جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهننګرهار کې زلزلې د مالي زیان ترڅنګ ۱۵ کسان ژوبل کړل

ننګرهار کې زلزلې د مالي زیان ترڅنګ ۱۵ کسان ژوبل کړل

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ)  ننګرهار د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې نن د زلزلې له امله د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه نړېدلي دي.

دغې ادارې ویلي چې د ورانیو دقیق جزئیات به وروسته له خلکو سره شریک شي.

د خبرپاڼې په وینا، د جلال‌آباد ښار او شاوخوا سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

د امریکا د زلزله ارزونې مرکز ویلي چې نن سهار د ۳ بجو او ۲۰ دقیقو او ۳۳ ثانیو په وخت د ۴.۹ ریشتر په کچه زلزله رامنځته شوې ده.

د دغې زلزلې مرکز جلال‌آباد ښودل شوی او ژورتیا یې ۱۰ کیلومتره یاده شوې.

بل لورته بیا د دره نور ځایي اوسېدونکي وایي، زلزلې شاوخوا ۱۵ کسان ژوبل کړي.

دوی وایي دا ارقام وروستي نه دي او ښایي د ژوبلو شمېر لوړ شي.

دا زلزله داسې مهال کېږي چې، لاهم د تېرې زلزلې له امله بې سرپناه خلک تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب