Homeخبرونهد ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر د لس کلن تړون...

د ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر د لس کلن تړون اعلان

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې تهران او ډیلي د چابهار بندر لپاره د همکارۍ ۱۰ کلنه موافقه لاسلیک کړې او دواړه هېوادونه د دې همکارۍ پر دوام ټینګار کوي.

عباس عراقچي وویل، هند به له امریکا سره مشوره وکړي، څو د چابهار بندر د معافیتونو د دوام امکان وسنجوي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې په وروستیو ورځو کې وویل چې د امریکا له بندیزونو څخه د ایران چابهار بندر د معافیت به پای ته ورسوي.

د امریکا مخکینیو حکومتونو د افغانستان له جمهوري حکومت سره د مرستې په خاطر د ایران چابهار بندر د امریکا له بندیزونو استثنا کړی و.

د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر چابهار بندر د ایران لپاره مهم وباله او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او هند په دې بندر کې د همکاریو د دوام لیوالتیا لري.

هغه زیاته کړه:
«چابهار د هند سمندر ته یو مهم بندر دی، چې ایران او هند سره نښلوي.»

د روان کال د ثور په ۲۴مه، ایران او هند د چابهار بندر د پراختیا او مدیریت لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ.

دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د دې اوږدمهاله تړون موخه د سیمه‌ییزو اړیکو پراختیا او سوداګري اسانتیاوې دي، په ځانګړې ډول د هند، ایران او افغانستان ترمنځ.

د بندر د معافیتونو د لغوه کېدو امکان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر د معافیتونو په اړه وویل:
«موږ پوهېږو چې هندي چارواکي له امریکایانو سره مشوره کوي، نو دوی ته ازادي ورکوو چې خپله پرېکړه وکړي.»

د امریکا د بندیزونو له امله، هند د واشنګټن له اجازې پرته د ایران په لویو پراختیايي پروژو کې برخه نه شي اخیستلی.

د هندۍ ورځپاڼې “ټایمز آف انډیا” د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې، چې د ایران د بندیزونو معافیتونه، په ځانګړې توګه د چابهار بندر په تړاو، یا تعدیل کړي او یا یې لغوه کړي.

چابهار د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

هند د چابهار بندر افغانستان ته د تجارتي توکو د لېږد او له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره مهم ګڼي.

دا بندر د افغانستان لپاره په دې خاطر ډېر مهم دی چې د پاکستان پر بې باوره ترانزیتي او بندري لارو یې اتکا کمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...