Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک: په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته رسېدلې

نړیوال بانک: په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته رسېدلې

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته رسېدلې او په ۲۰۲۴ کال کې د دغه هېواد شاوخوا ۷۲.۶ میلیونه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

د راپور له مخې، د پاکستان ۲۳ سلنه وګړي یا له ۵۷.۶ میلیونو ډېر کسان هره ورځ له درېیو ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي. همداراز، د دغه هېواد ۴۷.۹ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۲۰ میلیونو اوړي، هره ورځ له ۴.۲۰ ډالرو څخه کم عاید لري.

راپور زیاتوي چې د پاکستان ۲۱۸.۸ میلیونه وګړي، چې د ټول نفوس ۸۷.۱ سلنه جوړوي، هره ورځ له ۸.۳۰ ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، په پاکستان کې د څو اړخیزې بېوزلۍ کچه ۲۷.۱ سلنه ده. په کلیوالو سیمو کې دا کچه ۵۶.۴ سلنې او په ښاري سیمو کې ۳۴.۴ سلنې ته رسېږي.

نړیوال بانک د بېوزلۍ د زیاتېدو عمده لاملونه د بیو لوړوالی، اقتصادي رکود او د خلکو د عایداتو کمښت بللي دي. د راپور له مخې، د خوراکي توکو او برېښنا، ګاز او تېلو د بیو لوړېدو تر ټولو ډېر د ټیټ عاید لرونکي او بېوزله وګړي اغېزمن کړي دي.

پاکستان د خپلو عوایدو لویه برخه پر پوځ او پوځي چارو لګوي او د بودجې د پوره کولو لپاره د تېلو، ګازو او خوراکي موادو مالیې پر له پسې لوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...