تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ ادارې د سپټمبر په ۸مه ویلي و چې د ماینپاکۍ د پروګرامونو کاري ځواک د ۲۰۱۱ کال پرتله ۹۲،۳ سلنه کم شوی او اوس یوازې شاوخوا ۱۱۴۵ کسان په دې برخه کې کار کوي.
اوچا وايي، د ماینپاکۍ او ناچاوده مهماتو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره سږ کال ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۴،۳ میلیون ډالر برابر شوي دي. د بودجې دې کمښت د ماینپاکۍ او د ناچاوده مهماتو د شنډولو چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
اوچا د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، په کندهار کې د یوه ناچاوده توغندي د شنډولو بهیر په اړه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د افغانانو لپاره ورځنی او پټ ګواښ دی.
په ویډیو کې د اوچا د افغانستان د اړیکو مسوولې اولګا چریفکو ویلي، د هغې د حضور پر مهال د چټک غبرګون یوه ډله د یوه داسې ناچاوده توغندي د شنډولو په حال کې وه چې د ۱۹۸۰مو کلونو له جګړو راهیسې په ځمکه کې پاتې و او یوازې دوه ورځې مخکې د سیمې یوه اوسېدونکي موندلی و.
چریفکو وايي، د چټک غبرګون ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي، ناچاوده مهمات پېژني، خوندي ځای ته یې لېږدوي او له منځه یې وړي؛ خو د بودجې د کمښت له امله ډېری سیمې لا هم له داسې پټو ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د ناچاوده مهماتو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانګالو هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۵ کال کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو منځنۍ میاشتنۍ مرګژوبله شاوخوا ۴۰ کسانو ته رسېدله او نژدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ ادارې په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې له ۱۳،۳ میلیونو ډېر ناچاوده چاودېدونکي توکي، شاوخوا ۷۶۱ زره پرسونل ضد ماینونه او له ۳۴ زره ډېر د موټرو ضد ماینونه له منځه وړل شوي دي. سره له دې، لا هم شاوخوا ۴۸۴۳ پېژندل شوې خطرناکې سیمې، چې کابو ۱۰۷۰ کیلومتره مربع ځمکه پوښي، پاتې دي او شاوخوا ۱۵۶۵ ټولنې ګواښي.
د ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپور کې هم ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو ګواښ په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي دی. د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۷۵ کسان د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي وو، چې ۷۵ سلنه یې ماشومان وو.
اوچا ټینګار کړی چې د ماینپاکۍ لپاره دوامدار مالي ملاتړ د کروندګرو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو د ژوند ژغورلو او د لا ډېرو مرګژوبلو د مخنیوي لپاره اړین دی.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله لا هم ماینونه او ناچاوده مهمات په کروندو، کلیو، سړکونو او د خلکو د اوسېدو سیمو ته څېرمه پاتې دي او هر کال د لسګونو کسانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند اخلي یا یې ټپي کوي.