جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ناسپړلی پسرلی| عبدالودودهمت عمرزوی

ناسپړلی پسرلی| عبدالودودهمت عمرزوی

د استاد محمدصدیق پسرلي په شعريزه نړی کې يو څو کاواکه فکري ګامونه

د استاد پسرلي پر شعر خبره کول کومه آسانه، ساده او عادي چاره نه ده، ځکه په دې ورېښمينه او زرینه دنیا کې لاري دومره  نازکي او باریکي دي چې هره شېبه د فکر د ګامونو ښویدنه شوني او بِلفعله ښکاري او په دې لارو کې له پيل نه تر پایه شعوري حضور په کار دی ځکه په هر ګام کې  د قیمتی ذرو زرین هارونه مونده سي نو ماهر زرګر غواړي چې د پېژند او تراش چاره يې په هنري انداز ترسره کړي، همدا شان دلته د يو پټ ادبي خوند جذاب کشش، جالونه غوړولي چې سړی په خپلو جادویې تارونو پسې راکاږي او کشوي يې نو مونږ به په دې هنري رنګارنګیو کې د رنګین سفر څوقدمه  را ادل بدل کړو او وبه ګورو چې څه پایله مو د فکري یون په دې بهیر کې په لاس راځي؟ اوس مونږ دلته د استاد د شعري کیفیتونو، خوږلنو او ځانګړنو په فکري مزله کې له دغسي يوې تجربې سره مخ کېږو چې لکه د رڼا کچ مېچ معلومول چې ستونزمنه چاره ده دلته هم شنونکی په داسې يو متحیر او ناچار حالت کې را ګيردی چې د دې شعري ګلبڼ د کوم ګل بوی، رنګ، جلوه او وږمه د خپلو پنځګونو حواسو په دایره کې حس او را ایساره کړي، اود کوم حس نچوړ له لوستونکو سره شریک کاندي ځکه حواس هم کله کله د ډېرو مختلفو خوږلنو په اوج او جوپو کې ګنځ غوندي سي، په دې شعري جهان کې د ژوند له ویړکتاب نه کوم څه دي چې هغه دي دلته نه وي ياد سوي او تشه دې مونږ ته محسوسه او ملموسه سي؟ دا خو يو بشپړ ادبي_ هنري مکتب دی چې د هنر په ژبه د ژوند ټولي اړوندي خواوي په هنري ظرافت او ادبي رسالت بیانوي، استاد پسرلی د پښتو معاصر او نوي شعر هغه قافله سالار دی چې شعر يې د شعر په بشپړه معنا ویلی او لیکلی دی، زه چې کله د استاد شعر لولم داسي فکر راته ودرېږي چې ته به نور د شعر په نړی کې د تورو او لفظونو سره هسي چټي لوبي نه کوې او د داسي پيکه شعر په لیکلو به استاد ته خدای مکړه بې احترامي نه کوې! ځکه شعر لیکلو ته خو خدای تعالی ج استاد پسرلی خلق کړی دی او بس، دا هستي به د پښتو ادبي دنیا د پېړيو پېړیو په لړ کې زمونږ او راتلونکو نسلونو ادبي لوږه او تنده خړوبوي، دا به پایې او دا به همداسي په ښایستونو ښایې، زه دلته غواړم چې د استاد په شعري تبحر او کیفيتي جوهر تر خپلي وسي، لږ تم سم او که ګوندي وکولای سم چې په دې ظریف او زرین بزم کې يو خپل د پرې نیمګړی وار تېر کړای سم.

د استاد پسرلي په شعر کې د ژور فکر افاده:

فکر د انساني کړو وړو بِالقوه محرک دی همدا فکر دی چې زمونږ د عمل او خوځښت سبب ګرځي، د ذهن په چهارچوب کې فکر فوران کوي او انسان د څه چاري ترسره کولو او ویلو ته چمتو کوي، هو فکر د انسان د معنوي دنیا په ژورو کې د انساني کړنو طراح او ماهر پلانوونکی ځواک دی چې په مادي نړی کې د عمل په توګه ځان ثابتوي، اما دلته مونږ په شعر کې د فکر پرنقش تم کېږو، شعر چې د خپلو ټولو رغوونکو عناصرو لکه، فکر، احساس، عاطفې، تخیل، آهنګ… په ګډوله کې د يو دروني فوران پایله ده نو اوس دا مسله هم رامنځ ته کېږي چې د فکر ډول او څرنګوالی هم په شعر کې د بحث وړ دی، د شاعر د فکر طرز او دا چې په څه پوري تړلی دا هم د بحث مهم اړخ دی، مخکي مو وویل چې فکر د انساني کړنو محرک دی اما په يوازي ځان نه! بلکه جذبه او احساسات نو د څه لپاره دي؟ اوس بیا دا پوښتنه را پيدا کېږي چې د فکر محرک نو څه کېدلای سي؟ بهرنی طبیعت او که بل څه؟ په هر صورت دا بحث که همداسي وڅېړو نو له خپل اصلي موخې او مسير څخه په بله خوا درومو، راځو د استاد پسرلي فکري منځپانګي او په شعر کې يې کاروني ته، پورته مو وويل چې استاد خدای تعالی ج لکه چې شاعر خلق کړی وو نوځکه يې هم کړه وړه او هم تخلیقي حاصل هنرمندانه او شاعرانه وه، د استاد د شعري ځانګړنو يوعمده خصیصه داده چې آن په یوبیت کې خپل د خبري ټول اړخونه، مبتدا، خبر، علت، معلول، سوال، ځواب… هرڅه بشپړوي لوستونکي ته د نور تفحص ځای نه پاتېږي ولي د فکر ژوروالی يې سړی په فکري سېلابي څپوکې ډوبوي او څو چې ځان تري را اوباسي بلا شېبې تېري وي.

څه ځای د حیرانۍ نه دی چې ګاز هم اوبه کېږي
مړو اوښکو ته مي وګوره آواز هم اوبه کېږي

په دې بیت کې څومره ژور ساینسي او بیولوژيکي مسایل راوړل سوي دي، تشبه، استعاره او انځورجوړونه څومره سنجیده کارول سوي دي، فکر څومره پٌررنګه رول لوبولی دی، له یوه اړخه سړی فکرکولو ته اړباسي، له بل اړخه د شاعر انسان د دروني محشر د درد داستان بیانوي، هلته يو بېل وجودي طوفان روان دی چې ددې طوفان چغه او طغیان د سکوت په تبر ویلي کېږي او بالاخره د دې ويلي سوي ذره اي فوران جوش په اوښکو کې تراوش کوي اوبهرته راڅڅېږي.

ماته تر پرتو کاڼو د لاري دوړي ښې ښکاري
نه وینم د پورته الوتلو زور په تیږو کې

دلته د کایناتو د ذراتو دقیقه پرتله او بیا د انسان سره د دې ښکارندو تړاو او په نهایت کې انسان ته دا په ډاګه کول چې ساکن حالت، ماده ایزپړسوب، بې خوځښت اوبې مرامه ژوند لکه د کاڼو او ډبرو په څير حالت انسان ته په زیان دی او نه ورسره ښايې.

دا تېری بخښلای نه سي مینه په درشل د ناز
خپلو بې فکریو ته چې کله د خدای کړه وايو

بیاهم استاد پسرلی څومره باریک ټکي ته زمونږ فکر وربولي، نوموړی په هنري شعري ژبه دا راته وايې چې مینه د ناز په نوم هره تېروتنه، بې غوري اوبې پروايې نه مني، همداشان د انسان بې فکری او بې غوری ته هم په دې بانه چې دا به د تقدیر فیصله وي برائت نه ورکوي انسان فکر کولو ته رابولي او سنجیده عمل ته يې هڅوي.

ورک وي چې تنها وي په اسبابو متکي خلک
چا وېل چې پیدا لکه مېږی سپکي وزري کړه

زمونږ د پورته بېلګي د شنني په تقابل استاد يوازي او يوازي پر انساني اسبابو او وسېلو هم تکیه نه کوي بلکه نوموړی د یو مومن معتدل مسلمان په توګه مونږ ته دا پېغام راکوي چې انسان به هم خپل خدای ج ورکړي دروني او بېروني وسایل په کار اچوي او هم به په خپل خالق ج توکل او تکیه کوي، ځکه د ژوند معتدل او میانه روه بهیر همدا غوښتنه کوي.

تشه دٌعا چې عمل نه وي غولول دي د ځان
د چنار پاڼو ګوری وچ کړل په دعا لاسونه.

بیا هم انسان ته د تقدیر ترڅنګ د تدبیراو خوځښت بلنه ده، او د خدای تعالی ج د دې قول په مصداق چې تاسو حرکت کړی زه به برکت کړم، استاد مونږ همدې ټکي ته متوجه کوي، او د خپل حال د بدلولو د تکل د هڅي توان راپکښي ټوکوي.

پایله: 

د استاد په شعر کې فکر په داسې پراخ او خور شکل شتون لري چې هره کلیمه او هر لغت يې د بشپړي فکري معنا افاده کوونکي او ارایه کوونکي دي، ياده فکري پېرایه په خپل طبیعي ماهیت او رنګ ځان ښکاره کوي او هسي تش تصنعي وچ کالبد نه دی، همداراز استاد پسرلی پښتون انسان د خپل اصلي ماهیت او پېژند په اډانه کې فکر کولو ته رابلي، ځکه استاد په دې پوه دی چې د پښتانه فکري دنیا څومره ویرانه او بې سراوسامانه ده، نو د لوی انسان د بې شميره غوره ځانګړنو څخه يوداهم ده چې په طبیعي او ارثي لحاظ خپل ولس ته په خپله ژبه د دوی د رنځونو د علت اوعلاج راز څرګند کړي چې له نېکه مرغه استاد پسرلي داچاره په پوره درایت او غوره حکمت ترسره کړې ده.

د استاد پسرلي په شعرکې د تخيلي بېلګو ارزونه:

خيال او تخییل اوپه شعرکې يې ځای او رول بېل بحث او بېل وخت غواړي زه فکر کوم چې خیال د فکر څخه باغي او بې مهاره بلند پروازه او نورازه توکی دی چې الوت يې د ناممکناتو او نادراتو پر آسمان وي او دا لیونی کله کله داسي خرخښې کوې چې د فکرسره نه پخلا کېږي ځکه فکر واقعیت ته تمایل لري او دا باغي ځواک د حقیقت او واقعیت په نوم څه نه پېژني، یو سرزوره لیونی دی چې په مخه دي مه درځه، هغه څه کوي اوهغه څه وايې چې د منلو معیارونو سره هيڅ ورته والی نه لري بس خپل په زړه چې څه کوي نو ښه کوي بله غیر مادي ښکارنده يې سیالي نه سي کولای دا خیال دی او دايې کمال دی!

د شاعر اخذ، تفکر، لیدلوری، احساس، عاطفه، د طبیعت پروړاندي غبرګون… دا د منلو او سنتي معیارونوپه ظروفو کې نه ځایږي، سرشار او فوران يې پرته د خیال له ظرف څخه په بل لوښي کې د خوندي کولو او مهارولو نه دی، نو په دې اساس په ناخوداګاه توګه د خیال په نرمو وزرو د خپل دروني تاثرله آسمان څخه د لفظونو په ژبه د ژوند هراړخیزه ژباړه کوي.

نرم زړونه بویه د لطیف حسن ساتلو ته
ډېري دي آیني کې د ادا ګلونه وکرل

په دې بیت کې چې مونږ ته د زړونو توپير هم راپه ګوته کوي د خيال په نرمه هنري ژبه داهم راته وايې چې په هندارو کې حسن نه خوندي کېږي او د ښکلا د خوندي کولو او خپرولو ځای يوازي او یوازي نرم زړه دی اوبس.

لکه آواز د آرزوګانو په هوا درغلم
لکه سېلاب بېرته په خپله غاړه وړم جنازه

خیال دلته بیاهم بلا کوي، په څومره بېساري قوت د انسان د هيلو انعکاس انځوروي، او تشبه يې څومره ماهرانه ده چې همدا آرمانونه يې د سېلاب د څپو د ختمېدو او بیا يې ساحل کې د ورکېدو سره په کوم شاعرانه انداز تشبه کړي  دي، دغه ډول هنري هستونه پرته له مخیل ځواک څخه ناشوني ښکاري.

که رڼې اوښکي دي پسرلیه ترجماني نه سي
پټو دردونو ته لفظونه لري کله ژبه؟

شاعر بیاهم د خیال په پېرایه کې د خپلو روحي دردونو د اظهار ژبه د اوښکو چينه ګڼي اوبس، بله داسي کومه وسیله نه ګوري چې په هغي دي د ده د داخلي درد ژباړه وسي، دا یوازي د اوښکو ژبه ده چې دروني المونه په بهرني چاپریال کې په خبرو راولي.

مینه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو
لمونځ يې ادا کېږي په ولاړه لکه شمه

شاعر په خیالوره ژبه راته وايې چې مینه رښتینولي غواړي په مکر او ټګی دا چاره ناشوني ده، د حقیقي میني کول د شمي له خصلت څخه ثابتېدلای سي، هم سوزي هم اوښکي تويوي اوهم رڼا خپروي ولي په صبور او ثابت انداز کې.

ژبه مي شوه ګونګه د جلوو بې شمېره ژبوته
زه لکه د سیند کاڼی د شور په منځ کې غلی یم

خیال ته ګوری! چې څومره غالب اثر خپروي، فکربه هم وي، عاطفه، آهنګ اونور توکي به هم وي خو خیال جادو کوي، د ښکلا د ډېرو متبارزو جلوو ښکلي جلبوونکي ژبي چې خپله ځان راته ژباړي نو شاعر به خود لکه کاڼی فقط غوږ نيسي او خاموش به ورته ځير وي ځکه که دی خبري ورسره کوي نو د دې غنمیت نندارې له ښکلي منظر څخه به بې برخي کېږي او سترګي به يې د بیا د یدن په تمه وږي وږي پاته وي، ښکلا خو هسي هم خپل ځان په خپله بیانوي نو مونږ يې باید فقط تماشه وکړو او بس.

پایله:

د استاد محمد صدیق پسرلي په شعریز بڼ کې د خیال ګلونه دومره زیات او معطر دي چې سړی به يې د کومو کومو يادونه او بویونه وکړي، زماپه آند استاد، خیال په خپل اصلي او طبیعي حال پري ايښی دی ترڅو د مادي نړی له چوکاټه ورهاخوا د کومي بلي دنیا د ماورا ښایست تخنونکې ننداره وکړي.

د استاد پسرلي په شعرکې عاطفي ولولې:

د شاعر دروني دنیا لکه ښيښه ډېره نازکه ده د زمانې د جفا د کاڼو ويشتلو توان نه لري آن په ريګچو هم درزي کېږي او ماتېږي خوکاش چې سخت زړي زمانې دا درک کولای!

د پيښو او حالتونو پر وړاندي زړه خوځونکی غبرګون عاطفه ده، دا عاطفه ناخوداګاه او طبیعي لبرېز کوي او د عمل، نندارې او ښکارندي پر وړاندي عکس العمل څرګندوي، استاد پسرلی چې په شخصیتي لحاظ هم يو بې ریا، سپيڅلی ملنګ خویه انسان وو نو طبیعي ده چې سپېڅلې عاطفه به يې په شعرونو کې له ورایه جوته وي.

په ماشيني عالم کې ورک دی د بمونو ږغ هم
د زنځیر شور مي څه اوچت کړم چې دنیا يې واوري

استاد په دې بیت کې د زمانې د ظلم، بې دردی او بي حسی څخه څومره په هنري انداز يو عاطفي انځور وړاندي کوي، انسانان لکه ماشینان فقط کار کوي مادیات ټولوي هغه که په هره روا او ناروا طریقه وي، آن که د انسانانو په دردولو او وژلو هم وي، دغسي حالت د شاعر په مادي ماحول کې يوزندان دی او بس، دی ځان داسي احساسوي چې پرته له میني، عاطفې، رښتینولی، او په ټوله کې د انساني اصيلو خویونو په نه شتون کې دا جهان هسي يو د جبر زندان دی چې د شعوري انسان د درونی زجر ډول ډول دامونه او زنځیرونه پکښې غوړېدلي دي.

د زور ړانده کاڼه به څه خبر وي له ویشتلو
غوږونه کڼوي هسي هم بم له لري لري

استاد د خپلو شخصي عواطفو سره په څنګ کې دا مزیت هم لري چې د يو غونډ مظلوم ولس د محکومي عاطفې له ژبې هم ږغېږي، دی د وخت د ستمګرو ظلم ننګوي او خپل خلک هم ورته متوجه کوي او دا چاره د شعر په لطیفه ژبه په ډېر آغیزلرونکي اندازترسره کوي، دی په عاطفي لحاظ د خپل وطن پرحال بلالي چغه پورته کوي چې دا کریغه يې د ملي عاطفې په ويښولو او پارولو کې هم خپل جوت آغېز ښندي، دا ځانګړنه د لویو او مخکښو شاعرانو او هنر پنځوالو کار دی.

د پرښتو ځاله دي خدای ج په اهریمن نه لوټي
د جرګو کور دي نه کړي رب ج د ميرڅمنو وطن

بیاهم د ملي ویر پرټغر د شاعرانه انساني عاطفې سوزنده ولولې.

څوک به ویده عالم را ويښ کړي ورته خېر کړې ربه ج
د وینو سیل مي هري خوا ته له هيواده ووت

څومره د انساني زړه له ژورو څخه راټوکېدلې مظلومه غبرګوني عاطفه! چې لا اوس هم د ويښ وجدان هډوکي سولوي.

پایله:

د ارواښاد استاد پسرلي په شعري نړی کې عاطفه هم په فردي او هم په ټولنیز لحاظ دومره څپاندي او له شوره ډکي څپې وهي چې د غونډ انساني کهول د ډبرین زړه د عواطفو د ښورولو وړتیا لري البته که ور ورسېږي اوغور پري وسي.

د آهنګ له اړخه د استاد پسرلي د شاعری سپړنه.

وزن او آهنګ یاریتم د شعر بېروني دیوال دی چې شااوخوا چوکاټ ورکوي، د لحن او موسقیت په لحاظ د استاد غزليزه اوڅلوریزه شاعري دومره ښکلی او لوړ آهنګ او سنګین لحن لري چې د موسيقی پردې ورته له هر مقام سره هرکلی وايي او داسي سره جوړېږي لکه خښته اوغالب.

وښنده په زړه مي د هارونو شور
پاڅوه د ستورو له سازونو شور
ته پوه شه رباب دي آدم خانه پټ
مه چېړه د زلفو د تارونو شور

ټوليز جاج او نچوړ:

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی د پښتو معاصر ادب هغه غنمیت استازی دی چې د خپلو ادبي_ هنري تخلیقونو په خلق کولو يې د پښتون ولس معنوي جهان لا نور هم د معناپه نور منور او ښکلی کړ، استاد په خپل هنرمند او فکرمند استعداد د پښتون افغان د ويښولو او خوځولو رښتنې هڅه وکړه اما بیا هم هغه د بابا خبره ده چې (زه يې چالره وهم قدريې چا زده؟) هغه دستور جاري دی او د پښتانه د فکري او شعوري قافلې د وخت هر دردمند استازي همدا ژړا په وينو او اوښکو کړې ده په خپله استاد پسرلی هم په همدې حسرت کې داسي وايي (څوک د ملغلرو پېژندوی نه وو = تل د سمندر ته ګوهر بېرته وړم) زه په دې آند یم لکه څنګه چې مو په مادې نړی کې وطن له ډول ډول قیمتي زېرمو ډک دی خو کمالي فکرونه او ماهر لاسونه یانه لرو یا وخت نه ورکوو چې دا ځمک لاندي خزانې را وسپړي همداسي په معنوي دنیا کې هم د فکري او معنوي ګنجونو له پېژند او سپړني څخه بې برخي او بې پروا يو، د استاد ویاړلی ژوند، ادبي او ژورنالیستکي هڅي، د شخصیت غوره بېلګيز اړخونه، ادبي استغنا، د هندي ادبي مکتب سره يې د ادبي تخلیق مشابهتونه او توپېرونه، د ملي مقاوت او ملي مبارزې په برخه کې يې کار او استقامت… او ډېري نوري اړوندي بلا سوژې لا هم د څېړونکو او اهلو خلکو د قلم لار څاري هيله ده چې په دې حصه کې د استاد د فکري او ادبي مشالونو شغلې او جلوې لا نوري هم وڅېړو او ويې ځلوو په همدې هيله  د استاد سپېڅلي مستغني روح ته دعا کوم او خپله دا لیکنه پای ته رسوم.

په پېرزوینه او درناوي.
فراه افغانستان خپل پلرنی کلی رنج.

د ګټي اخستني ماخذونه:

ماته شپېلی د استاد پسرلي شعري جونګ.
د پتنګانو دره د استاد پسرلي د بیتونو غورچاڼ د ښاغلي مصطفی صفاپه زیار.

٢٢\١٢\١٤٠١

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب