Homeخبرونهپاکستان د خیبر پښتونخوا په ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو د...

پاکستان د خیبر پښتونخوا په ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات پیلوي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو او نورو بې‌اسناده بهرنیو وګړو د پېژندلو او بېرته ستنولو لپاره د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی بشپړ کړی او ټاکل شوې ده چې د نوومبر له لومړۍ نېټې پیل شي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې به ۱۲۰ ځانګړې ډلې برخه واخلي او د خیبر پښتونخوا په ټولو ۳۴ ولسوالیو کې به فعالیت وکړي. د دغو ډلو ۵۰ به په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو کې او پاتې ۷۰ به په استوګنو سیمو کې د افغانانو او نورو بې‌اسناده بهرنیو وګړو د پېژندلو لپاره پلټنې کوي.

د راپور له مخې، د عملیاتو د همغږۍ او څارنې لپاره په پېښور کې ځانګړې خونه هم جوړه شوې ده. په دغو ډلو کې د پولیسو، فدرالي کانسټبلرۍ، د پلټنو فدرالي ادارې او نورو دولتي ادارو کارکوونکي شامل دي.

پاکستاني سرچینې وايي، فدرالي حکومت د ولسوالیو ادارو ته لارښوونه کړې چې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو هویت او د اوسېدو اسناد وڅېړي او د تورخم له لارې یې افغانستان ته د ستنېدو چارې برابرې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د حکومت له خوا د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به افغان کډوال په درناوي خپل هېواد ته ولېږل شي.

په همدې حال کې، د راپور له مخې، په یوه ورځ کې ۵۶ افغان کورنۍ، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان کېږي، د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. همداراز، د خیبر پښتونخوا د کرک پولیسو په تېري سیمه کې لس افغانان نیولي او د قانوني اقداماتو لپاره یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې شاوخوا ۲.۷۴ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخې ستنېدنې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد، د کار پر بازار او لومړنیو خدمتونو فشار زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې نژدې ۱.۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

ملګري ملتونه وايي، ډېرې راستنې شوې کورنۍ له لږو یا هېڅ ډول شتمنیو پرته افغانستان ته راځي او په لرې پرتو سیمو کې په خېمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي. د پاکو اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او د پېژندنې د اسنادو نشتوالی د دغو کورنیو ستونزې لا زیاتوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو بهیر پیل کړ، خو وروسته یې دا لړۍ هغو افغانانو ته هم وغځوله چې د اوسېدو بېلابېل پاکستاني اسناد لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان په پاکستان کې پاتې دي؛ چې ۷۳۹ زره یې د ثبت کارتونه، ۶۶۶ زره یې د افغان تابعیت کارتونه لري او شاوخوا ۱۵۹ زره نور بې‌اسناده دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د کچې او چټکتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي چې د ښځو، ماشومانو او زیانګالو کورنیو د حقونو او خوندیتوب لپاره باید لازم اقدامات وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...