Homeخبرونهپاکستان وايي، د جنوبي وزیرستان او پاړه چنار په شاوخوا کې یې د...

پاکستان وايي، د جنوبي وزیرستان او پاړه چنار په شاوخوا کې یې د افغانستان پر پوستو بریدونه کړي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۸ مه) پاکستاني امنیتي سرچینې ادعا کوي چې ځواکونو یې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان او پاړه چنار په شاوخوا کې د افغان طالبانو څو پوستې او پوځي تاسیسات ږیشتي او ویجاړ کړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، دا عملیات د اکتوبر په ۲۷مه د انګور اډې په سیمه کې د کرښې هاخوا ډزو په غبرګون کې شوي دي. پاکستاني سرچینې ادعا کوي چې د بریدونو په ترڅ کې د طالبانو سرتېرو خپلې پوستې پرېښې او د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پاکستان ابزور ورځپاڼې د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي، دغه عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د اکتوبر په ۲۷مه د انګور اډې په سیمه کې د هاوان مرمۍ د یوه ملکي وګړي ژوند واخیست، د یوې کورنۍ پنځه غړي یې ټپیان کړل او څو دوکانونه یې زیانمن کړل.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ پاکستان د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د افغانستان پر تاسیساتو په بې دلیله هوايي بریدونو تورن کړ او ویې ویل چې د پاکستان بریدونو ته یې ځواب ویلی دی.

دفاع وزارت همداراز وايي، د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکستان د هوايي برید په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پر قرارګاه او پوستې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د دوی په وینا ځیني پاکستاني عسکر وژل شوي او یا ژوبل شوي دي او تأسیساتو ته یې هم سخت زیان اوښتی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د تازه ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...