Home+د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو درېیو کلونو د شعرونو مجموعه ده. په دې ټولګه کي ۵۵ غزلې، ۲۳ بېلابېل نظمونه، ۱۹ منظومې ژباړې، ۳۷ کیسه ییز شعرونه او ۱۱۱ څلوریزې راغلي دي.

د کتاب پیل د دغو پنځونو د څرنګوالي او شعر لیکلو سره د اړیکي په اړه د شاعر له سریزې کېږي. ښاغلی جهاني د کتاب د نامه په اړه لیکي: «د خپلي دیارلسمي شعري ټولګي لپاره مي د پیمان نوم ځکه انتخاب کړ چي زه له خپلي لومړنۍ ځوانۍ څخه د خپل عمر تر دې وروستي پړاو پوري په نظم، په نثر، په نظر او په عمل کي د خپل اولس سره پر خپله هغه ژمنه او پیمان باندي ټینګ پاته سوی یم چي زما اود مقابل لوري ترمنځ لاسلیک سوی نه دی بلکه پخپله مي په خپل ذهن کي وعده کړې او پخپله مي عملي کړې ده.»

پیمان دا مهال د نړۍ په بېلابېلو برخو کي د لولو ویبپاڼي څخه په چاپي بڼه تر لاسه کېدلای سي او په نږدې راتلونکي وخت کي به په افغانستان او پښتونخوا کي هم تر کتاب پلورنځیو ورسېږي.

دا لینک کلک کړئ

 له ورکي مېني تر پیمانه د دیارلسو شعري ټولګو د خپرولو ترڅنګ ښاغلي جهاني ۲۷ نور شعري او نثري آثار لیکلي او پنځولي دي چي ټولیز شمېر یې څلوېښتو ته رسېږي.

ډاکټر هارون حکیمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...