Homeخبرونهله خیبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی

له خیبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی

تاند (جمعه، د لړم/ قږس ۸ مه) پاکستاني رسنیو تېره شپه راپور ورکړ چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی او په همدې موخه په ایالت او ولسوالیو کې د کنټرول خونې جوړېږي. همداراز، د دغه ایالت په ټولو ۳۴ ولسوالیو کې له پولیسو څخه د راپورونو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، رسمي سرچینو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د بحرانونو د مدیریت ملي مرکز به د ورځې او شپې په اوږدو کې ایالتي حکومتونو ته اړینې لارښوونې کوي. سرچینې زیاتوي چې د افغان وګړو د بېرته ستنولو د چارو د ښه تنظیم لپاره د اداري چارواکو ترمنځ همغږي پیاوړې کېږي.

په همدې حال کې، چارواکو په پېښور کې د مېشتو او سوداګریزو فعالیتونو د ترسره کوونکو افغان وګړو په اړه د معلوماتو راټولول هم زیات کړي دي.

د سرچینو په وینا، د ښار په بېلابېلو سیمو او بازارونو کې د مېشتو افغانانو نومونه، د استوګنې پتې، د دوکانونو معلومات، د ګرځنده ټیلیفون شمېرې، سوداګریز فعالیتونه، د اولادونو شمېر، موټرونه او د عاید سرچینې ثبتېږي.

ویل کېږي چې چارواکي په بهرنیو هېوادونو کې د هغوی د خپلوانو او له دولتي کارکوونکو او چارواکو سره د کورنیو اړیکو په اړه هم معلومات راټولوي.

رسمي سرچینو ویلي چې د پېښور د مرستیال کمېشنر او د پلازمېنې د پولیسو د مشر (CCPO) په دفترونو کې د کنټرول خونو د جوړولو لپاره چمتووالی روان دی.

همداراز، د پولیسو د مرستې لپاره د سرحدي ځواک اضافي ډلې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ځای پر ځای کېږي.

سرچینې زیاتوي چې د پېښور د سبزیو او مېوو په بازارونو او نورو سوداګریزو سیمو کې د هم‌مهاله عملیاتو لپاره هم چمتووالی پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...