جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهحنا رباني: کابل سره ښې اړيکې غواړو، خو نه غواړو د TTP...

حنا رباني: کابل سره ښې اړيکې غواړو، خو نه غواړو د TTP قرباني شوو

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر د دغه هېواد په سنا کې ویلي:« د طالبانو ادارې ته مو روښانه کړې، چې زموږ امنیت، موږ ته سره کرښه ده.»

نوموړې زیاتوي، چې ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړيکې غواړي خو دا نه مني، چې ګواکې پاکستان د ټي ټي پي ډ فعاليتونو قرباني شي.

د حنا رباني کهر په وینا، کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د ادارې چارواکو ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده،‌ چې د پاکستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت او فعاليت د ادعاوو له تایید سره دلته د دوی د ادعا شوي حضور خلاف د عملياتو خبرداری ورکړی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان د دغه خبرداري ملاتړ کړی او ویلي، چې هیڅ هېواد ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو حق نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته له نیږدې سیمو په نا تایید شوو راپورونو کې پر افغان خاورې د پاکستان د احتمالي هوايي او ځمکنيو بریدونو د ترسره کیدو د چمتووالي خبر ورکړل شوی.

رسمي سرچينو دا خبر تایید یا رد کړی نه دی، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پاکستان ته د دغو بریدونو پر وړاندې د دریدو خبرداری ورکړی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ډله پټنځايونه لري او د پاکستان خلاف بریدونه ترسره کوي.

د طالبانو اداره دا تورونه بې بنسټه بولي.

د طالبانو او پاکستان ناندرۍ په داسې حال کې دي، چې يو شمېر شنونکي تحریک طالبان پاکستان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ګڼي او وايي، له دې ډلې د پښتنو سيمو د ناامنه او وروسته پاتې ساتلو تر څنګ د دوی خلاف د عملياتو په نوم نړيوالو نه مرستې او امتيازات ترلاسه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی پرون وویل، چې د پاکستان اوسنی وضعیت د دغه هېواد د خپلو پالیسیو پايله ده.

پاکستان سره د مطبوعاتي ناندريو په لړ کې، د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو لپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

پاکستان شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه هوايي بريدونه وکړل، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

ياد شوي بريدونه طالب چارواکو غندلي وو او په اړه يې د پلټنو خبر ورکړی و، خو تر اوسه د دغو پلټنو پايلې نه دي څرګندې شوي.

1 COMMENT

  1. د پنجابیانو استخباراتی مینه ختمه شوه ځکه ملی اردو،متخصصین،پوهنتونونه ویجاړ ،وسایل او رازونه کشف ،نفاق اوج ته ورسید، فضل الرحمان،ملا باقی ،ملاندیم او رئیس الوزرا او عقدوی ګروپ یی د ارذل الناس د اهدافو لپاره ښه ونڅیدل او په جاهلی تعصباتو یی د ملت او امت دښمنی هم وګټله،
    غوږونه کاڼه او سترګی ړندی وی ،ورکړ شوی نقشه یی تعقیبوله ،اوس معلوم شی چي دا پنجابی حماران خپلو جایدادو ته ورګرځی که له افغانانو سره د دفاع په صف کی دریږی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب