یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهننګرهار نن د غازي امان الله خان د کورني کرکټ کوربه دی

ننګرهار نن د غازي امان الله خان د کورني کرکټ کوربه دی

تاند:( یکشنبه، د میزان ۷مه) د غازي امان الله خان لېست A سیالیو شپږم پړاو د پنځو زونونو تر منځ نن یکشنبه د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.

د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی وایي، دغه سیالۍ، چې د سپین غر، بست، امو، مس عینک او بند امیر زونونو ترمنځ تر سره کېږي، هره لوبډله به پکې له بلې لوبډلې سره دوه- دوه سیالۍ ترسره کړي.

د نوموړي په خبره، د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي، چې هېواد کې شتون لري او نړیوال جام کې نه دي مصروف، په دې سیالیو کې به ولوبېږي او ټولې ۲۱ سیالۍ به پر یاد لوبغالي ترسره او په ژوندۍ بڼه هم نشر شي.

د دې سیالیو تر پیل وړاندې د ټولو لوبډلو لوبډلمشرانو خبري کنفرانس کې وویل، چې لوبغاړي یې دغو سیالیو ته بشپړ چمتو او ښې سیالۍ به ترسره کړي.

دا لومړی ځل دی، چې د کورني کرکټ سترې غازي امان الله خان لېست A سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کېږي.

1 COMMENT

  1. داعش (پاکستان) هم تیاری نیولی چی امنیتی ستونځه رامنځ ته کړی حد اقل یو ځانمرګی او یا یو بل رقم انفجار به هم دی لوبو سره ملګری وی. بناآ احتیاط کوی. نوره مو خپله خوښه ما خو خبر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب