یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان سږ کال د ۵۳ میلیون ډالرو جلغوزه بهر ته صادره کړې

افغانستان سږ کال د ۵۳ میلیون ډالرو جلغوزه بهر ته صادره کړې

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه تر ۵ زره ټنه زیاته ځلغوزه/ جلغوزه بهر ته صادره شوې ده.

د دغه وزارت له راپور سره سم، په مجموع کې افغانستان د شاوخوا ۵۳ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزه صادره کړې ده.

د سوداګرۍ وزارت د راپور له مخې، د افغانستان جلغوزه چین، پاکستان، سعودي، متحده عربي امارات، هند، ایټالیا، امریکا، کاناډا، بریتانیا، استرالیا، ترکیې، سویډن، اوکراین او بلجیم ته صادره شوې ده خو د دغه وزارت د ویندوی عبدالسلام اخوندزاده په وینا تر ټولو ډېره جلغوزه چین ته صادره شوې ده.

اخوندزاده همداراز ویلي چې کابو دوه زره ټنه جلغوزه د هوايي دهلیز او پاتې نوره د مځکې له لارې بهر ته صادره شوې ده.

د افغانستان د جلغوزې د صادراتو لار د تیر جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې هغه مهال پرانیستل شوه چې هوايي دهلیزونه جوړ شول او د حکومت له لوري د جلغوزو د صدور لپاره د الوتکې کرایې ارزانه کړل شوې. تر دې پخوا د افغانستان جلغوزه پاکستان ته په ټیټه بیه صادرېده او له هغه ځایه به د پاکستاني جلغوزې په نوم چین اونورو هیوادونو ته صادرېده.

د افغان سوداګرو په وینا سږ کال د جلغوزو حاصل ۱۱ زره ټنو ته رسیږي. سږ کال پر له پسې ورښتونو او سیلونو د جلغوزو پر حاصل منفي اغېز وکړ.

ځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید دوه برابره شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب