پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د ګـوَري ژبې د الفباوو بهیر ته کتنه

د ګـوَري ژبې د الفباوو بهیر ته کتنه

څېړندوی شریف الله سانين

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی

لنډيز

الفباء د یوې ژبې د ټولو غږونو د سمبولونو او تورو یا ګرافیمونو هغه مجموعي ته ویل کېږي چې ژبه له غږیزې او شفاهي بڼې څخه په لیکلي او تحریري بڼه وړاندې کوي او ګټه اخیستنه یې عاموي.

ګوَري ژبې د خپلې رسمي الفباء له جوړېدو څخه وړاندې د خپل لیکني نظام په بهیر کې بېلابېلې الفباوې درلودې چې په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان او پښتونخوا کې جوړې شوې دي. په افغانستان کې ګوَري ژبې د رسمي الفباء له جوړېدو څخه وړاندې یوه معموله الفباء درلوده چې د رسمي الفباء تر جوړېدو پورې معمول او کارول کېده او د پښتونخوا د چترال د ګوَریانو له لوري هم د ګوَري ژبې د لیکلو لپاره ځينې الفباوې جوړې شوي دي چې له همدې الفباوو څخه وروستۍ جوړه شوې الفباء چې پر ۲۰۱۶م.کال د (ګوَرباتي ا، ب) تر سرلیک لاندې ځانګړي اثر کې چاپ شوې، تر اوسه د یوې منل شوي الفباء په توګه معمول او کارول کېږي.

د ګوَري رسمي الفباء د افغانستان د علومو اکادمي له لوري د علمي اصولو او معیارونو په نظر کې نیولو سره د مسلکي پوهانو له لوري جوړه شوي ده چې د امکان تر بریده یې د هر فونیم لپاره ځانګړی ګرافیم وضع شوی دی چې په نِسبي ډول یوه علمي او معیاري الفباء بلل کېږي. په دې لیکنه کې د ګوَري ژبې پر بېلابېلو الفباوو او شته ستونزو او نیمګرتیاوو بحث او خبرې شوې دي.

سریزه

د ګوَري ژبې لیکنی بهیر د څو لسیزو را په دې خوا پیلېږي چې د دې ژبې د لیکني بهیر له پیل څخه تر دې دمه د دې ژبې لپاره بېلابېلې الفباوې جوړې شوې دي، که څه هم د دې ژبې په مخکینیو الفباوو کې ستونزې او نیکمړتیاوې موجودې وې، ځکه هره لومړنۍ هڅه او کار له نیمګرتیاوو خالي نه وي چې پر همدې بنسټ یې په راتلونکي کې د همداسي کارونو په ترسره کولو کې نیمګرتیاوې او ستونزې حل او له منځه وړل کېږي، خو په دې الفباوو کې د اهمیت او ارزښت وړ خبره دا ده چې د ګوَري ژبې لیکنې بهیر یې جاري ساتلی دی او د دې ژبې ډېره ارزښتناکه ژبنۍ پانګه یې په کتبي ډول خوندي کړي ده چې له نېکه مرغه د دې ژبې د لیکنی بهیر لړۍ لا تر دې دمه روانه ده چې د ادب او فرهنګ په برخه کې یې بېلابېل آثار او لیکنې لیکل شوي او چاپ شوي دي.

په دې لیکنه کې د ګوَري ژبې د الفباوو پر بهیر بحث او خبرې شوې دي چې د دې ژبې د بېلابېلو الفباوو یادونه پکې په خپل وار سره شوې ده او د همدغو الفباوو په ستونزو، نیمګړتیاوو او ښېګنو بحث او خبرې شوې دي. لومړی د الفباء پر لنډې پېژندې سربېره په هېواد کې د ګوَري ژبې د مخکینۍ معمولې الفباء او ورپسې د پښتونخوا په چترال کې د ګوَریانو له لوري د جوړو شویو الفباوو یادونه شوي ده چې په بېلابېلو اړخونو یې پوره بحث او څېړنه ترسره شوې ده. وروسته په دغو الفباوو کې د ځينو ګرافیمونو بېلابېل شکلي توپیرونه په پرتلیز ډول په یو جدول کې وړاندې شوې او بحث پرې شوی دی. په پای کې له معمول او اصولو سره سم پایله، وړاندېزونه او ماخذونه راوړل شوې دي.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

د ګوَري ژبې د لیکني نظام په بهیر کې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې الفباوې جوړې شوې او کارول شوي دي چې د خپل تحول او بدلون پړاوونه یې وهلي دي. په دې برخه کې تر دې دمه هیڅ ډول څېړنې او لیکنې نه دي ترسره شوي، نو پر همدې بنسټ د خپل ارزښت او اهمیت له مخې د دې څېړنې ستر اهمیت او مبرمیت دا دی چې د ګوَري ژبې بېلابېلې الفباوې له خپلو ځانګړنو سره روښانه او څرګند شي.

د څېړنې موخه

د دې څېړنې موخه دا ده چې له یوې خوا به د ګوَري ژبې د بېلابېلو الفباوو په اړه معلومات وړاندې او شریک شي او له بلې خوا به د ګوَري ژبې د نورو الفباوو په پرتله د دې ژبې د رسمي الفباء ښېګڼې، علمي او معیاري اړخونه او موازین څرګند او روښانه شي او هم به د ګوَري ژبې او ادب په برخه کې د نورو څېړونکو او مینه والو د څېړنو او لیکنو لپاره مرستندوی واقع شي.

د څېړنې پوښتنې

۱- الفباء څه ته وايي؟

۲- معیاري الفباء څه ډول الفباء ته وايي؟

۴- د ګوَري ژبې په دغو الفباوو کې د ځينو فونیمونو د ګرافیمونو شکلي توپیرونه روښانه کړئ؟

۵- په افغانستان کې د ګوَري ژبې مخکینۍ الفباء د چا له خوا جوړه شوې، په کوم اثر کې چاپ شوې او څو ګرافیمونه لري؟

۶- د پښتونخوا په چترال کې د ګوَریانو له لوري جوړه شوې وروستي معموله الفبا په کوم کال چاپ او څو ګرافیمونه لري؟

۷- د ګوَري ژبې رسمي الفباء په کوم کال جوړه شوې او څو ګرافیمونه لري؟

د څېړنې روش

په دې څېړنه کې له تحلیلي، تشریحي او پرتلیز میتود څخه کار اخیستل شوی او د څېړنې ډول یې کتابتوني دی.

د مقالې متن

الفباء د یوې ژبې د انتقال، ساتنې او پرمختیا لومړنۍ مهمه او بنسټيزه برخه ده چې د ژبې د ګرامر لومړنۍ بنسټيزه برخه هم ګڼل کېږي، خو مخکې له دې چې د ګوَري ژبې پر الفباوو بحث وکړم، لازمه ده چې لومړی الفباء او لیکدود په لنډ ډول در وپېژنم او وروسته د الفباوو بحث او یادونې ته را وګرځم:

الفباء( Alphabet ) : د یوې ژبې د غږونو ټولو رسمونو او انځورونو ته الفباء ویل کېږي.(۱) یا د هغو ټولو تورو ډلې ته وايي چې د یوې ژبې د ټولو اوازونو انځورونه کوي. الفباء د یوې ژبې د ټولو اوازونو(غږونو) عیني یا جولیزه بڼه ده. هر توری د یوه آواز(فونیم) ښکارندوي دی. له همدې امله وايي، بشپړه الفباء هغه ده چې د یوې ژبې د ټولو اوازونو(غږونو) لپاره توري(ګرافیمونه) ولري.(۲) همدې معیارونو او علمي موازینو ته په کتو مو د امکان تر بریده د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې د هر غږ(فونیم) لپاره ځانګړی توری(ګرافیم) وضع او ټاکلی دی.

لیکدود(Orthography) : د یوه ټاکلي الفبايي سیستم په چوکاټ کې دننه د یوې ژبې د وییونو(کلمو) کښنګ یا لیکلو ته وايي. د (Ortho) معنا کره، سټنډرډ، بشپړه او د (Graphy) معنا هم کښنه او انځورونه ده چې د دواړو ترکیب (Orthography) په یوه ژبه کې کره، سمې او بشپړې کښنې یا لیکنې ته وايي.(۳)

په اروپايي ژبو کې د اورتوګرافيOrthography کلمه چې له زړې یوناني او لاتیني څخه اخیستل شوې ده، په قاموسونو کې داسې معنا شوې ده: د سمې او معیارې لیکنې له کارولو سره سم په مناسبو تورو د کلمو د لیکلو هنر، سمه املا. له پورتنی بحث څخه داسې نتیجه اخیستل کېږي چې املا په حقیقت کې د یوې ژبې د کلمو سم او یوشان لیکلو څخه عبارت ده چې د هغه ژبې د دود لیکدود له معیارونو سره سم برابر وي، یعنې د یوې ژبې د کلمو سم لیکلو ته وايي.(۴)

ګوَري ژبې د خپل لیکني نظام په بهیر کې د خپلې رسمي معیاري الفباء له جوړېدو څخه وړاندې هم یوه معموله الفباء درلودله چې د ګوَري ژبې د لیکلو او لوستلو لپاره کارېدله، که څه هم په دې الفباء کې ځینې ستونزې موجودې وې چې د ژبې د ځینو غږونو انځور او انعکاس یې نه شو کولای، خو ښېګنې، اهمیت او ارزښت یې په دې کې و چې د دې ژبې د ارزښتناکې پانګې بېلا بېلې برخې یې په کتبي ډول خوندي کړي او د ادب او فرهنګ مینه والو، څېړونکو او هېوادوالو ته یې وړاندې کړي دي او دا لړۍ یې تر دې دمه جاري ساتلي ده.

الفباء د یوې ژبې د ودې، پیاوړتیا او پرمختیا لپاره لومړنی ګام ګڼل کېږي، پر همدې بنسټ د یوې ژبې لپاره د اساس او بنسټ حیثیت لري. دا چې ژبه په ټولنیز ژوند کې د پوهولو او پوهېدلو، انساني افکارو، خیالاتو، علومو، تجربو او کلتوري ميراثونو د لېږد یواځينۍ ارزښتناکه او مهمه وسیله او پدیده ده چې همدغه ژبه له شفاهي او غږیز حالت څخه په تحریري او کتبي ډول له یوې ټولنې څخه بلې ټولنې او له یوه زمان څخه بل زمان ته د الفباء په وسیله انتقالېږي او د ژبې د ژوندي پاتې کېدو، د ودې او پرمختیا سبب ګرځي، نو د ژبې الفباء باید علمي او معیاري وي، ترڅو ژبه په خپل اصلي شکل چې په ولس او ټولنه کې په شفاهي بڼه ویل کېږي، کټ مټ په لیکنې بڼه ټولنې ته وړاندې کړي.

ځکه علمي، سم او نسبتاً معیاري لیکدود( الفباء) هغه ده چې د امکان تر حده پورې د یوې ژبې غږونه په لیکلي بڼه داسې انځور کړای شي چې په لوستلو کې یې تېروتنې رامنځ ته نه شي، یعنې د یوې ژبې لیکدود (الفباء) باید د خپل هر غږ د انځور او اداء لپاره ځانګړي ګرافیم ولري. لیکدود قراردادي بڼه لري او هر ډول یې چې د اړوندې ژبې ژبپوهان او لیکوال وټاکي، هماغه یې لیکدود بلل کېږي، مګر لکه څنګه چې ژبنۍ نښې (سېمبولونه) د توپیر او ځانګړو غږونو د انځور او تلفظ پر بنسټ منځ ته راغلي دي، نو په لیکدود کې هم دغه اصل پرځای کول اړین دي چې د امکان تر برېده د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې په نظر کې نیول شوي دي.

اوس به په خپل وار سره د پخوانۍالفباء(هغه الفباء چې د رسمي الفباء له جوړېدو څخه وړاندې دود وه)، د پښتونخوا د چترال اړوند د ګوَریانو له لوري د جوړو شویو الفباوو او ورپسې د ګوَري ژبې د رسمي الفباء یادونه وکړو:

د ګوَري ژبې مخکینۍ معموله الفباء (له رسمي الفباء څخه وړاندې معموله الفباء)

مثال له فونیمیک سرهمعنامثال له فونیمیک سرهمعنامثال له فونیمیک سرهمعنا
۱آممدوده الفāآمۉ  āmoزه، کورباتي bātiخبرهمۉما momāماما
۲االفaانګار angārاورمشي išmaخپله ښځهکوڅه kucaکوڅه
۳أهمزه دار الفäأره raäسندرهنأني näniوریندارکیا kyäولې
۴ببېbباب  bābپلاربوبای bobāyمڼهزیب zibژبه
۵پپېpپاپي pāpiترورپلپل palpalپېړۍرۆپ rūpسپین زر
۶تتېtتانو  tānuخپلپتانه patānaشانهکۆت kutپوښتنه
۷ټټېټان ānṭځایلوټا loṭāولټوهاݜټ ṭṡaاته
۸ث*ثېsثواب awābθثوابمثنوي masnawiمثنويمثلث masalasمثلث
۹ججیمjجا jāووایهنانجۉړ ṛnānjoناروغحج hajحج
۱۰چچېčچوندا čundāجبوچاله wčālaپرانیزهاینچ inčیږ
۱۱ح*حې hحیوان haywānحیوانمحرم

muharam

محرممباح mubahمباح
۱۲خخېxخلک xalkخلکمۆخپۆدم

muxpudam

مخه،

مخکې

مۆخ muxمخ
۱۳څڅېcڅارېټه cāreṭaتبرګیپڅاوه pacāwaپخولرۉڅ rocسهار
۱۴ځ**ځېĵځانځاني āniĵānĵځانځانيپوهنځی

ayĵ puhan

پوهنځی
۱۵ددالdدار dārلرګیدیادي diyādiغرمهدد dadتره
۱۶ډډالډل ḍalغټډییانډه ḍiyānḍaدېوالباډ ḍbāبانډه
۱۷ذ*ذالzذکات zakatذکاتعذر ɤuzarغذرنافذ nāfizنافذ
۱۸ررېrرا rāښوروادرګان dargānدروازهپر parتېر کال
۱۹ړړېلیړاو liṛāwاغږلي وړههړ haṛسېلاب
۲۰ززېzزېن zenماربونزیل bunzilزلزلهلز lazشرم
۲۱ژژېžژو žuوربشيبوژګانه bužgānaبېرژ žberaمندرو
۲۲سسینsسون sonسره زرلیساوه lisāwaغورځېدلدېس desورځ
۲۳ششینšشیله šilaڅنګهموشاوه mušāwaلوبهماش māšمۍ
۲۴ښښینښامار ṣāmārښاماربرېښنا breṣnāبرېښناپېښ peṣپېښ
۲۵ص*صادsصادق sādiqصادقنصیب nasibنصیبخاص xāsخاص
۲۶ض*ضادzضرورت zaruratاړتیاامضاء imzāمضمونعرض ɤrazعرض
۲۷ط*طاtطب tibطبمطلوب matlubمطلوبخیاط xayātخیاط
۲۸ظ*ظاzظلم zalamظلممظلوم mazlumمظلوملفظ lafzلفظ
۲۹ع*عینɤعالم ɤālimعالممعلوم mɤlumمعلومدفاع difāɤدفاع
۳۰غغینǧغۉړ ṛoǧغوړيلغړ laǧṛبربنډداغ ǧdāداغ
۳۱ف*فېfفایده fayidaفایدهآفت āfatافتمعاف maɤāfمعاف
۳۲ق*قافqقام qāmقاممقدم muqadamمقدمدقیق daqiqدقیق
۳۳ککافkکاره kāraباغکنکا kankārهندوانهکړاک kaṛākوږی
۳۴ګګافgګوړه goṛaاسبګرن bagranپه طرفلوګ logپره دی
۳۵للامlلام lāmکلینیله nilaشینبیل bilلوند
۳۶ڵڵېƛڵې ƛeدرېآمو کلڵي āmokalaƛiلېڵ leƛلو
۳۷ممیمmمونه monaزماسومي somiټولسوم sum,خاوره
۳۸ننونnنۆ nuنههننا nәnaمشر ورورنون nunنن
۳۹ڼڼونتڼانکه ānkȧṇtaتڼاکهشاڼ šāṇلری
۴۰وواوw, o, uوتل watalلوړژوواوه žuwāwaخوړللو loوینه
۴۱ههاh, aهانکه hānkaلورشاهي šāhiښارولیپله liplaښه
۴۲يیېy, iیک yakیوپیته pitȧتریخبوبای bobāyمڼه
۴۳ېاوږده یېeشارېل šārelمنیوارې wareنور، بل
۴۴ۍزورکۍ واله یېəyوۍ wəyدا
۴۵زورکیəننا nənāلالا

(۵)

دغه الفباء د ګوَري ژبې د نامتو لیکوال او شاعر محمد نواز حقیقت سانېن له خوا د پشه يي ژبې د الفباء په مرسته جوړه شوې وه چې پر ۱۳۸۷ل.کال د (ګواري ژبه څنګه ولیکو؟) تر سرلیک لاندې اثر کې د ګوَري ژبې د لیکلو د نورو لارو چارو او موضوعاتو ترڅنګ چاپ شوې ده چې د ګوَري ژبې د رسمي الفباء تر جوړېدو پورې معمول او دود وه.

د ګوَري ژبې پورتنۍ(مخکینۍ) الفباء که څه هم له ستونزو او نیمګړتیاو څخه خالي نه وه، خو په خپل وخت د اهمیت او ارزښت وړ وه، ځکه چې د دې ژبې لیکنی بهیر یې جاري ساتلی و او د دې ترڅنګ یې د دې ژبې د ادب او فرهنګ د برخې ډېره معنوي پانګه په کتبي ډول خوندي او د ژبې ویونکو او هېوادوالو ته انتقال کړي ده. بله دا چې په هره برخه کې لومړنی او ابتدايي کار له ستونزو او نیمګړتیاوو څخه خالي نه وي او د همدغو نیمکړتیاو په سبب ورته د پرمختګ دروازې او لارې چارې را برسېره کېږي چې له نېکه مرغه د افغانستان  د علومو اکاډمي له لوري د ګوَري ژبې لپاره د علمي اصولو او معیارونو په نظر کې نیولو سره رسمي الفباء جوړه شوه او د امکان تر بریده یې د اوس لپاره ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه لاړې چې په نِسبي ډول یې یوه معیاري الفباء ګڼلی شو.

 که په ټوله کې د هېواد د بېلا بېلو ژبو د لیکني نظام ستونزو ته راشو، ګوَري او نوري سیمه ییزي ژبې لا څه چې زموږ د هېواد رسمي او پیاوړې ژبې(پښتو او دري) چې د سلګونو کلونو راهیسې پرې د دولتي او خصوصي ادارو له لوري کار کېږي او په بېلا بېلو برخو کې د لکونو آثارو خاونداني دي او د هېواد ټول نظام او اداري سیستم پرې ولاړ دی اوس هم په خپل لیکدود او الفباء کې ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري چې ژبه په خپل اصلي شکل سره نه شي وړاندې کولای او په ځانګړې ډول بیا دري ژبه چې د علمي اصولو او معیارونو پر بنسټ د همدې ستونزو د له منځه وړلو لپاره ډېره زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي.

د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن له لوري جوړه شوې الفباء

د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن د چترال اړوند په ارنوۍ (هرنو) کې د ګوَرمېشتو فرهنګیانو ادبي او فرهنګي ټولنه ده چې د ګوَري ژبې لپاره یې په ۲۰۰۸م. کال کې الفباء جوړه کړه او د همدې ژبې د ادبي او فرهنګي خپرونو په موخه یې د (سون کیڅي) په نامه یوه مهالنۍ مجله تأسیس کړه چې لومړۍ ګڼه یې د همدې الفباء په ګډون له نورو بېلا بېلو مطالبو سره په همدې کال کې خپره شوه.

دغه الفباء د عربي لیکدود پر بنسټ جوړه شوې ده چې فونیمیکي بڼه نه لري او یواځې یې د ګوَري ژبې د هغو غږونو لپاره څو توري ور زیات کړي دي چې د پښتو، دري او اردو ژبو په لیکدودونو(الفباوو) کې نه شته. دغه الفبا په علمي ډول د مسلکي اشخاصو له لوري نه ده جوړه شوې او یواځې یې په معمول لیکدود کې د څو تورو په اضافه کولو جوړه کړې ده، نو پر همدې بنسټ ځيني ستونزې هم لري چې د دې الفباء له راوړلو وروسته به پرې خبرې وګړو:

ابپتٹثجچݗ
څحخدذرڑز
ژݱسشݰݜصضط
ظعغفقکګلم
نوههـءیے

(۶)

په دغه الفباء کې ټول (۴۳) توري راغلي دي چې د ګوَري ژبې د فونیمونو(غږونو) په تناسب په کې د ځينو فونیمونو توري نه شته چې پورته نوي وضع شوي توري یې هم شکلي ستونزه لري. په دغه الفباء کې د (ݗ) توری د پاسه یوه وړه (ط) هم شته چې دغه ډول توری د کمپیوټر په سمبولونو کې نه شته، نو ځکه مې د هغه توري پرځای دغه د (ݗ) شکل لرونکی توری راوړی دی. په دې الفباء کې نوې وضعه شوې توري له بېلګو سره راوړل شوي دي.

په دغه الفباء کې وروسته د همدې ټولنې له لوري دوه توري نور(آ او ځ) هم ور زیات شوي چې د (سون کیڅي) مجلې په دوهمه ګڼه کې په دې ډول راغلي ده:

آابپتٹثجځ
ݗڅچحخدذر
ڑزژݱسشݰݜص
ضطظعغفقکګ
لمنوههـءیې

(۷)

په دې الفباء کې له وروستیو دوه تورو څخه (ځ) د خپلې ژبې په کلمو کې کارول شوی دی چې د ګوَري ژبې د فونولوژیکې څېړنې او مطالعې له مخې دغه توری په ګوَري ژبه کې نشته او په ګوَري ژبه کې د پښتو ژبې دخیل توری دی چې په ګوَري ژبه کې له خپلو لفظي عناطرو سره کارول کېږي او د ګوَري ژبې په خپلو کلمو کې نه کارول کېږي. په دې الفباء کې د نویو وضعه شویو تورو معادل توري د ګوَري ژبې په علمي او رسمي الفباء کې په لاندې ډول دي:

د (ݗ) توری د رسمي الفباء د (ڇ) معادل راوړل شوی دی.

د (ݰ) توری د رسمي الفباء د (ݜ) معادل راوړل شوی دی.

د (ݜ) توری د رسمي الفباء د (ٿ) معادل راوړل شوی دی.

په دې الفباء کې له پورتنیو درې تورو سربېره یو بل توری (ݱ) هم راوړل شوی دی، خو زه فکر کوم چې دغه توری یې اضافه وضع کړی دی، ځکه په ګوَري ژبه کې بل داسې ځانګړی غږ چې د (ج) او (ژ) ترمنځ وي او یا هم له (ژ) سره لږ توپیر ولري، نه شته، ځکه هغه غږ چې د (ج) او (ڇ) ترمنځ دی او (ژ) ته هم نږدېوالی لري، د هغه غږ لپاره د ګوَري ژبې په علمي او رسمي الفباء کې د (ڄ) ګرافیم وضع شوی دی چې له دې الفباء پرته د چترال اړوند د ګوَریانو په نورو دوو الفباوو کې ورته د (ݲ ) او (ݮ) ګرفیمونه وضع شوې دي، نو زه د ګوَري ژبې د فونولوژیکي څېړنې او پلټنې له مخې ویلی شم چې دغه توری یې اضافه دی او په ګوَري ژبه کې بل داسې کوم ځانګړی غږ نه شته. دغه الفباء د مسلکي اشخاصو له لوري د علمي اصولو او معیارونو په نظر کې نیولو سره نه ده جوړه شوې او په لومړني او ساده بڼه جوړه شوې ده، نو پر همدې بنسټ د علمي معیارونو او موازینو له مخې ستونزې هم لري، خو ارزښت یې په دې کې دی چې د ګوَري ژبې د ادب په برخه کې یې پرې د لیک لوست لړۍ پیل کړي ده.

د ملا ادینه شاه له لوري د (ګوَرباتي) په نامه قلمي قاموس کې کارول شوې الفباء

ملا ادینه شاه (ابوالفضل) د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن د مشرتابه پلاوي مهم غړی او د (سون کیڅي) مجلې نګران دی. نوموړي په ۲۰۱۳م. کال کې د (ګوَرباتي) ترسرلیک لاندې یو قلمي قاموس لیکلی دی چې په دې قاموس کې یې د ګوَري ژبې الفباء په دې ډول راوړي ده:

آابپتتهـٹٹهـث
جځچچهـڅڅهـݗݗهـݲ
حخدذرڑزژ
ݱسشݰݜصضطظ
عغفقککهـګلم
نڼوههـءيې

(۸)

په دې الفباء کې له مرکبو تورو سره ټول (۵۳) توري راوړل شوې دي چې د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن له لوري د جوړې شوې الفباء په پرتله په کې دوه توري(ݲ) او (ڼ) او شپږ نور مرکب توري( تهـ ، ٹهـ ، چهـ ، څهـ ، ݗهـ او کهـ ) زیات راغلي دي. په دې تورو کې یې د (ڼ) د توری راوړل چې د ګوَري ژبې خپل غږ دی، پر ځای او لازم کار ګڼل کېږي. بل توری په دې الفباء کې د (ݲ) توری راغلی دی چې د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې یې معادل ګرافیم یا توری د (ڄ) په بڼه وضع شوی دی.

په دې الفباء کې پر دې دوه غږونو سربېره بل تغیر دا لیدل کېږي چې شپږ نور مرکب توري( تهـ ، ٹهـ ، چهـ ، څهـ ، ݗهـ او کهـ ) پکې د ځانګړو غږونو په بڼه راغلي دي چې دا هم د ځانګړو غږونو توري نه دي، بلکې د ګوَري ژبې د فونولوژیکې څېړنې او مطالعې له مخې پکې اضافه او زیات راغلي دي، خو زه فکر کوم چې دا به د دې الفباء په جوړونکي باندې د اردو د لیکدود اغېزې وي، ځکه د اردو ژبې په لیکدود کې د (هـ) استعمال په دې بڼه ډېر دود دی، خو داچې په هغه ژبه کې یې تلفظ په څه ډول دی په هغې دلته بحث نه کوو، خو په ګوَري ژبه کې دغه توري د مرکبو غږونو توري(ګرافیمونه) نه دي، بلکې د دوو ځانګړو فونیمونو دوه ځانګړي ګرافیمونه دي.

 که څه هم دغه الفباء هم د علمي اصولو او معیارونو په نظر کې نیولو سره د مسلکي اشخاصو له لوري نه ده جوړه شوې او په لومړني او ساده بڼه جوړه شوې ده، خو د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن له لوري د جوړې شوې الفباء په پرتله پکې یواځې د ګوَري ژبې د دوه نورو غږونو ګرافیمونه یا توري (ڼ او ݲ) راوړل پرځای او سم کار ګڼل کېږي چې لږ تر لږه یې د دې دوه ځانګړو غږونو د ګرافیمونو تشه ډکه کړې ده.

د ( ګوَرباتي ا، ب) اثر کې کارول شوې الفباء

د ګوَري ژبې د الفباء دغه اثر د فورم فار لینګویج انیشټیوز ادارې له خوا پر ۲۰۱۶م. کال په اسلام آباد کې چاپ شوی دی. دغه الفباء د یوې ډلې( حاجي ملا ادینه شاه، عبدالمنان ګوهر، فضل حنان ګوریار، حیات محمد خان، فضل اکبر فضا، عبدالله سون، نصیر الله ناصر، سردار ټیکه خان ستره، ګل فقیر، حمید الله، انعام الرحمن او ډاکټر عارف الله) په همکاري ترتیب او جوړه شوې ده چې همدغه پورته ذکر شوي اشخاص د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن غړي او د (سون کیڅي) مجلې قلمي همکاران او لیکوالان هم دي. په دې الفباء کې د ګوَري ژبې د لیکلو او لوستلو لپاره ټول (۴۸) توري په لاندې ډول راوړل شوې دي:

آابپتٹثجچ
حخڄݮڅځدذ
رڑزژݫسشݭص
ضطظعغفقکګ
لݪمنݨںوههـ
ءیې

(۹)

په دې الفباء کې د القلم ویلفئیر آرکنایزیشن له لوري د جوړې شوې الفباء او په ګوَرباتي قاموس کې کارول شوې الفباء په پرتله چې کوم تغیرات لیدل کېږي، هغه یواځې د نون غونه توري(ں) زیاتوالی او د ځينو غږونو د ګرافیمونو شکلي تغیر دی چې په پورتنیو یادو شویو الفباوو او رسمي الفباء کې یې ګرافیمونه په بله بڼه راوړل شوې دي. که څه هم د دې اثر د الفباء په لومړني جدول کې مرکب توري نه دي راوړل شوې، خو په وروستیو مخونو کې یې د مرکبو غږونو اووه ګرافیمونه یا توري ( تهـ، پهـ، ٹهـ، چهـ، ڄهـ او څهـ او کهـ )  جلا له بېلګو سره راوړل شوې دي. د دې ترڅنګ دوه نور ګرافیمونه(ؤ او ئ) چې د الفباء په جدول کې نه شته، خو په اثر کې دننه یې ترې د بېلا بېلو کلمو په لیکلو کې کار اخیستی دی. دغه الفباء اوس د چترال په اړوندو ګوَریانو کې د ګوَري ژبې د لیک لوست لپاره وروستۍ معموله او دود الفباء ده چې د دې الفباء له جوړېدو وروسته د دې ژبې آثار او مطالب په همدې الفباء لیکل شوې او خپاره شوې دي او تر اوسه د پښتونخوا د چترال په ګوَریانو کې دود او معمول ده.

که څه هم دغه وروستۍ معموله الفباء هم د علمي اصولو او معیارونو پر بنسټ نه ده جوړه شوې او یواځې د عربي لیکدود له مخې یې ځينو غږونو ته ګرافیمونه وضع کړي دي، خو د دغو ګرافیمونو په وضع کولو کې یې هم ستونزې او نیمګړتیاوې لیدل کېږي چې دلته یې پر ستونزو او نیمګرتیاوو نور بحث نه کوو، ځکه د ګوَري ژبې رسمي الفباء ته په کتو یې ستونزې او نیمګړتیاوې څرګندېږي چې لاندې به په خپل ځای په پرتلیز ډول په یوه جدول کې وړاندې شي.

د ګوَري  ژبې بشپړه رسمي معیاري الفباء( نوې جوړه شوې الفباء)

۱آممدوده الفāآ، آمۉ

ā, āmo

زه، کورݜۉبانه  obānȧṡښکلیمۉما momāماما
۲االفaانٿۆک ukӫanاوښکهمشي išmaخپله ښځهنه naنه، مه
۳ببېbباب  bābپلارسباره  sabārȧسبازیب zibژبه
۴پپېpپۆݜه ȧṡpuګلپلپل palpalپېړۍرۆپ rūpسپین زر
۵تتېtتانۆ  tānuخپلباتي bātiخبرهکۆت kutپوښتنه
۶ټټېټان ānṭځایݜوټه ȧṭawṡسراݜټ ṭṡaاته
۷ث*ثېθثواب awābθثوابمثبت batθmuمثبتمیراث θmirāمیراث
۸ٿٿېӫٿـې eӫدرېانٿـۆک ukӫanاوښکهزنېٿ  ӫzaneواده
۹ججیمjجای jāyمورنانجۉړ ṛnānjoناروغچج čajچج؟
۱۰ڄڄېɉ؟؟انڄه anɉȧبګڼه؟؟
۱۱چچېčچیر  čirشیدېماچي māčiشات
۱۲ڇڇېĉڇړه که ȧkȧṛaĉڅرخهانڇۆ uĉanکیلياینڇ ĉinیږ
۱۳ح*حېȟحمد amdȟحمدمحترم

taramȟmu

محترمروح ȟroروح
۱۴خخېxخلک xalkخلکمۆخپۆدم

muxpudam

مخه،

مخکې

مۆخ muxمخ
۱۵څڅېcڅيمرcimarاوسپنهمڅۉټه ȧṭmacoکبرۉڅ rocسهار
۱۶ځ**ځېĵځلا zalāځلاپوهنځی

ayĵ puhan

پوهنځیدریځ dariĵدریځ
۱۷ددالdدېس desورځآنده āndȧغوښهدد dadتره
۱۸ډډالډۆنڅنه

uncanȧḍ

زانګوکنډه ȧḍkanغرباډ ḍbāبانډه
۱۹ذ*ذالδذهن nəɩhδذهنمذهب habδmaمذهبنافذ δnāfiنافذ
۲۰ررېrرۉݜ ṡroقهرټېکۆره ekurȧṭهلکسېر serشالیزاره
۲۱ړړېهېړه ȧṛheګډڅېړ ṛceپولاد
۲۲ززېzزیب zibژبهوانزیره wānzirȧکوترهلز lazشرم
۲۳ژژېžژۆت utžجګړهژژړه  ȧṛažažمرۍ

(دانې)

بېرژ žberaمندرو
۲۴ږ**ږېسپوږمۍ spoẓmәyسپوږمۍ
۲۵سسینsسۉن sonسره زرماسۆی māsuyسپوږمۍدېس desورځ
۲۶ششینšشیګالي igālišښځهمشي išmaخپله ښځه؟
۲۷ښ**ښینښکلا ṣklāښکلابرېښنا breṣnāبرېښنااوښ oṣاوښ
۲۸ݜݜېݜۉ oṡشپږپۆݜه ȧṡ puګلمانۆݜ

ṡ mānu

سړی
۲۹ص*صادşصداقت adāqatşصداقتنصیب ibşnaنصیباخلاص  şɩxlāاخلاص
۳۰ض*ضادƶضرورت aruratƶاړتیامضمون munƶmaمضمونمرض ƶmaraمرض
۳۱ط*طاطاهر āherṱطاهرمطلب labṱmaمطلبمربوطṱmarbuمربوط
۳۲ظ*ظاʑظالم ālɩmʑظالممظلوم lūmʑmaمظلوملحاظ ʑlɩhāلحاظ
۳۳ع*عینςعقل qlςعقلتعلیم limςtتعلیمدفاع ςdɩfāدفاع
۳۴غغینɤغۉړ ṛoɤغوړيپاغزه azȧɤpāپاکداغ ɤdāداغ
۳۵ففېfفاڇا fāĉāپاچالیفله liflȧښهساف sāfټول
۳۶ق*قافqقانو ن qānunقانونمقاله maqālaمقالهحقوق huqūqحقوق
۳۷ککافkکۉل kolکلهټېکۆره ekurȧṭهلکپۆک pukځان
۳۸ګګافgګۉم gomغنمنۆنګه nungȧنویلۉګ logپره دی
۳۹للامlلام lāmکلیپلل plalرڼاجیل jilشړۍ
۴۰ممیمmمۆل mulقیمتکمټه ȧṭkamغوږبۆم bumځمکه
۴۱ننونnنۆ nuنههکنډۉره orȧ ḍkanمنګینۆن nunنن
۴۲ڼڼونتڼانکه ānkȧṇtaتڼاکهګڼ ṇgaعیب
۴۳ݩنون غونهŋماݩکي māŋkiماتهتانۆواݩځانته
۴۴وواوwوال  wālشپونلوݜه ȧṡlawسېرلیلو lawډېر
۴۵ۉاۉoۉساره osārȧپراخدۉم domورونݜۉ oṡشپږ
۴۶ۆاۆuۆݜټاوه āwȧṭṡuپاڅېدلسۆم sumخاورهدۆ  duدوه
۴۷هـهأhهېل helشپهبهیر bahirښکتهاهـ! ahاه !
۴۷ء*همزهɂرئیس raɂisرئیساجراء  ɩjrāɂاجراء
۴۹يڅرګنده یې (اِي)iایڅين icinسترګهپیته pitȧتریخسۆري suriلمر
۵۰یسیمي واول (یې)yیک yakیوکیا  kyāولېجای jāyمور
۵۱ېاوږده یې (اِې)eاېن enدېتارېن tārenتندیوارې wāreنور، بل
۵۲ېمنځواله یې (اې)êاې êایګـېم gêmلاړمشې  êšشی
۵۳ێزور واله یې (اَێ)ayجـێـٿـه ȧӫjayویونکیبـێ  bayښه
۵۴ۍزورکۍ واله یې (اۍ)əyکۆټۍ kutəy،

وۍ wəy

یو ډول خواړه، دا
۵۵هاَهȧڇړه که ȧkȧṛaĉڅرخهکنډهkandȧغر
۵۶زورکیəننا nənāلالا
*- په ګوَري ژبه کې د عربي ژبې دخیل توري.                                               **- په ګوَري ژبه کې د پښتو ژبې دخیل توري.

(۱۰)

یا په بل ډول د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې ټول معمول توري( له فونیمیکي تورو پرته) په لاندې ډول دي:

آابپتټثٿجڄ
چڇحخڅځدډذر
ړزژږسشښݜصض
طظعغفقکګلم
نڼݩوۉۆهـهءي
یېێۍ

یعنې ګوَري ژبه په خپل معمول لیکدود کې ټول همدغه (۵۴) توري یا ګرافیمونه لري.

په پورتنۍ رسمي معیاري الفباء کې چې پر ۱۳۹۷ل. کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا جوړه شوې ده، د ګوَري ژبې ټول غږونه تشخیص او پېژندل شوي او د امکان تر برېده یې د هر فونیم (غږ) لپاره ځانګړی ګرافیم(توری) وضع شوی دی، ځکه چې د یوې ژبې بشپړه او په علمي اصولو او معیارونو برابره الفباء هغه ده چې د ژبې هر فونیم(غږ) یې ځانګړی ګرافیم(توری) ولري او په لیکني نظام کې هم ځان په خپل اصلي شکل وړاندې کړي چې د همدې مهم اصل په نظر کې نیولو سره د ګوَري ژبې رسمي معیاري الفباء جوړه شوې ده.

 د ګوَري ژبې د الفباوو په بهیر کې مو پورته د ګوَري ژبې د بېلابېلو الفباوو یادونه وکړه او د هغو په بېلابېلو اړخونو، ستونزو او نیمګړتیاوو مو بحث او خبرې وکړې، دلته پرې نور بحث نه کوو او یواځې د هغو فونیمونو ګرافیمونه چې د پښتو، دري او اردو ژبو په الفباوو کې نه شته او په ګوَري ژبه کې شته، د هغو ګرافیمونو کارونه او شکلي توپیرونه په پرتلیزه توګه په یوه جدول کې وړاندې کوو:

د ګوَري ژبې په الفباوو کې د ځينو یو ډوله غږونو د ګرافیمونو شکلي توپیرونه او کارونه

شمارهد ګوَري ژبې رسمي الفباءد القلم ویلفئیر آرګنایزیشن له لوري جوړه شوې الفباءد ” ګوَرباتي قاموس” کې کارول شوې الفباءد ” ګوَرباتي ا، ب” اثر کې کارول شوې الفباءمعنا
ګرافیمبېلګهګرافیمبېلګهګرافیمبېلګهګرافیمبېلګه
۱ٿ/ӫٿې ӫeݜݜېݜݜېݪݪېدرې
۲ڇ/ĉڇړه ĉaṛȧݗ([1])ݗړهݗݗړهڄڄړهپاک
۳ڄ/ɉانڄه anɉȧݲانݲهݮانݮهبګڼه
۴ݱݱوګاټهݱݱوګاټهݫ([2])ݫُګاټهجغ
۵ݩ/ŋماݩکيmāŋkiماته– ([3])ںماں کيماته
۶ݜ/ṡݜۉṡoݰݰوݰݰوݭݭوشپږ
۷ۉ/oۉسارهosārȧپراخه
۸ۆ/uۆبه ubȧسپک
۹ێ/ayبێ bayښه
۱۰ۍ/әyوۍ wәy-([4])دا
مرکب توري
۱۱تۉرهتهـتهـتهـورهورغوی
۱۲پاپۆسپهـپهـپوڅسږی
۱۳ټۉکهٹهـٹهـوکهٹهـٹهـوکهډبره
۱۴چیـرچهـچِهـرچهـچِهـرشیدې
۱۵ڇـرݗهـݗَهـرڄهـڄَهـرڅپه
۱۶څارېټهڅهـڅهـاریٹهڅهـڅهـاریٹهتبر
۱۷کمټه([5])کهـکهمٹهکهـکهمٹهغوږ

د ګوَري ژبې د پورتنیو الفباوو په اړه مو لنډ بحث وکړ او د دې الفباوو د ځينو ستونزو او نیمګړتیاوو ترڅنګ مو په دې جوړو شویو الفباوو کې د ځينو غږونو د ګرافیمونو پر شکلي توپیرونو هم له بېلګو سره یادونه وکړه چې همدغه لنډه یادونه یې کافي ګڼم. که څه هم د چترال د ګوَریانو له لوري جوړې شوې الفباوې په علمي ډول نه دې جوړې شوې او ستونزې لري، خو ارزښت یې په دې کې دی چې د دې ژبې د ادب او فرهنګ په برخه کې یې پرې د لیکلو لړۍ پیل کړي ده او دغه ژبه یې تر یوې اندازې په خپله سیمه کې د ولس او خلکو له خولې او ذهن څخه د کاغذ مخ ته د عامېدو او ساتلو په موخه راویستي ده.

پایله

الفباء د یوې ژبې د فونیمونو(غږونو) د تورو یا ګرافیمونو مجموعې ته ویل کېږي چې د ژبې انځورونه او ښکارندويي کوي. د ګوَري ژبې دغه بېلابېلې الفباوې چې په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان او د پښتونخوا په چترال کې د ګوَریانو له لوري د ګوَري ژبې د لیکلو لپاره جوړې شوي دي، د علمي اصولو او معیارونو له مخې د دې ژبې د رسمي الفباء پرته نوري جوړي شوي الفباوې یې ستونزې او نیمګړتیاوې لري چې په دې لیکنه کې پرې بحث او خبرې شوي دي، خو بیا هم په خپل وخت د ارزښت او اهمیت وړ ګڼل کېږي.

د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې وضع شوي د (ٿ/ӫ، ڇ/ĉ، ڄ/ɉ، ݜ/ṡ) ګرافیمونه یا توري د پښتونخوا د چترال د ګوَریانو له لوري په جوړو شویو الفباوو( د القلم ویلفئیر آرګنایزیشن له لوري جوړې شوي الفباء، د ګوَرباتي قاموس کې د ملا آدینه شاه له لوري کارول شوې الفباء او د ګوَر باتي ا، ب اثر الفباء) کې په بېلابېلو شکلونو ګرافیمونه یا توري وضع شوي دي چې د غږ د څرنګوالي له مخې یې ګرافیمونه ستونزي لري. د دې ترڅنګ د چترال د ګوَریانو په دې وروستیو دوو الفباوو کې ځينې مرکب توري(تهـ، پهـ، ٹهـ، چهـ، ڄهـ، څهـ او کهـ) هم وضع شوي دي چې په رسمي الفباء کې مرکب توري نه شته او دغه مرکب توري په حقیقت کې دوه ځانګړي ګرافیمونه دي. بل دا چې د ګوَري ژبې د رسمي الفباء (ۉ/o، ۆ/u، ێ/ay او ۍ/әy) ګرافیمونه د چترال د ګوَریانو له لوري په جوړو شویو الفباوو کې نه دي ټاکل شوي، نو د ګوَري ژبې رسمي الفباء د دې ژبې وروستۍ علمي او معیاري الفباء ده چې د دې ژبې د لیکلو لپاره معمول او کارول کېږي.

وړاندیزونه

۱- د پښتو او دري په ګډون د افغانستان د ټولو مروجو ژبو د لیکني نظام د یووالي او همغږۍ په موخه، د علومو اکاډمۍ مقام ته وړاندیز کېږي چې د ټولو ژبو د مشترکو فونیمونو لپاره یو ډول ګرافیمونه او د امکان تر بریده یې د هر فونیم لپاره ځانګړی ګرافیم وضع او د عامېدو په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي.

۲- د ګوَري ژبې ویونکو، لیکوالو، شاعرانو، څېړونکو او د علم او ادب مینه والو ته وړاندیز کېږي چې د ګوَري ژبې په لیکلو کې له رسمي الفباء څخه د لا عامېدو او ګټې اخیستنې په موخه کار واخلي، تر څو د ژبې په ټولو ویونکو کې یې کارونه په عامه توګه معمول او دود شي.

۳- د پښتونخوا د چترال اړوند ګوَریانو ته په درنښت وړاندیز کېږي چې د ګوَري ژبې د لیکني نظام د یووالي او عام پوهېدو په موخه د ګوَري ژبې له رسمي الفباء څخه ګټه واخلي او د ګوَري ژبې د لیکلو لپاره یې د یوې منل شوې الفباء په توګه په خپله سیمه کې معمول او دود کړي.

مأخذونه

۱- اورمړ، خلیل الله. ” د معیاري پښتو لیکدود(اصطلاحات)”، کابل(مجله)، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۸ مه ګڼه: کابل، ۱۳۹۴ل، ۲ مخ.

۲- کډوال، شاه محمود. ” پښتو توري، ابېڅې، لیکدود او نوي اندونه”، کابل(مجله)، افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۷- ۸ مه ګڼه: کابل، ۱۳۹۳ل، ۱۴۵- ۱۴۶ مخونه.

۳- پورته اثر، ۱۴۵- ۱۴۶ مخونه.

۴- اورمړ، خلیل الله. ” د معیاري پښتو لیکدود(اصطلاحات)”، ۳ مخ.

۵-  محمد نواز حقیقت سانېن. ګواري ژبه څنګه ولیکو؟، د ملي ارمانونو ادبي او فرهنګي ټولنه، کابل: افغان مسلکي مطبعه، ۱۳۸۷ل، ۶۲- ۶۷ مخ.

۶- سون کیڅي(مجله). لومړۍ ګڼه،  القلم ویلفئیر آرګنایزیشن: ارندو چترال، ۲۰۰۸م. کال، ۲ مخ.

۷- سون کیڅي(مجله). دوهمه ګڼه،  القلم ویلفئیر آرګنایزیشن: ارندو چترال، ۲۰۰۹م. کال، ۵ مخ.

۸- ابوالفضل، حاجي ملا ادینه شاه. ګوَرباتي، ناچاپ، القلم ویلفئیر آرګنایزیشن: ارندو- ضلع چترال، ۲۰۱۳م. کال، ۱۰مخ.

۹- ګوَرباتي ا، ب.  فورم فار لینګویج انیشټیوز: اسلام آباد، ۲۰۱۶م. کال، iii مخ.

۱۰- سانېن، شریف الله. د ګوَري ژبې فونولوژي، (ناچاپ) د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، کابل: ۱۳۹۹ل، ۱۵۸- ۱۶۰ مخونه.

[1] – دغه ګرافیم د پاسه یوه وړه (ط) هم لري، خو په کمپیوتر کې د داسې سمبول د نه موجودیت له مخې دغه ګرافیم راغلی دی.

[2] – د دې ګرافیم غږ د (ژ) له غږ سره توپیر نه لري، نو ځکه یې د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې ګرافیم نه شته او په هغه الفباء کې زما په آند یو اضافه ګرافیم دی.

[3] – که څه هم د القلم ویلفیئر ټولنې له لوري د جوړې شوې الفباء په جدول کې د نون غونه ګرافیم نه شته، خو د (سون کیځي) مجلې په لیکنو کې یې بیا د نون غونه ګرافیم (ں) هم کارولی دی.

[4] – څرنګه چې دغه نورې الفباوې په علمي ډول نه دې جوړې شوې، نو دغه ګرافیمونه په کې نه دي مشخص شوې.

[5] – د مرکبو تورو په اړه مو مخکې هم بحث کړی دی، نو د ګوَري ژبې په رسمي الفباء کې مرکب توري نه شته، ځکه دا د دوو جلا غږونو جلا توري یا ګرافیمونه دي، خو هغه بېلګې یې چې د مرکبو تورو لپاره راوړي دي، هغه د افغانستان د ګوَریانو د تلفظ او رسمي الفباء له مخې داسې لیکل کېږي چې په جدول کې لیکل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...