یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد ډي ویټامین خوړل ولي دومره اړین دي؟

د ډي ویټامین خوړل ولي دومره اړین دي؟

پوهنمل حاجي محمد نوزادي –

 د عادت له مخي مي د کاغذ پر مخ هر ډول لیکنو ته سترګي اوړي . له همدې عادت سره سم مي د « Helse » په نامه د ډنمارکي ژبي مجلې د ۲۰۰۵ کال شپږمه ګڼه پرانیسته او سمدلاسه مي سترګې پر «D » ویټامین ولګیدې. که څه مي هم د دې ویټامین په هکله مالومات درلودل او هره میاشت یې یوه پیچکاري د خپل ډاکتر له سپارښتنې سره سم لګوم ، خو بیا مي هم د هغه په اړه لیکلیي مالومات تر پایه ولوستل. غواړم چي ټول وطنوال مي د دې توکي په اهمیت پوه سي ځکه چي د نورمال فعال ژوند د پاره په تیره بیا په اروپایي هیوادونو کي د میشتو کسانو د پاره ډیر اړین دي .

خبره به نه غځوم، دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :

     د وګړو بیلابیل ګروپونه په تیره بیا د پاخه عمر خاوندان او په ځانګړي ډول له ۶۵ کلني عمر نه لوړ کسان هره ورځ په یوه ټاکلې کچه د « ډي » ویټامین اخیستلو ته اړتیا لري. برسیره پر دې هغه کسان چي د پوستکي رنک یې تور یا تاریک غوندي وي او هغه کسان چي تل یې ټول بدن په جامو کي پټ وي هم د دې ویټامین اخیستل ورته ډیر اړین دي. په همدې خاطر ده چي د خوراکي توکو اداره او روغتیایي ادارې باید تل د خلګو پام د دې خبرې و اهمیت ته را واړوي .

       « ډي » ویټامین د خپلو ځانګړتیاوو له مخې له نورو ویټامینونو سره توپیر لري . دا ځکه چي دا ویټامین هغه توکی دی چي د انسان بدن یې پخپله د لمر وړانګو ته د مخامخ کیدو په مرسته تولیدوي. په دې توګه لمرینې وړانګې د « ډي » ویټامین تر ټولو مهمه سرچینه ده. که چیري په کور کې د تړلو دروازو شاته، یا په سیوري کي پاته یو ، بدن مو دا ویټامین نسي تولیدولای. که چیري مو هم د بدن پوست تاریک غوندي وی همدارنګه د لمر وړانګي د دغه ویټامین په جوړولو کي مرسته نسي کولای، ځکه چي یوازي د پوست روښانه رنګونه د دې کار وړتیا لري. هغه کسان چي د عادت یا کلتور له مخې  تل په جامو کي پټ ګرځي او د بدن پوست یې د لمرینو وړانګو سره نه مخامخ کیږي، د هغوی بدن هم ددي ویټامین په جوړولو کي فعال نه وي . ددي ټولو کتیګوریو برسیره ، هغه کسان چي عمر یې زیات وي هم یې بدن ددي ډول تولیداتو له مخي کمزوری کیږی او په اړین مقدار یې د جوړولو وس له لاسه ورکوي .

     خوراکي مواد د « ډي » ویټامین د دویميې کچې سرچینه ده . داځکه چي اکثره خواړه په اړین مقدار دا ویټامین نلري او له دې کبله یوازي په غذا سره د دې ویټامین کمښت پوره کولای نسو.

     په بدن کي د « ډي » ویټامین کمښت د (osteoporose) ناروغي لامل ګرځي چي له کبله یې د هډوکو پوکوالی (پوچوالي) منځته راځي او هډوکي په لږه صدمه سره ماتیدلاي سي . د « ډي » ویټامین کمښت له دي پرته په ځانګړي ډول د پاخه عمر په کسانو کي د عضلاتو توان کموي چي په پایله کي یې دا ډول خلک خپل توازون نسي ساتلاي او لویږي (غوځاریږي) . څیړنو ښودلي ده چي دا ډول ستونزي په « ډي » ویټامین سره تداوي کیدلای سي . پدې توګه په ورځني ډول د کلسیوم په ترکیب کي د « ډي » ویټامین ګډون او خوړل د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنو پوري د (osteoporose ) او تر ۱۰ سلنو پوري د پخو کسانو د لویدلو مخنیوي کوي . د همدي لامله د لوړو یادو سوو کتیګوریو کسانو د پاره ( که ماشومان وي یا غټان ، ښځي وي یا نارینه ، اُمیدواره یا شیدې ورکونکي ) اړینه ده چي هره ورځ د ۱۰ میکروګرام په اندازه « ډي » ویټامین واخلي . هغه کسان چي شیدې یا نور لبنیات نه کاروي ، باید د « ډي » ویټامین سره ګډ کلسیوم واخلي . ددې موادو ورځنۍ کچه باید د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ملي ګرام پوري وي . تر لس کلني ټیټ ماشومانو ته ۵۰۰ ملي ګرامه هم بسنه کوي .

د زړو کسانو د پاره باید ورځنۍ کچه « ډي » ویټامین ۲۰ میکروګرامه او د کلسیوم ورځنۍ کچه یې باید د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ملی ګرامه پوري وي . دغه کسان سره لدې که شیدې یا نور لبنیات هم کاروي ، باید نوموړي توکي هره ورځ واخلي کنه نو د یادو سوو ستونزو سره لاس او ګریوان سي .

   د ژباړې پای

ډنمارک ــ ۲۲ / ۱ / ۲۰۱۶

3 COMMENTS

  1. مننه کوم دمغلوماتو نه دی په افعانستان کی د ډاکټرانو ټيټه کچه او د خلکو اقصادی مشکلاتو له امله نشی کولی داسی مغلومات په اسانی سره لاس ته راوړی او دهغه یی ډیره اسان لاره ده هیله لرم ادامه ورکړی.

  2. دډاکاترنوزادی صاحب دګټور معلومات څخه مننه خو که چیری دهغو سبزیجاتو او میوه جاتو یا نورو خواراکی توکو چی ډی ویتامین ولری دیو لیست په ډول معلومات دپاره نشر او وړاندی کړی ډیر به ضرور او دخلکو دپاره به اسانتیا وی . مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب