جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ليکوالۍ شاعر او د شاعرۍ ليکوال

د ليکوالۍ شاعر او د شاعرۍ ليکوال

نقيب احمد عزيزي

د ځينو قلموالو روحيه دې ته جوړه وي چې شاعر دې وای. ځينې د خپلو ژورو اندونو او غښتليو فکرونو د کيفيت په اساس د عواطفو او احساساتو د خوځولو پر ځای د تفکر او تعقل پر ډګر درېدو ته ډېر برابر وي.

د افلاطون په اړه ويل کېږي چې د مُثُل په څېر ځينې نظريات يې تر عاقلانه توب شاعرانه زيات وو، خو په عين حال کې يې بیا هم له شاعرانو سره روغه رانغله. شاعران يې تورنول چې د يوې نااصلي او غير حقيقي نړۍ انځورونه کاږي او موږ له حقيقته نور هم لرې کوي. د افلاطون دا نظريه اوس زړه شوې او لومړی ځل د ده خپل شاګرد ارسطو ډېره له کاره وغورځوله. ارسطو د شعر پر فن «بوطيقا» وليکه او داسې نظريات يې پکې وړاندې کړل چې هنر يې د احساساتو او عواطفو او د دې تر څنګ د حقيقت د تبلور يوه بل وړ ايينه وبلله.

د افغانستان په ادبیاتو کې ځينې پخواني او اوسني قلموال په ګوته کولای شو چې که يې د منظوم بیان پر ځای منثور بیان انتخاب کړی وای، ممکن خلکو يې خبرې لا جدي ګڼلې وای او پخپله دوی هم د خپلو افکارو د بیان په وخت کې د قافیو، بحرونو او رديفونو په تنګو چوکاټونو کې د هغو د اچولو په سرخوږي نه وای اوښتي.

د سنتي ديني تعليماتو د نصاب په مشهور پښتو کتاب «رشید بیان» کې لولو:

پس له حمد و له صلاته

دا رنګ وايم زه و تا ته

چې طلب د علم فرض دی

د دین علم لکه قرض دی

په پښتو مې دين بیان کړ

ستا لپاره مې اسان کړ

که مرحوم عبدالرشيد صاحب د رشید بیان محتوا په نظم نه وای وړاندې کړې؛ نو ستونزه څه وه؟ هو ممکن يو څوک ووايي چې نظم په زړه پورې وي او د خلکو په ياد پاتې کېدای شي، دا خبره غلطه نه ده، مګر بیا نو له دې لاس پرېمنځئ چې خبره مو شعري ارزښت ولري. پخپله ارواښاد رشید صاحب هم دا مساله شايد درک کولای، ځکه خو خپل کار هنر او شعر نه ګني، «فقط په پښتو د دين بیان» يې بولي.

ځينې بیا برعکس داسې نثر ليکي چې د شعر مضمون يې له ګوتو پکې وتلی وي. قريحه چې شاعرانه وي، په نثر کې د علمي منطق پر ځای د هنري منطق د راتګ امکان زياتېږي، خو ستونزه بیا دا ده چې په هنري منطق د رياليستيکو ـ علمي پديدو تشريح ، هماغه کوږ بار دی چې تر منزله نه رسېږي.

داسې قلموال کم دي چې نثر او شعر دواړه ليکي او وايي. د داسې کسانو يو کمال به همدا وبولو چې دا دواړه کاره کولای شي، خو د دوی په اړه يوه لويه اندېښنه دا ده چې کله په شعر کې نثر ترې ليکل کېږي او کله بیا په نثر کې شعر ضايع کوي. د دغه عيب مخنيوي ته توجه اسانه چاره نه ده، ځکه دوی له دواړو سره سروکار لري او د ځايونو د تغيير و تبديل احتمال يې ډېر ور مخ ته کېږي. دا وېره د هغو شاعرانو او ليکوالو په اړه کمه ښکاري چې يوازې شاعري يا تنها ليکوالي کوي.

له دې ډلې خلکو چې ليکوالي او شاعري يې دواړه کول، يو هم د پښتو ادبیاتو ستوری ارواښاد استاد ګل پاچا الفت دی.

يو ځای وايي:

نه ومه خبر پرده مې لږ شانتې چې پورته کړه

نه دي د ليدلو هغه څه چې ما ليدلي دي

الفت صاحب په دې بیت کې اجتماعي بې‌عدالتيو ته اشاره کوي، خو که بالفرض يو څوک يې داسې وليکي چې: د پردو تر شا ځينې داسې کړنې روانې دي چې د ويلو نه دي.

په دې بيت کې يې له وزن، قافيې او غيرګرامري ترتیب پرته هيڅ شاعرانه او هنري مضمون او حتی څرک نه شته او نه يې د ارايې طرز شاعرانه دی، خو جالبه دا ده چې د الفت صاحب په نثر کې بیا ډېر شاعرانه رنګونه ليدلای شو. موږ غلط نه يو که ووايو چې الفت صاحب هومره شعرونه نه دي ويلي لکه څومره شاعرانه او هنري تخيلي قوت چې يې درلود.

استاد الفت په يوه في البديهه مشاعره کې د رحمان بابا د يوه غزل په اقتفا يو بیت ويلی چې په رښتيا شاعرانه دی:

ګرځوي په لاس کې د تسپو دانې مدام

مه وايه چې دام د زاهد نه لري دانه

د الفت صاحب «شعر او فلسفه» ليکنه ما کلونه وړاندې لوستې وه، هلته پکې د خيال او فکر اړوند خبرې شوې دي. الفت صاحب پر دې باور دی چې «لوړ خيال» او «ژور فکر» دواړه يو شان پايلې لري. بیا دی مثال ورکوي چې هغه اوبه چې له ورېځو را ووري او هغه اوبه چې له څاوو را خېژي، يو ډول اوبه دي.

په دغه مثال کې تشبیه، طباق، تمثيل او تخيلي رنګ کارېدلی او خبره يې د علمي منطق پر ځای شاعرانه طرز ته وړې ده. دا خبره که سمه هم نه وي، خو خوند کوي. د الفت صاحب په نثرونو کې چې څومره شاعري موندلای شو، په شعر کې يې نه شته. البته دا قاعده مطلقه نه ده، پر اکثريت به يې بناء وبولو.

يو بل ځای يې د حرکت او برکت فلسفې ته په اشاره کې جالب شاعرانه استدلال کړی، وايي خلک په روژه کې د ونو تر سيوري لاندې ناست وو، يو کس پر لاره روان وو او روژه يې خوړه. دوی ورته وويل چې روژه ولې خوري؟ د هغه ځواب دا و چې په مزل دی، مسافر دی.

بیا دی وايي چې همدا ده چې څوک حرکت کوي، په هغه کې برکت وي. هغوی چې حرکت نه کوي، د خوراک جواز نه لري.

دا خبره يې له بنسټه د هڅو د ستاينې د مهم ټولنيز فکټور يو عالي هدف لري او منطقي دی، مګر الفت صاحب په نثر کې په شاعرانه طرز وړاندې کړی دی. دا که په هنري طرز کې وړاندې شوی وای، تر اوس به لا ښکلی و.

په نثري ادبیاتو کې اوس تر ډېره حده د کره کتنې توقع دا کېږي چې علمي نثر بايد مستدلل وي او د استدلال طرز يې د تخيلي طرز پر ځای عقلاني مېتود ولري. که خبره هنري نثر (لکه لنډه کيسه، ناول، خاطره، تکل، کالم…) ته ځي، هلته د ليکوال لاس ازاد دی هر ډول استدلال کولای شي، اما که موضوع علمي او فکري وي، هلته ليکوال ته بویه چې دارايې د منطق مېتود هم شاعرانه نه کړي.

دا موضوع هماغسې ده لکه شعر چې د يوې غير هنري مسالې د تبليغ وسيله کړل شي. مساله خو به تبليغ شي، خو شعر به شعر پاتې نه شي. د ايډيالوژيکو جريانونو هنري هڅې ځکه عالي هنري نتايج نه شي لرلای چې هغوی يوازې د وسيلې کار ترې اخلي او بس. د مارکسيستانو ايډيالوژيکه شاعري د دې يو لوی او واضح مثال دی.

په شعر کې د لزوميت تر حده دا خبره پالل ضرور دي چې مضمون او د ارايې انداز يو له بله بېل نه شي. د الفت صاحب پاسنی بیت چې په نثر وليکې، محتوا يې له چوکاټه دباندې هم نه زيانمنه کېږي او د ارايې او چوکاټ ښکلا يې هم ماته شوې نه احساسوو. که څوک يو بیت پرزه پرزه کړي، معنا دا چې وزن ور مات کړي، اهنګ ترې لرې کړي، قافیه، رديف او د وزن بڼه يې ور ړنګه کړي، خو دا خبره بیا هم د محتوا په لحاظ نه نيمګړې شي او نه يې په ښکلايز لحاظ نيمګړتیا درک کړو؛ نو دا خبره نه هنري ده او نه په هنري بڼه شوې ده، نثري مطلب دی او بايد نثر په نثر ليکل شوی وای.

که په منظوم نثرونه ليکو او هدف مو د يوې بیروني موضوع بیان او تشريح وي، لوړ هنري ارزښت نه لري. دغه راز که موږ په نثر کې شاعري کوو، د نثر د منطق وزن کمېږي او شاعرانه مضامين مو بې ځايه له ګوتو وځي. ما د ګڼو خلکو په نثرونو کې ځينې داسې مضامين ليدلي چې وايم کاشکې دا په شعر کې وړاندې شوي وای، خو شعر د کاشکې زوی نه دی.

په شلمه پېړۍ کې چې ازادې شاعرۍ ته تمايل زيات شو، له موږ سره دا مرسته کولای شي چې د الفت صاحب اکثريت نثرونه سپين شعرونه يا د سپينو شعرونو خاکې وبولو، خو په يويشتمه پېړۍ کې لا داسې فني تيوري نه ده ايجاد شوې چې ډېری شعرونو ته يې همدا رنګ توجيه وموندلای شو.

شلمه پېړۍ ياده شوه، يوه بله خبره دې هم ياده وي چې د شلمې پېړۍ په پښتو نثري ډګر کې د فکر د ايجاد او نويو فکرونو ليکوالان چې زياتې خبرې يې تر اوسه نوې پاتې دي، يو پکې الفت صاحب دی.

چا چې پښتو ادبیات لوستي وي او الفت صاحب يې نه وي لوستی، داسې ده لکه بې پېشلمي روژه چې يې نيولې وي.

1 COMMENT

  1. ډېره مننه. ډېره ښه څېړنه دې کړې ده او شوق مې جوړ شه چې د ياد ليکوال کوم کتاب و لولم. خو فکر دا دی چې په پاکستان کې به يې کوم ځای مومه. که داسې ځای درته مالوم وي نو ماته برېښناليک را واستوه. منندوی به دې وم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب