Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبرادر د امام ابوحنیفه پنځم نړیوال نندارتون پرانیست

برادر د امام ابوحنیفه پنځم نړیوال نندارتون پرانیست

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست.

برادر د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا نندارتون د افغانستان د اقتصادي وړتیاوو د ښودلو، د کورني تولید د ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له سیمې سره د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت دی.

هغه وویل، د افغانستان کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات، په ځانګړي ډول تازه او وچې مېوې، کولی شي له سیمې سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغان محصولاتو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو په موندلو کې مهم رول ولري.

برادر زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د تولید په برخه کې د نسبي او مطلقو برتريو پر اصل ولاړې دي او هر هېواد په ځینو توکو کې د تولید ځانګړې وړتیاوې لري چې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت سره له دې چې محدود امکانات لري د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د بیا رغولو لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې یې د نیمګړو پروژو د بشپړولو ترڅنګ د اقتصادي ودې او پراختیا نوې چارې هم پیل کړې دي.

برادر د واخان د اقتصادي او سوداګریزې لارې پرانیستل هم مهم وبلل او ویې ویل چې دغه لاره به د افغانستان د سیمه‌ییز ترانزیت او سوداګرۍ رول پیاوړی کړي. د هغه په وینا، د دې لارې له بشپړې پراختیا سره به افغانستان د چین او اروپايي بازارونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په یوه مهم مرکز بدل شي.

هغه زیاته کړه چې د دې لارې په اوږدو کې به په تدریجي ډول زیربناوې هم جوړې شي او افغانستان به له دې لارې د ترانزیت عواید ترلاسه کړي.

برادر وویل، د سیمه‌ییزې نښلونې د پیاوړتیا هڅې یې د دې لپاره دي چې د افغانستان پولې له امنیتي ګواښونو سره د تړلو سیمو پر ځای د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر مرکزونو بدلې شي.

له بلې خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له بهرنیو پانګه‌والو وغوښتل چې په افغانستان کې د دواړو لورو په ګټه پانګونه وکړي. هغه وویل، اسلامي امارت به په راتلونکې کې د افغانستان د کانونو د اومو محصولاتو صادراتو ته اجازه ورنه کړي.

په دغه اووه ورځني نندارتون کې سلګونه افغان او بهرني شرکتونه ګډون لري او شاوخوا ۶۰۰ غرفې پکې جوړې شوې دي. په غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ساختماني مواد، لاسي صنایع، غالۍ، پلاستیکي او اوسپنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...