جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهرباني کهر: کابل ته مو ویلي چې امنیت مو سره کرښه ده

رباني کهر: کابل ته مو ویلي چې امنیت مو سره کرښه ده

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیره وايي، د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په زغرده ویلي چې د امنیت مسله د اسلام اباد لپاره سره کرښه ده.

د نیوز ورځپاڼې دراپور له مخې، حنا رباني کهر پرون د خپل هیواد د سناجرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، د پاکستان هدف له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو لرل دي خو پاکستان باید د ټي ټي پي د «تروریستي» اقداماتو قرباني نه شي.

دې همداراز وویل چې د افغانستان د سفر په لړ کې طالب چارواکو ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

خو له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، طالبانو له دې ژمنې سره سره چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کېږي، پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.

اصف له ‘جیو نوز’ خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په دې اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

له بلې خوا په افغانستان کې مخکېني پاکستاني سفیر منصور احمد خان په یوه مقاله کې چې عرب نیوز تازه خپره کړې، ویلي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په برخه کې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی.

منصور احمد خان ویلي په ۲۰۲۲ کال کې القاعده او داعش په افغانستان کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د تاجیک او ازبیک وسله والو تر څنګ د پاکستاني طالبانو خوځښتونه د منځنۍ اسیا پاکستان او چین لپاره د اندېښنې وړ دي.

افغان طالبانو د پاکستان ادعاوې رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان بې څښتنه هیواد نه دی چې خپله دفاع ونه کړي.

امریکا د ترهګرۍ ځپلو په پلمه پر افغانستان د پاکستان د احتمالي بریدونو ملاتړ وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب