جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمجاهد: بګرام د افغانستان د خاورې نه جلاکېدونکې برخه ده

مجاهد: بګرام د افغانستان د خاورې نه جلاکېدونکې برخه ده

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې چې غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي بګرام اډه د افغانستان د خاورې نه جلا کېدونکی برخه وبلله.

مجاهد د العربیه له انګلیسي سره په مرکه کې وویل: «بګرام د افغانستان د قلمرو برخه ده او د افغانستان له بل هر ځای سره هیڅ توپیر نه لري. موږ هېڅکله حاضر نه یوو چې د خپل هېواد یوه لوېشت خاوره معامله یا بل چا ته ورکړو.»

هغه زیاته کړه: «افغانان د اشغال په وړاندې خورا حساس دي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بهرنیانو تر کنټرول لاندې راشي. د شل کلن اشغال پر مهال افغانستان هره ورځ له ناوړه پېښو سره مخامخ و او په پای کې امریکا اړ شوه خپل ځواکونه وباسي.»

ټرمپ د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې که بګرام امریکا ته «بېرته ور نه کړل شي»، افغانستان به له درنو پایلو سره مخامخ شي. هغه له چین سره د دې اډې نژدېوالی د هغې د بېرته ترلاسه کولو دلیل بللی او ادعا یې کړې چې «بګرام یوازې د چین د اتومي وسلو د تولید له سیمې یو ساعت لرې دی.»

مجاهد دا ادعا «ناسمه» وبلله او ویې ویل: «بګرام له چین څخه څو ساعته لیرې دی او هغه معلومات چې ټرمپ ته ورکړل شوي ناسم دي.»

مجاهد تایید کړه چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ تماسونه نیول شوي، خو څرګنده یې کړه چې د دغو خبرو محور د بندیانو تبادله، ډیپلماتیکې اړیکې او اقتصادي پانګونې وې، نه بګرام: «افغانستان هیڅکله د خپلې خاورې په بدل کې د کوم شي غوښتنه نه ده کړې او نه به یې وکړي. بګرام د معاملې وړ نه دی.»

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د متوازنو اړیکو په لټه کې دی: «موږ غواړو له امریکا سره ښې اړیکې ولرو، لکه څنګه چې له چین، روسیې او اروپا سره یې غواړو. خو افغانستان به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د قدرتونو د سیالۍ ډګر وګرځي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب