موږ له وطنه لیری لوېدلو خلکو ته د افغانستان خبرونو د قبر د حالاتو شکل غوره کړی دی. هر څوک هر څه وایی. یو وايی خیراوخیریت دی. هر څه سم روان دي او هغه بل وايی وطن نه دی، سم دوږخ دی. خدای دي مسلمان په امان لري.
دا چي ځوان مطیع الله ویسا له ۲۵۱ ورځو بند ګاللو څخه وروسته، چي خدای خبر دی څه حالات به یې لیدلي وي، له زندان څخه خوشي سوی دی دا ډېر ښه خبر دی. مګر دا یو مطیع الله ویسا دی چي موږ به یې له بنده په خوشي کېدلو خوشالي کوو؟ په هغه وطن کي څونه نور ژورنالیستان او ځوانان تهدید سوي او د حکومت ښځینه او نارینه مخالفین او د پخواني رژیم کارکونکي په مرموز شکل وژل سوي او د بندیخانو شومه سوي نه دي؟
دا خو ښه خبره ده چي د حکومتي او شخصي مځکو غاصب او د بېګناه انسانانو قاتل مولوي تره خېل بندي سوی او حساب کتاب ته بلل سوی دی. مګر په وطن کي دا یو تره خېل دی چي مځکي یې غصب کړي او حساب کتاب ته بلل سوی دی؟ هلته په زرهاوو نور جنایتکاران سرې سترګي نه ګرځي او حتی د الله ګل مجاهد په څېر معلوم الحال جنایتکاران او د خلکو د جایدادونو غاصبین به عزت او احترام وطن ته بلل سوي نه دي او په هوايی ډګر کي طالبانو تود هرکلی ورته ویلی نه دی؟
له هیواد څخه په لس ګونو اوحتی په سل ګونو زره ځوانان په تېښته کي نه دي؟ هغوی ځانونه د مرګ خولې ته ورکوي؛ هغوی د ایرانیانو او پاکستانیانو توهینونه او سپکاوی پر ځانونو باندي مني مګر له هیواده تښتي. ولي؟
زه ستاسي سر ډېر نه خوږوم. همدا نن مي له کندهار څخه د یوه ځوان پیغام ترلاسه کړی دی او غواړم ټکي په ټکي یې ستاسي سره شریک کړم او بیا نو قضاوت تاسي ته پر ېږدم. زه د دې ځوان نوم ځکه نه سم اخیستلای چي که یې نوم ولیکم نو ګواکي په لوی لاس یې د مرګ خولې ته ورکوم. دې ځوان د یوه فرهنګي او علمي کار د پیل کولو لپاره زما څخه ، د یوه سپین ږیري په حیث، مشو ره غوښتې ده:
« السلام علیکم. استاد محترم جوړ په خیر. صحت دي ښه دی؟ خدای دي وکړي ټول کارونه په خیر وي او ته صحتمند یې. ( وروسته یې خپل ځان معرفی کړی دی؛ چي زه یې نوم نه یادوم) استاد محترم تاته خو بهتره معلومه ده چي په وطن په تېره بیا کندهار کي حالت داسي دی لکه سړی چي د زومبیانو( له قبرونو څخه د را پاڅېدلو مړو وحشتناکي صحنې) فیلم ګورې. خلک په کورونو کی داسي پټ دي لکه د مرض څخه چي بیریږي چي هسي نه دوی هم په اخته نه سي او د کندهار اوضاع کټ مټ همداسي ده. ځیني تعلیم یافته کورنۍ چي اوس هم په کندهار کي ژوند کوي بس له کوره تر کاره پوري ځي راځي. وطن ته داسي خلک راغلي دي چي سړی یې بیخي تصور نه سی کولای چي یو وخت به په دې ښار کي علامه حبیبي او علامه رشاد او نور مفکرین اوسېدلي وي. په هر صورت هغه خبري نوري دي او ډیري دي. استاد محترم له بېکارۍ او بې مضمونۍ څخه مي د دغه کتاب ( تصویر یې په ټلفون کي را لېږلی دی) ترجمې ته مخه کړې ده….. »
دې ځوان، چي زه یې طبعاً نه پېژنم، زما څخه د کتاب د ترجمه کولو په باره کي مشوره غوښتې وه او ما ورته ولیکل چی دا کتاب تر اوسه پوري په افغانستان کي ترجمه سوی نه دی او زه یقین لرم چي د ډیورند د کرښی په هاخوا به هم ترجمه سوی نه وي. کتاب ډېر ګټور دی او تاته دي خدای برکت په نصیب کړي.
د دې ځوان د لیک یوه برخه مي ځکه کټ مټ درته رانقل کړه چي تاسي په وطن کي د ځوانانو او په تېره بیا فرهنګیانو او تعلیم یافته کسانو د ژوند په باره کي تصور وکړای سی. اوس به نو سړی، د عمر توخي په اصطلاح، یوازي د قوش تېپې د کانال په خبرونو خوله خوږوي او تر قیامته به شخوند ورباندي وهي.
پوره دوه کاله کیږي چي طالبان د کندهار کابل د مهمي لاري د جوړولو نغارې وهي. څه موده مخکی یې وویل چي پر هغه سړک باندي په شپږو برخو کي کار شروع دی. زما په څېر له هیواده لیري پراته خلک فکر کوي چي په دې ترتیب به ټول سړکونه جوړ سوي وي. ما پرون د خپل یوه ناروغ دوست سره، خدای تعالی دي صحت ورکړي، په ټلفون کي خبري کولې چي دوې ورځي مخکی له کابل څخه تر کندهار پوري په یوه شخصي او تکړه موټر کي په څه باندي ۱۲ ساعته کي رسېدلی وو. دا هغه سړک وو چي شخصي موټرونه په څلورساعته کي له کابل څخه کندهار ته رسېدل. زما دوست راته وویل چي په ټوله لار کي له لس هاوو ورانو سویو پلچکونو څخه یو هم نه وو ترمیم سوی.
ټول کارونه د مرچو له قراره واخلی. زه ګومان نه کوم چي له هیچا سره به داشک وي چي ما یا عمر توخی یا کوم بل افغان د وطن دښمنان وبولي. موږ هم د دې وطن بچیان یو او د نورو په څېر مو زړونه ورباندي خوږیږي. زه شخصاً له طالبانو سره هیڅ ډول شخصي عداوت او دښمني نه لرم او نه مي عمر او صحت د سیاست تقاضا کوي. د بل هر دردمن افغان په څېر مي د پخوا په شان زړه ورباندي خوږیږي او په غم یې غمجن یم.
ما چي د دعوت د درې میاشتنی خپروني د جنوري او مارچ په میاشتو کي د محترم ډاکټر صاحب محمدعثمان تره کي، مرکې او یو کتاب خبرو ته اشاره کړې وه اوس هم د هغې مرکې لوستلو ته خپل وطنداران را بولم. هغه ډېرو ښو واقعیتونو ته ډېره عالمانه او بېطرفانه ااشاره کړې ده په لوستلو او غور کولو ارزي. نور نوسړی څه ووايي؟
محترم جهاني صیب!
الله تعالیَ مو په ژوند برکتونه کیده او تاسو او ستاسو کورنۍ دی رب العالمین په خپل حفاظت کې وساتي.
بی له شکه چی ریښتیا ویل ترخه دي خو تاسو همیشه د حق او ریښتینولۍ په لارګامزن یاست.
په هغه هیواد کې چی عدالت او قانون وجود و نه لري او د ولس بنیادي حقونه په ډیري بی باکۍ او بی رحمۍ هره ورځ د یوې ډلې له خوا په یو او بل نوم د خپو لاندی کیږي دداسي ټولنې د واکدارانو نه د پرمختګ او انسانیت تمه لرل خپل ځان تیریستل دي.
وايی یو بادار خپل یو غلام ته خولۍ رانیولې وه. څه وخت روسته غلام د خپل بادار له ناکردو په تنګ راغلې و او ورته يی ویلي وو چی نور می په بل چا خرڅ کړه چی ساسره می نوره ګزاره نه کیږي. بادار يی ورته ویلي وو چی ولی خولۍ دی نشته، په سر سرتور يی او بیا بیا يی ورته یادوله.
نو تالبان هم ولس ته یوازی د قوشتیپي د کانان سروکې په هر مجلس کې زمزمه کوي.
خو دولس بده ورځ او دربدري چی ددوۍ د ظلم او جبر په نتیجه کې په خلکو تحمیل شوی ده نه ویني ځکه چی تالبي ملایان په خیټو او خوټو ماړه ګرځي او خوار افغان ورته ددوۍ په اسطلاح غلام، مرتد او څومره نوري ټاپي ورباندی لګوي چی قلم يی له لیکلو عاجزه پاتي شی. او دا یوازی ددې لپاره چی خپلی ګټي خوندي وساتی او خوار افغان نه د سپوڼ کولو حق هم واخلي.
له بده مرغه زمونږ عام ولس د علم او پوهي په وسلې سمبال ندی چی د حق او باطل توپیر وکړي او د تالبی ملایانو شومي موخي چی خپلو شیطاني، غیري اسلامي او غیري انساني کړنو ته چی ددین پوستکي يی اغوستلی وپیژني او ددوۍ په اوږدو ږیرو، لویو پګړیو او سپینو جامو غلط نشي.
تر هغه پورې چی افغان ولس راویښ او بیدار نشي ددې دنیاوي خدایانو په خپوکې به همیشه نظرانه او قرباني کیږي.