یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د شهید مورکۍ خپله وعده پوره کړه / پاکیزه ارزو

د شهید مورکۍ خپله وعده پوره کړه / پاکیزه ارزو

 په ملي بیرغ پوښلي تابوت ته د شهید مورکۍ ناسته ده او خاندي، په ملي رنګونو پوښلي مغرور تابوت کې د افغان تاریخ ستر ملي شهید ګیلامن وزیر په غرور خو ارامه په ابدي خوب ویده دی، د شهید مورکۍ تابوت ته ناسته ده او خاندي، هغه د شهید د سرښېندنو حماسې بیانوي او د شهید مېړنی او افسانوي وجود په خندا خندا  للو کوي او د الاهو په ترنم یې زنګوي. 

د شهید تابوت ته ناسته مورکۍ خاندي، دا یوه عجیبه نوې صحنه ده، دا له خیال او له تصوره لرې صحنه ده، دا صحنه د تاریخ په پاڼو کې د پښتنې مور د صبر او استقامت داستان دی، دا صحنه د تېر شوي تاریخ د عکاس عکاسي شوی عکس دی، دا په ننګیالیو د جوړو شویو فلمونو رښتني کیسه ده چې زموږ د سترګو وړاندې عکاسي کېږي، دا د لوی خوشحال خان د شعر د سترې پښتنې د ستر قامت تصویر دی چې مجسم شوی او موږ په رڼو سترګو ورته ګورو.

د شهید تابوت ته ناسته مورکۍ خاندي، دا خیالي انځور نه دی، دا د زرغونې د احمدشاه او د نازو د میرویس خانه مېړانه ده او دا د میوندۍ ملالې د ټپې د شور او ځواک صحنه ده چې د تاریخ پاڼو ته بیا سپارل کېږي. دې صحنې ته ټول حیران دي، داسې حیران چې د زړه د درد څړیکه ستر اندامونه لړزوي او آن د اووم اسمان عظمت ورته حیران دی چې د شهید مورکۍ تابوت ته ناسته ده او خاندي… 

 په ملي بیرغ پوښلي تابوت ته ناسته مورکۍ خاندي، دا په غم کې د ښادۍ یو بې مثاله مثال دی. هغه د ملي شهید له تابوت څخه د درې رنګه ملي بیرغ یوه څنډه ګوښې کړي او د شهید زوی مخ ته د تابوت له وړې کړکۍ ورګورې، مورکۍ مسکه شي او د شهید له سپېڅلي بې روحه جسد سره خبرې کوي:« څرنګه ښکلی دی… تر دا برګو سترګو یې جار شم…». د مورکۍ خوله له خندا ډکه ده خو زړه یې زخمي دی، د مورکۍ خوله له خندا ډکه ده خو سترګې یې غمجنې دي، هغې په تابوت لاس ایښی لکه  د ځوان شهید زوی اوږه چې یې امسا وي او دا پرې تکیه ده. 

د شهید مورکۍ بیا بیا خاندي، د شهید په تابوت د مینې او مورنۍ عاطفې لاس تېروي، مورکۍ شهید زوی ته مینه ورکوي،هغه د شهید زخمونه ښکل کړي او د پاک شهادت مبارکي ورکوي: « شهادت یې په برخه شو…». 

د شهید ملګري د شهید له مورکۍ سره په خوښۍ ملتیا کوي، هغې ته دا احساس ورکوي چې دا خو ته دومره ستره او زړوره یې چې داسې میړنۍ زوی دې روزلی و، یو غږ دا هم پرې وشي وګوره ادې:« دلته ډېر خلک راغلي دي، ټول وایي مورکۍ هم لکه ګیلامن پیاوړې ده، مورکۍ وخاندي او د شهید زوی ملګرو ته ډاد ورکړي:« دی د قام بچی واو قام ته مې ورکړ».

د شهید مورکۍ ډاده ناسته ده، هغه ژاړي نه، هغه پوهېږي نازولی زوی یې د قام، ملت او د وطن د ملا تېر و، هغه پوهېږي وطن او قام د خپل پاېښت او استقامت د ملا تیر بایللی خو هغه نه ژاړي، هغه خاندي ځکه د هغې زوی د وطن په نوم شهید دی، هغه د خپل ورک هویت په اصل او د ورک هویت په رنګونو شهید دی، هغه د خپل پلار او نېکونو په لوی افغانستان پسې شهید دی. مورکۍ  ځکه نه ژاړي چې د شهید زوی مبارز ملګري یې کمزوري نه شي، هغه نه غواړي په ژړا ځان کمزوری کړي او دښمن په ځان پسې وخندوي. د شهید مورکۍ نه ژاړي، هغه نه غواړي چې د شهید زوی د ازادۍ د ارمانونو دنګ څلی په کمزورو اوښکو ونړوي، هغه خاندي او ټولو ته دا ښیي چې ژړا د زړورو خلکو کار نه دی، هغه خاندي او دښمن ته دا پیغام ورسوي چې په موږ د ماتولو وار مه کوه، موږ نه ماتېږو، نه ورکېږو او نه ژاړو… هو؛ د شهید مورکۍ نه ژاړي ځکه په ملي بیرغ پوښلي تابوت کې په درې رنګه ملي بیرغ میین بلبل او د ازادۍ د سندرو بې باکه مست شاعر او مبارز ویده دی او د خپل ویاړلي تاریخ د نېکونو په لاره د بیا ژوندي کېدو په ابدي سفر روان دی.

د شهید مورکۍ تابوت ته ناسته ده او خاندي، هغه ماته خاندي، هغه تاته خاندي، هغه ټول قام ته خاندي ځکه مور د زړه تکیه وي او هغه نه غواړي چې د قام د زړه تکیه یې ولړزیږي. د شهید مورکۍ خاندي تاته وایي، ماته وایي چې منزل لا ډېر لرې دی او لا ډېر مزل پاتې دی، لا خو د رژېدلي ګلاب خوشبویي د وطن په خړه خاوره پاشل شوې نه ده، لا د وطن دنګ دنګ غرونه په درې رنګه رنګ، رنګ شوي نه دي او لا د شهیدو ارمانونو جنازې خاورې شوې نه دي.

د شهید مورکۍ تابوت ته ناسته ځکه خاندي چې ما، تا او ټول پشتون قام ته په خندا خندا کې ووایي، ژړا مېړانه نه ده، مېړانه د ازادۍ د ورکې سندرې اواز جګول دي، د ازادۍ هغه سندره چې د ازادۍ بلبل به ترنم کوله:

د ګیله من په زړه ورېږي

درې رنګه بیرغ د افغانانو دی

د شهید مورکۍ نه ژاړي چې زما او ستا لوی پښتون قام ته دا وښیي چې امسا په لاس د کمزورۍ او ماتېدو نښه نه ده، مات او  کمزوري هغه دي چې د ازادي په ننګه توره پورته کولای نه شي. د شهید مورکۍ ځکه تابوت ته ناسته ده او خاندي چې پښتون ته دا وښيي چې د وطن په ننګ مړ، مړ نه دی، د بې ننګه ژوند جفا ده. د شهید مورکۍ ځکه نه ژاړي او خاندي چې ماته او تاته د غلامۍ له قیده خلاصه دا سندره زمزمه کړي:

 د ازادۍ، د غلامۍ له ژونده سل ځله بهتر دی مرګي

 د ازادۍ د ننګ په لار کې معتبر دی مرګی…

د شهید مورکۍ د شهید زوی تابوت ناسته ځکه خاندي چې خپله وعده یې پوره کړې، د شهید مورکۍ تابوت ته ناسته ده او خاندي چې ته، زه او ټول قام د شهید په وینو ننګ وکړو او ازادۍ د غیرت دا چيغه  زمزمه کړو:

مورې لندی ټوپک مې راکړه

په وطن جنګ دی، پنجابیان راغلي دینه

1 COMMENT

  1. پدی کې خو هیڅ شک نشته چې د شهید ګله من مورکۍ یوه قهرمانه میرمنه ده او د هغه صبر او زغم ته دوه لاسي سلامي.
    خو سره لدی د داسې یو اتل زوې وژل کیدل چې په لر او بر کې سلهاو زره انسانان یې وکړول نو مور یې خو له ټولو نه ورته نږدې و.
    طبعأ د شهید ګیله من مورکۍ چې خپل د زړه ټوټه یې له لاسه ورکړ هغه به څنګه خفه نوي.

    زما په آند لطفأ دا انځور چې د ګیله من مور د ګېله من د جنازې تر څنګ په موسکا ده لدی لیکنې نه ایسته او د دې انځور پر ځای یو بل مناسب انځور دې لیکنې سره خپور کړۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب