یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+قیودات (لنډه کیسه) حفيظ الله بشارت‎

قیودات (لنډه کیسه) حفيظ الله بشارت‎

سر يې د زنګنونو له پاسه په کړۍ کړو لاسونو اېښی و. مخکې یې لوی پېکی چې ان تر سترګو یې رارسېدو، درلود. کله یو څنګ،  کله بل او کله به يې شا ته شانه کړی و.
عجيبه وه! اوس مې چې ورته کتل، پوره نيمايي سر يې له وېښتو لغړ و. له ناستې يې مالومېده چې کوم رنځ یا مايوسي يې ليدلې ده.
څنګ ته یې ورغلم، لکه زه يې چې دروني خپګان حس کوم، د ډاډ او زړه سوي په دود مې ورته وویل:
– شمشاده! یو انسان چې کله ډېر خپل یا داسې ملګری چې له هغه سره یې هر رنګ راز شریک وي، له لاسه ورکړي، ستا په شان ناسته غوره کوي. مګر تا ته نه پوهېږم؟
پوزه يې پورته کش کړه، لکه یو نازولی يار چې د بل د پخلا کولو هڅه کوي، خو مقابل يې له ګرانښت او نخرو غږ نه ورته کوي، همداسې چوپ و.
ما ځان یو څه سره راټول کړ. پلتۍ مې ووهله. په چپ لاس تړلې سپينې ګړۍ ته مې وکتل. وخت لکه سرېښ چې وي، نه دې شاتګ او نه مخکې تګ سېکه ورپاتې وي.
– باو، تر اوسه لا اته نیمې بجې دي!
اوږد ارږمی مې وايست. مخ مې د دعا د خاتمې په شکل په دواړو لاسونو لمس کړ.
ده ته مې وکتل، د محراب له څنګ سره راځوړند لوی ګردي ساعت ته يې کتل، بېرته يې سر په لاسونو کېښود.
– ناوخته کېږي شمشاده! یا حال ووايه، ګني ځه چې ځو، زموږ کره.
په خپل ځای کې وښورېد، په ډونګېدا يې وویل:
– یره! ته ورځه، ما یوازې پرېږده.
– یا به راته حال وایې او یا به په ګډه له دې ځایه ځو.
سر يې راپورته کړ. سترګې يې لکه درې شپې بې خوابي يې چې ليدلې وي، تکې سرې، شاوخوا ترې تورې حلقې تاو وې. د سر په وېښتانو يې لاس راتېر کړ، لکه شرمېږي چې:
– دا وینې!
– هو، داسې دي لکه خره چې کوم چمن کپ کپ خوړلی وي، هههه.
– اوس بیا پسخند راباندې وهې… ته پوهېږې زما په ژوند کې له دوه شيانو سره ډېره مينه وه، یو د ښو لویو او ډولي وېښتانو لرل، بل له هره رنګه فردي ازادۍ سره.
– وېښتان دې په هر حال، خو فرد که تر خپلې ازادۍ پښې ور واړوي، مخه نیول يې په کار دي.
لکه زما پر منطق یا پوهه چې افسوس ورځي، سر يې وښورولو، په رشخند ډوله خندا يې وویل:
– هههههه. د ازادي مخه نیول په هغه صورت کې ضرور دي چې د یو فرد له وجې ټوله ټولنه د بې حیایۍ او فتنو لور ته سوق کېږي، ګني د يو انسان د جامو، وېښتانو او…. په سټايل او فېشن ولې نور کار ولري؟ ولې یو انسان د يو فرد په توګه په ټولنه او خلکو کې ځان پردی او ځای تنګ احساس کړي؟
ولې ته يې ناځوابه وم. د خپل چپ لاس ګوتې مې په وېښتو ومنډې. د خبرې اړولو په دود مې وویل:
– ولاکه، ستا مخکینی فېشن لکه د بل ملک نه چې راغلی وې. له لویو ګړګوتي وېښتانو سره تورې ګردې غټې عینکې، موږ ته به دې هم د عینکو له سرونو راکتل، هههه، د بخمل له زرتارو ځل بل واسکټ دې له ازاد پرتوګ سره بېخي بل ډول موډ کولو.
خو اوس یې سپينه نه وايې چې دا هر څه چا دروکړل!؟
د خپل ښي لاس ګوتې يې تر زنه لاندې کړې او په داسې حال کې چې زما پوښتنه د رشخند وړ ورښکارېده، راته کتل. له خندا سره يې زياته کړه:
ههههههه. ته وا رښتيا ته نه یې خبر! دا ټول ستاسو له لاسه، هره ورځ کسان لېسو ته رالېږئ، د هغه نو د وېښتانو له کشولو، څپېړو او لغتو وارولو او خشونت پرته بل کار نشته، بس سمه يې له سره زده نه ده.
دې قیوداتو نوره بېخي فضا راباندې تنګه کړې ده.
ځږږږږږ مې تر غوږ شو. جیب ته مې لاس کړ، د مور له خوا پنځه زنګونه راغلي وو.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب