبي (The Great Gatsby) یې وروسته (۱۹۲۵) لیکلی او چاپ کړی دی.

د سکاټ فیټز جرالډ شخصي ژوند له لوړو ژورو ډېر ډک و. له خپلې ماندینې زلدا فیټزجرالډ سره یې د ژوند کیسې او ناولونه په فرانسه او امریکا کې خلکو په ځیر لوستلې.

په ۱۹۳۰ م کال زلدا په روحي ناروغۍ اخته شوه، یو کال یې د اروپا په بیلابیلو ځایونو کې په درملنه تېر کړ، که څه هم په ۱۹۳۱ کې ښه شوه، خو یو کال وروسته بیا په روحي ناروغۍ اخته شوه. زلدا، چې په خپله هم هنرمنه وه، هڅه کوله چې د ډارمو، ناولونو، انځورګرۍ او نورو هنري کارونو له لارې مطرح شي خو بریالۍ نه وه.

سکاټ فیټز جرالډ په ۱۹۳۹ م کال لاس انجلس ته لاړ چې د امریکا د هالیوډ د فلمونو لپاره سناریو ولیکي. ده په دې موده کې د یوه نوي ناول په لیکلو پیل وکړ چې اصلي کرکتر یا اتل یې د هالیووډ یو ډایرکټر و، خو دا ناول یې بشپړ نه کړای شو. دی یو کال وروسته (د ۱۹۴۰ د دسمبر په ۲۱ مه) د زړه په سکته ومړ. خو تر مرګ مخکې یې څو نورې سناریوګانې وکښلې چې بریالۍ نه وې. د ده له ستر ګټسبي څخه په ۲۰۱۳ کې فلم جوړ شو او په هغه کې د لیوناردو دي کاپریو په شان سترو هنرغاړو کار کړی دی.

همداراز د سکاټ فیټز جرالډ د یوې کیسې پر اساس (وروستی ځل چې پاریس مې ولید) فلم جوړ شوی دی. په دغه فلم کې د الیزابیت ټایلر په شان د هالیووډ د سینما سترې لوبغاړې کار کړی دی.

دی په خپلو اثارو کې ډېرې پخې خبرې هم لري؛ لکه:

راځئ چې زده کړو چې خپله دوستي خپلو ملګرو ته د هغوی په ژوند کې وښیو. نه هغه وخت چې هغه نور نه وي.(د ستر ګټسبي ناول)

زه غواړم په دې سر خلاص کړم چې تاسو په هماغه نړۍ کې چې زه یم اوسئ او سا باسئ. (د سکاټ فیټز د لنډو کیسو ټولګه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب