پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد باړه گلۍ فیصلې/ استاد هوتک

د باړه گلۍ فیصلې/ استاد هوتک

(پنځمه برخه)

(د باړه گلۍ د فیصلو دغه برخه چي ما د ښاغلي حبیب الله رفیع صاحب د” ژبساتنه” کتاب له ۱۸۸ ــ ۱۹۴ مخونو سره وکتله، محتویات ئې همدغه ول، خو جملو ئې توپیر درلود. دا توپیر داسي نه دئ چي اصلي فیصلې ته دې زیان رسولی وي. ځکه نو زه له زیاتو تبصرو تېرېږم او یوازي په ۴ مه ماده کي یوه زیاتونه وراچوم. نوره فیصله سمه را اخیستل سوې ده. هوتک )

 پښتو د متحد ليکدود او ليکلار لپاره د (( باړه ګلۍ )) د غونډې متفقه پرېکړې ( فيصلې )

======================================

د پښتو ليکدو د په هکله د پښتو ټولنې د درېمي فيصلې څخه ( ٣٢ ) کاله وروسته يو ځله بيا د دې شرايط برابر شول چې د پښتو د يو متحد ليکدود د را مينځ ته کولو لپاره عملي هلې ځلې وشي. په دې لړ کښی د پېښور پوهنتون د پښتو ا کيډيمی په نوښت ( ابتکار ) او د صوبه سرحد د حکومت په سپار ښتنه د ١٩٩٠ م کال د جولای د مياشتی له ( ١٠ ) تر (١٢) پورې د سوات په (( باړه ګلۍ )) کښی يو درې ورځنی سيمينار چوړ شو چې پکښې د پښتو نخوا له ګوټ کوټ څخه تقريًبا سلو تنو اديبانو او ژبپو هانو ګډون کړی ؤ . دې غونډې په خپلی لومړنۍ ناسته ( نشت ) کښې د کار شل کسيزه کمېټه و ټاکله چې پکښې دغه ښاغلي شامل وو:

(١) پروفيسر سيد محمد تقويم الحق کاکا خيل (٢) پروفيسر جهانزيب نياز (٣) پروفيسر نصيرالدين (٤) حبيب الله رفيع ( ٥ ) منتظر بيټنی (٦) عبدالکريم بريالی (٧) همېش خليل (٨) ډاکتر محمد اعظم اعظم (٩) ډاکټر خالد خان خټک (١٠) محمد پرويش شاهين (١١) پروفيسر محمد افضل رضا (١٢) پروفيسر خوجه محمد سائل (١٣) نورشاه جهان انور (١٤) ډاکتر وردک ( اعزازي غړی ) ( ١٥) سيال کاکړ ( ١٦ ) سيد احمد مومند (١٧) ډاکتر مـحمد اقبال نسيم خټک (١٨)ډاکټر محمد اسرار ( ١ عزازی غړی ) (١٩) خيبر افريدی (٢٠) پروفيسر يار محمد مغموم.

د کار د کمېټی غړيو په درېوو ناستو کښې د پښتو ليکدود مشکلات ، کشالې او ګډوډۍ په هر اړخيزه توګه وڅېړلې، په ټولو يې په سړه سينه غور وکړ او په هره برخه کښې تر علمي بحث وروسته يوې نتيجې ته ورسېدل . کمېټی د خپل کار ورو ستي تنايج او پرېکړې په لويه غونډه کښې واورولې چې د ټولو تائيد او ملاتړ يې تر لاسه کړ، نو د پښتو متحد ليکدود په هکله پې خپلی وروستۍ متفقه پرېکړې داسې صادرې کړې:

  1. هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلې دي او معنا يې هم هغه ساتلې ده هغه به پخپل اصل شکل کښې ليکلی شي، لکه قصه، قميص ، ضعيف. او هغه کلمات چې پښتو خپل کړي دي، معنا يا شکل يې بدل شوي دي ، هغه به په پښتو کښې په اوښتي شکل ليکلی کېږي، لکه تپوس ، پام . او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نه ليکو – مثلاً: (( تورخم )) به په (( ت )) ليکو په (( ط )) به يې نه ليکو.
  2. (( ڼ )) به د يو توري په شکل کښې د پښتو په ١ – ب –ت ، يعنې حروف تهجي کښې د (( ن )) نه وروستو ليکلی شي او نوم به يې (( نوڼ )) وي.
  3. هغه کلمې چې په اخره کښی ( زور )) لري هغه به په ( ه ) ليکلی شي لکه : خوشحاله ( مذکر ) خوشحاله ( مونث ) او دغه ( ه ) به د تانيث مخصوص علامت نشي ګڼلی.
  4. (( مد )) په پښتو کښې نشته. ( ښاغلي رفیع داخبره پر زیاته کړې ده چي ” البته د نورو ژبو په کلیمو کښې به په دخیل ډول له لومړۍ پرېکړې سره سم لیکل کېږي”.)
  5. مجهوله (( ی )) چې په قطبی پښتو نخوا کښې پرته ليکل کېږي، هغه په همداسې پرته ليکلی شي، لکه: سړی وغيره ، البته په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به د دوی د خپل ليکدود سره سمه د مخکښې په شان ليکلی شي.
  6. مخصوصه ( ی ) به د کلمې پۀ مينځ کښې (( ېـــ ) او اخر کښی (( ې )) ليکلی شي لکه سړې او بۀ ، خېر و غيره. مجهوله يعنې پرته (( ېــ )) غوندې ليکلی شي.
  7. د معروفې (( ي )) لۀ پاره به دوه څنګ پۀ څنګ ټکي (( ي )) ليکلی شي، لکه سړي ، زمري وغيره.
  8. يای تانيث (( ۍ )) به پۀ اخر کښې د کش سره ليکلی شي لکه کرسۍ ، جينۍ وغيره.
  9. د فعل د پاره به د مخکښې غوندې د (( ی )) د پاسه (( ء )) ليکو ، لکه : وخورئ ، وکړئ وغيره.
  10. پۀ ضميره متصل او (( ئې )) کښې به پۀ (( ی )) باندې همزه ليکلی شي او مخصوصه ((ې )) ليکلی شي او يا به (( ی )) او مخصوصه (( ی )) ليکلی شي لکه پۀ (( يئ )) کښی به يوه (( ی )) او پۀ دويمه (( ی )) باندې همزه ليکلی شي.
  11. پۀ داسې ((ه )) کښې لکه زړۀ – ښۀ ، پۀ کښې به د (( ه )) د پاسه (( ء ))وي په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به هم دغه رنګ ليکلی شي.
  12. (( ګ )) به په کونډ ليکلی شي.
  13. کښې ، کښېناستل، نخښه، بخښل او داسې نور ټکی به هم دغه رنګ ليکلی شي .
  14. معدوله (( واو )) به د ټکونه نشي غورځولی، لکه : خولۀ ، خواړۀ ، ګوند ، غوندې وغيره.
  15. هغه ټکي يا کلمې چې د عربۍ اوفارسي نه د (( پيش )) په حالت کښې راغلي دي په (( پيش ) به ليکلی شي يعنې پخپل رنګ کښې لکه ګل ، بلبل- هغه پښتو کلمې چې پيش لري هغه به په مجهوله (( واو )) ليکلی شي ، لکه : پوښتنه، مور اونور
  16. معروف (( واو )) به د کلمونه نه غورځول کېږي او د پاسه به پيش ورکولی شي، لکه: نوُر – سوُر وغيره.
  17. د پښتو مخصوص توري څ-ځ-ښ-ږ به همدغسې ليکلی شي.د کمېټې سفارش دی چې پښتو اکيډيمي دې د مرکزي او صوبايی حکومت پۀ مدد داستادانو او طالب علمانو د پاره يو رهنما کتاب تيارکړي چې د دې ټکسو په استعمال کښې اشتباه ختمه شي. ( د فيصلی په پای کپې (٢٠) کسيزې کمېټې د غړو لاسليکونه کړي دي .)

+++++++++++++++++++++++

(په راتلونکې برخه کي به زه ددغو فیصلو په باب وږغېږم. خپل نظر او د نورو نظرونه به درته وړاندي کړم (انشاء الله))

(نوربیا)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب