د هلک په مخ خولې را ماتې وي، ژر ژر یې پزه کشوله، له اوږې یې په وړوکي څادر کې را غوټه شوې ښیځي د کوټې په غولي باندې وغورځولي، چې ورسره په کوټه کې د لمرپه را لویدلې وړانګه کې په لکونو ذرې تاوو راتاوو شوې. د ده ور پام شو خو پروايي ونکړه. په مخامخ رفک کې یې په ایښي دسترخوان ور منډه کړه، نری خو نرم پاستی یې د نورو پاستو له منځه ور کش کړ. یو غمبری یې ډډ شو، ژر ژر يي ګوله ژودوله. په کنج کې ولاړ بالښت یې ور ړنګ کړ او د پاسه ورباندې کینوست. د وره غنګ شو، د اوږده کمیس ښځه کوټې ته را ننوته، په ټیټ غږ یې وویل: راغلي؟
ـ هو نو یاتې خو به راتلم، تر ټولو هلکانو او نجونې د ما غوټه غټه وه.
– ستړی هم مه شی!
– خیر یوسې. څه شي دي پاخه کړې؟
ـ په کور کې غوړه ګوته نه وه. یولس دانې هګۍ مې ټولې کړې وي، د نورا دکان ته ورغلم ما ویل په هغوو به یوه خلطه غوړې راوړم. خو نورا نه و. لورکۍ یې راته وو ویل: رباط ته تللی دی د دکان له پاره سودا راوړې. یاتې بیرته راغلم.
– ادې یوه خبره درته وکم!
– هو زوی ګله! یوه نه لس خو راته وکړه.
– له دې نورا؛ خو سودا مه راوئ ځکه دی هګۍ ارزانه غواړې او سودا بیا راباندې ګرانه خرڅوي.
ـ نو څنګه وکړم، که یې ارزانه اخلي او که یې ګرانه، نو چاره څه ده. اوس خو ورته اړ یوو. بیا دې هم الله خیر ورکړې چې په خپل کلي کې خو یې راته دکان جوړ کړی دی.
ـ ادې! پشي د خدای د پاره موږک نه نیسي.
– وۍ زویه! زه خواره نو څه ووایم.
هلک د پاستي بله څنډه ور پرې کړه او ښه یې وچرموړله، ژامې یې ژر، ژر ښورولي. له دریڅي نه یې د باندې وکتل، تک شین اسمان باندې یې سترګې ولګیدې. ورو یې وویل: ډیر ستړی شوم. پورته د سورکۍ غونډۍ سرته وختمه، نور هلکان چې ترڅو را رسیدل ما بیا خپل کار وکړ.
ـ وۍ زویه! د سورکۍ غونډۍ سرته مه خیژه، هم جګه ده او هم کلیوال وايي چې لا هم شوپرک ماینونه په کې پاته دي پروسږ کال هم د شوبرات یوه وزه ورباندې ختلي وه، ایله تر چړې ورغله.
ښځي غوښتل ورته ووایي چې مشر ورور دي هم څوکاله پخوا د ځیږه کمر په خوا کې په همدې ماین باندې والوت، خو زړه کې يي ویره خوره شوه او غلي شوه.
– ادې نو هالته د لمر خواته ډډه کې ښه پیاز، ښیځي او پښۍ ولاړې دي. دا خوا خو یې سیوري ته ده، لا ډیر څه هغومره نه دي غټ شوې.
ـ زوی ګله! چې هر څه وي خو هغې خواته مه ورځه.
– له ما سره خو د تا او لالا غم و. ما ویل سبا هسي هم روژه ده چې ښیځي درته راوړم، کنې پیسمی او روژه ماتی به په څه شي باندې کوئ؟ له دې سره په بیړه د باندې ووت.
ښځي هیڅ هم ونه ویل، د پلو په پیڅکه یې په اننګیو را لویدلي دوه څاڅکې اوښکې وچې کړي.
دا به ښېځې وي نه ښیځي .