تاند -د فرانسې یو دیپلوماتیک چارواکی وايي، دغه هېواد په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره په تخنیکي کچې اړیکې لري، څو په فرانسه کې د هغو افغانانو د ایستلو لار هواره کړي، چې په غیرقانوني ډول په دغه هیواد کې اوسي. د فرانسې خبري اژانس «AFP» د دغه چارواکي له قوله ویلي، دا اړیکې د اروپايي هېوادونو د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له اروپايي ټولنې څخه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره لارې چارې ومومي چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
له طالبانو سره تخنیکي خبرې، خو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د تېر جولای په میاشت کې تایید کړې وه چې پاریس د هغو افغانانو د ایستلو لپاره په تخنیکي کچه اړیکې پیل کړې دي چې په فرانسه کې په ناقانونه توګه مېشت دي او د امنیتي ګواښ په توګه ارزول کېږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی و چې دغه خبرې له طالبانو سره د پاریس په دریځ کې د بدلون یا د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
فرانسه په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه خپل مخالفت هم تکراروي.
د ایستلو د بهیر پر عملي چارو تمرکز
د فرانسې او افغان چارواکو ترمنځ اړیکې تر ډېره د افغانانو د ایستلو د بهیر پر عملي او تخنیکي چارو متمرکزې دي. اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو د نشتوالي له امله د غیرقانوني افغانانو د بېرته ستنولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
فرانسې مخکې ویلي و چې د افغانانو ایستل به د دغه هېواد د نړیوالو مکلفیتونو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د درناوي، له اصولو سره سم ترسره کېږي او د هر کس دوسیه به د قانوني پروسیجرونو له مخې جلا ارزول کېږي.
د اروپا پراخې هڅې
د فرانسې دغه اقدام د اروپايي هېوادونو د هغو پراخو هڅو په لړ کې دی چې له طالبانو سره د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کوي. د تېر جون په میاشت کې اروپايي چارواکو او د طالبانو استازو په بروکسل کې هم یوه تخنیکي غونډه کړې وه چې په اروپايي هېوادونو کې د ناقانونه مېشتو افغانانو، په ځانګړي ډول د جدي جرمونو د ترسره کوونکو او د امنیتي ګواښ په توګه د پېژندل شویو کسانو، د بېرته ستنولو په اړه خبرې پکې شوې وې.
سره له دې اړیکو، اروپايي هېوادونه لا هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. فرانسه هم وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له دې ډلې سره دیپلوماتیکې اړیکې نه دي ټینګې کړې.
تر دې مخکې جرمني او څو نورو اروپايي هیوادونو د افغانانو د ایستلو په خاطر له طالبانو سره تماسونه او اړیکې ټینګې کړې وې او په مقابل کې یې طالبانو په څو سفارتونو او قونسلګریو کې خپل استازي وګونارل خو داسي نه ښکاري چې فرانسه به د افغانانو د ستنولو په وړاندې طالبانو ته د سفارت او کونسلګرۍ په کچه کوم امتیاز ورکړي.