جمعه, مې 3, 2024
Home+د غم ناوې په ناول کې د داستانې عناصرو شننه

د غم ناوې په ناول کې د داستانې عناصرو شننه

کیسه، پلاټ، کرکټرایزیشن، منظرکشي، تلوسه او ډیالوګ

لیکنه: سمیع الله «ارمان»

د غم ناوې ناول اغلې روقیه سلطانې په ۱۰۸ مخه کې لیکلي.

۱- کیسه!

– کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، ځکه همدا کیسه ده چې په لوستونکو څو سوه مخه کتاب په تلوسي لولي او خوند ورڅخه اخلي.

– په ناول کې د کیسې د لید یا بیان زاویه دریم شخص (دریم ګړي) دي

د ناول کیسه داسي ده.

د ناول مرکزي کرکټر “صنم” نومیږي چې په یوه بیوزله کورنۍ کې پیدا شوي وې، پلار یې د نورو خلکو مزدوري او دهقاني کوي ، خپل اولادونو ته د ژوند سهولتونه برابر کړي وي صنم او د ده ورور(تقدیر) ښونځي ته لیږي، صنم لا شپږ کلن وي چې مور یې د زړه د ورپیښي ناروغي له امله مړه شي، د زړګي ماما مسؤلیت دوه چنده شي خپلو اولادنو لپاره پلار او هم مور شي. صنم له ښوونځي څخه د خلاصیدو وروسته د کانکور له لارې د کابل اقتصاد پوهنځي ته بریالي شي. پوهنتون ته د کامیاب بېدو وروسته په کابل کې یو ارزان بیه کور په کرایه کوي،  زړګې ماما هم د مزدورۍ په پیسو خپل شپي او ورځي تیروي، صنم هم د وخت په تیریدو سره د ټولګي ممتاز زده کوونکي شي ، د محصیلینو تر څنګ ځینو استادانو  په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ورته د میني وړاندیزونه کوي، خو صنم  ټول ردوي.

د دوې په صنف کې اته دیرش هلکان او څلور انجونې وې، د دوې په منځ کې یو د سنګین په نامه ځوان وي دی یو با استعداد اوخاموشه هلک وي، صنم هم د پوهنتون په دویم کال د پوهنځي په سطحه عمومي اول نمره اعلان شي.

د وخت په تیریدو سره سنګین په صنم میین کیږي سنګین د صنم د ملګرې سلګې په مرسته د هغه په بیک کې د مینې لیک کیږدي  بله ورځ صنم د کتاب پاڼې د کوم عنوان د پیدا کولو په لټون  واړوي چې د سنګین د میني لیک وګورې د هر لفظ په لوستلو حیرانه شي او وژاړې.

 ورځي تیریږي صنم هم په سنګین زړه بایلي، بل خوا بیا تقدیر خپل نوي ملګرې پیدا کړي وي چې ان ځیني شپي د یوسف نومې ملګرې په کور کې تیراوي تقدیر ډېر ښه هلک وي خو وروسته په کور کې به په نه خبره غوسه شي او صنم ته وایې چې د یوسف خور راته وکړي.

بله روځ چې صنم له پوهنتونه د کور په طرف روان وي چې د کور مخې ته ډلې ډلې هلکان ولاړ وي،  وروسته چې خبریږي تقدیر؛  یوسف د خور په خاطر په ډزو ویشتي وي او د خپل ګاونډي په مرسته جلال اباد ته تښتیدلي وي. ثمر ګل چې د یوسف پلار وي ډېر جنجالي سړی وي، په اوله کې خو به وایل چې د ویني په بدل کې وینه غواړو څو ورځي وروسته بیا مشرانو جرګې وکړي له زاریو وروسته ثمرګل دیرش لکه افغانۍ د صنم دوی پلارنۍ کور او بدبخته صنم په بدو کې غواړې، د صنم پلار چې ډېر بیوزله سړی دی. د کلی ملک او مشران بیا په جرګه ورځي  او په ډیرو زاریو باندې دیرش لکه افغانۍ پرې معاف کوي او فیصله په دی کیږي چې صنم به د پښتــــنـو په دستور په بدو کې ورکوي.

د کلي ملک او نور مشران په دی باندی ټینګار کوي چې ستا عمر خو زیات دی، صنم دی خپل یو زوی ته په نکاح کړه، خو ثمرګل قسم کړي وي چې ځانته به یی په نکاح کوم په بله ورځ د ثمرګل مشره ښځه زرینې راځي او صنم له ځان سره جلال اباد ته وړې، دلته له صمنه پلار، د پوهنتون ملګرې، سنګین هر څه پاتې کیږي تقدیر هم په پټه ایران ته تښتیدلي وي هلته نو بیا زرینې په صنم باندي روغ کور زندان جوړ کړی وي، د انسان په سترګه ورته  نه کتل کېږي ولي؛ چې دی د یو قاتل خور وې د ورور ټول کسات له دی بیچاره څخه اخیستل کېږي، څه وخت د صنم پلار هم د مریضی له امله مړ کېږي او د مرګ بد خبر یی صنم ته ورسیږي. د میړه په کور کې غمونه کم وې چې د پلار د مرګ خبر یی هم واورې نو بیخي په غمونو کې ډوبه شي له تقدیره هم دومره خبر وې چې د برق په کوم شرکت کې کار کوي.

چې کله پوهنتون شروع کېږي نو بیا د پوهنځي په سطحه د اول نمرګانو په غونډه کې سنګین څو ځله د صنم نوم اخلي خو صنم هلته نه وي او د پوهنتونه لرې په یو داسي کور کې اوسیږي چې نوم یی کور وې خو ده ته بیا له زندانه هم بدتره وې.

د پوهنځي ریٔس د صنم له نږدی ملګری پوښتنه کوي چې صنم چیرته دی ده ټوله کیسه ورته له اوله تر اخیره بیان کړي. د صنم میین سنګین چې دا خبره واورې نو له بدن نه یی شمیه لاړه شي او اندامونو یې لرزه شروع کړي اوس نو د ټولګیوالو پرته ښوونکی او د پوهنځی ریٔس هم خبر شوی وو چې صنم او سنګین په یو بل میین وې. د سنګین زړه هم له پوهنتونه تور  شې، نور نو سنګین ټوله ورځ شپیلی غږوي، صنم د خاوند په کور کې د ورځي کار او د شپې لتې خورې، یوه ورځ چې صنم کتغ پوخ کړي وې نو زریني په پټه د صنم کتغ کې مالګه اچولي وې او کله چې ثمرګل وخوري نو صنم ته په غوسه شي او په غوسه کې پرې د اوبو ډک ګیلاس ګوزا  وکړي د صنم په تندي ولږیږي  او د صنم تندي  ویني شي صنم د خاوند په کور کې هر څه په پټه خوله په ځان تیر کړي، وروسته بیا دا مور کېږي او د زیږون په وخت کې چې کله د ده ماشوم پیدا شې نو دا بیا هملته مړه شي.

۲ـ پلاټ!

– د ناول لومړۍ ثبوت د پلاټ سم ترتیب دی. ښه پلاټ د ښه ناول ځانګړنه ده چې دا کار اغلې روقیه سلطانې په پوره مهارت سره کړي.

– دلته ټولي پیښې منطقي راوړل شوي دي.

– څانګې چې د کوټې له کړکۍ د صنم لانده کالي، بي واره منډې او ریږدیدل ولیدل نو په زړه کې یې رحم پیدا شو، سپکه را جګه شوه، خو چې بیرون را ووتله زرینه یې مخې ته راغله، وې پوښتله چیرته ځې باران دی او یخه سیلۍ هم ده، هسې نه ناروغه شې؟

څانګې ځواب ورکړ، ادې صنم سره به کومک شم سخت باران دی، ټوله یې لمده کړه.

زرینې ورته په قهر سره ورغبرګه کړه، په تا څه شوې دي ها؟ د ورور هغه د ګل په شان ځوانې دي دومره ژر هېره شوه؟

یا د پلاټ کمزوري په دې ځای کې چې:

تقدیر چې د اول نه تر اخیر یو ښه هلک وې څنګه په څو ورځو کې داسې بدل شې چې خپل یو ښه ملګری د خور په سر وژنې، چې وروسته بیا صنم په بدو کې ورکوي دلته باید د وژولو لپاره مخکې له مخکې یو څو منطقي دلیلونه شتون درلودلي؟

۳- تلوسه!

تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې خپلې پوښتنې ځواب و مومي.

د ناول لومړۍ صفحه:

الف- صنم د حویلۍ په کونج کې په خټین نغري بل شوي اور ته لاس تر زنې ناسته وه، زړه او ذهن دواړه یې د خپلو زرینو خیالونو په نړۍ کې ورک وو، لکه هغه رښتیا د خپل نامه په اصلي مانا یو ښکلي بت وي، خو داسي بت چې لمانځونکی نه لري، حتی پخپله هم ځان نه ستایي. ډېره شېبه همداسې غلي وه، اخیر په بوت کې ساه وچلیده، د زرینې د پښو ښکالو یې د فکرونو لړۍ پرې کړه.

ب-  صنم څوک ده؟ ولې خپه ده؟ ولې داسې سوچونه کوي؟ زرینې څوک دی؟ چې په راتګ یې د صنم د فکرونو لړۍ شلیږي، همدغه تلوسه ده چې چې ناول درباندې تر اخیره لولي چې ستا ټولي پوښتنې ځواب شي.

۴ـ کرکټر

په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوي انسان، حیوان یا بل کوم شی دی چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو برخمن وي او له همدي خصوصیاتو سره په داستانې ژانر کې راڅرګندیږي.

د ناول کرکټرونه:

  • مرکزي کرکټر: «صنم» نومیږي چې ټول ناول په باندې را څرخې.
  • متخاصم کرکټرونه: [زرینې او ثمرګل] نومیږې چې د مرکزي کرکټر د ارمانونو او هدفونو خنډ وي.
  • نمونه کرکټر: «زړګي ماما» چې مزدور او دهقان دی، چې د ټیټي طبقي استازي توب کوي.
  • په ناول کې د کرکټر اړخونه: جسمي، ټولنیز او رواني اړخونه
  • د کرکټر جسمي اړخ: د صنم لوړ قد، بادامې غټې سترګې، تور اوږده باڼه، سپوږمۍ ته ورته سپین او ګرد مخ، مرمرینه غاړه او نوي غوټې ته ورته سرې او نازکه شونډي یې توجو جلبونکې وې.
  • د کرکټرټولنیز اړخ: د پوهنځي ریٔس وویل؛ ستاسو یو ټولګيوال له جلال آباده راغلي او دا دوه ورځي وشوي چې پوهنتون ته راځي، لومړۍ ورځ خو یې ټولګي نه وو پیدا کړي او چې دویمه ورځ راغله لږ ستونزه ورته پیدا وه، نن راغلي خو درسونه ترې تیر شوې تاسې ټول ورسره همکاري وکړي، ټول نوټونه ورسره شریک کړي، او هو لږ پرې پام کوي دلته نا بلده ده.
  • د کرکټر روانې اړخ: صنم هم د ستړیا احساس کاوه، ستوماني یې وویسته او د خپلي کوټې په لور لاړه په خپل ځای کې اوږد وغځېده، د ماښام تیاره په مزه مزه خپله واکمني پیلوله، ناڅاپه یې په وجود کې دردونه حس کړل، ګومان یې وکړ چې د نورو ورځو په څیر د ستړیا له وجي وي، ساعت تېر شو خو د صنم د دردونو حس لاپسې زیاتیدل.

۵-  صحنه

هر داستان د صحنو ټولګه وي. که یو داستان له دیوال سره تشبه کړو، نو صحنه له هغو خښتو سره تشبه کولاي شو چې همدا دیوال ورنه رغیدلي دی.

  • په داستان کې صحنې په دریو ډولونو ده. طبیعي، د ټولنيز ژوند او حیالي صحنې.
  • په ناول کې د طبیعي صحنې بیلګه:
  • یو ځل بیا د نورو ورځو په څېر سهار شو، رڼا د شپې لمن په درناوې ورټوله کړه، د لمر لومړیو روښانه وړانګو د یخ شوي ګلاب له پاڼو د شپې د ورکړي ډالۍ څاڅکې بیرته په ځان کې وپییل او د هوا د غاړې هار ترې جوړ کړي. د شپې ساړه وهلي پاڼې لا هم په شبنم لمدي وي. لکه یو میین چې د خپل محبوب د بیلتون اوږد ویر په ژړا لمانځلي وي .

۶– ډیالوګ

ډیالوګ د کرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کېږي، یا به له ځان سره غږیږي یا له نورو سره.

په ناول کې د ډیالوګ بیلګه:

عمر کاکا ته ولې غلی یې ووایه څه شوي؟ پلار او ورور مې چیري دي؟

د صنم بي واره چیغې مې د پلار فکر او حواس راټول کړل او وویل، صنم لورې هغه تقدیر؛ صنم تقدیر یې کوم ملګري سره جنګ کړی او……

صنم دا ځل داسي حالات کې و پوښتل چې وجود کې یې بلکل شیمه نه وه. کاکا ووایه هیله کوم، پلار مې په اوښلنو سترګو وویل.

تقدیر خپل کوم ملګري وژلې.

1 COMMENT

  1. دا څه یو بد تریخ داستان وه هو کله داسی فکر کووم چی دابه رښتیا وی او که دروغ
    هو په رښتیا دردونکی داستان دی ما به لوستلو تایم کی ژړل ماویل لکه څوک یی چی رانه رښتیا تصویروی
    داسی تریخ مه لیکه اغل روقیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب