پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+څو ناویل شوې خبرې | زلمی نصرت

څو ناویل شوې خبرې | زلمی نصرت

 د جرمني له ٫٫دو ویچه ولې٬٬ سره د بینن سیوان د مرکې په اړوند

موږ افغانان په تاسف سره یو عادت لرو، که بهرنیان هر څه ووایې او یا یې ویلي وي، پرته له دې چې د هغه ماموریت ته پاملرنه وکړو، چې د چا له خوا مامور شوی، د هغوی خبرې د یو با اعتباره سند یا مأخذ په توگه منو او د خپلو کوچنیو گټو په چوکات کې هغه ته اعتبار ورکوو.

لا تر اوسه نه د ډاکتر نجیب الله سلاکار ښاغلی محمد اسحاق توخي، چې د هغه د ژوند تر پایه کابل کې د ملګروملتو په خونه کې ورسره  و، نه دې ویلې، چې د ملګروملتو استازی ښاغلی سیوان، ډاکتر نجیب الله یې پر ۱۳۷۱ لمریز کال  د حمل د میاشتې د ۲۷/۲۶ نېټې څخه وروسته له ځانه سره چیرته وووړ؟ په کابل کې او د هند خارجه وزارت خو نه ورته ویزه ورکړه او نه هم پناه.!!

په همدی توگه نه د سیوان له مرستیال ښاغلی فلیپ کاروین څخه، نه د وخت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی عبدالوکیل په څو سویزو پاڼو کتاب ٫٫ از پادشاهي مطلقه تا سقوط جمهوری دموکراتیک افغانستان٬٬ کې، نه د فقیر محمد ودان په څو جلدې کتابونو کې او نه هم له نورو څخه مو په دې ارتباط، چې بلاخره سیوان د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله چیرته ووړ؟ نه مې په دې اړه څه لوستلي  او نه هم اوریدلي.

د سیوان لپاره د ملګروملتو د ٫٫سولې پنځه فقره ایزه پلان٬ بې طرفه کمیټه، موقت او انتقالي حکومت او وروسته بیا انتخاباتو٬٬ څخه هدف او مقصد یوازې او یوازې له ډاکتر نجیب الله څخه واک اخیستل او جهادي رهبري شورا ته د واک سپارل و،  نه بل څه، هغه څه چې د ثور په ۸  نیټه پر ۱۳۷۱ لمریز کال کې ترسره شو.

سیوان دنده درلوده، چې:

۱ ـ  جهادي مشران د واک د تر لاسه کولو لپاره متحد کړي.

۲ ـ  د سولې د پروسې د ٫٫ خنډ او ځنډ٬٬ په پلمه دوکتور نجیب الله متقاعد کړي او پرې فشار واچوي، ترڅو له واکه څخه تیر شي او استعفا ورکړي او ډاکتر نجیب الله به ٫٫خوندي٬٬ هند ته انتقالوي، چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

د نویو انکشافاتو او د ډاکتر نجیب الله د هوکړې سره سم٬ سیوان د حمل په ۲۶ نیټه د ورځی په ۱۲:۳۰ بجو د بې طرفی کمیټې سره یوځای له اسلام اباده څخه کابل ته باید راغلای وای، څو د قدرت انتقال لاس په لاس تر سره او په عین حال کې په هماغه الوتکه کې به ډاکتر نجیب الله هند ته انتقال شوی وای.

لاکن سیوان د شپې په ۱۲:۳۰ بجو کابل ته پرته له دې، چې بې طرفه کمیټه ور سره وي٬ کابل ته راځي.

په دې فاصله کې د جنرال عبدالرشید دوستم ملیشې د کابل د هوایې ډگر کنترول لاس کې نیسي او د ډاکتر نجیب الله  د وتلو مخې ته ستونزه جوړیږي.

 جالبه خبره خو بیا دا ده، چې د الوتکې د بیرته تگ مشکل اسلام اباد ته حل نه شو، سیوان د الوتکې څخه ښکته نشو.!

دا پوښتنه  جدآ طرحه کېږي، چې ولې سیوان عجله او وارخطایې کوله، چې الوتکه ډیر ژر بیرته اسلام اباد ته ستنه شي؟

الوتکه کې خو بې طرفه کمیټه نه وه او ډاکتر نجیب الله هم په کابل کې د ملګروملتو په خونه کې د سیوان په هیله پناه یووړه، نو بیا الوتکه کې  نور څوک وو، غیر د جنرال حمید گل او څو نورو پاکستاني جنرالانو څخه.؟!!!

سیوان غوښتل ډاکتر نجیب الله خلاف د موافقې او تعهداتو اسلام اباد ته یوسي، نه هند او نه هم کوم بل هیواد ته او غوښتل، چې خپله ډاکتر نجیب الله خپله د استعفا اعلامیه له اسلام اباده څخه ورکړي.

شواهد روښانه کوي چې د ډاکتر نجیب الله تگ هند ته له چل او فریبه پرته بل څه نه و.

  فارسي کې یو متل دی، چې وایې ٫٫ دروغگو کم حافظه  است٬٬ سیوان  خپله په خپله مصاحبه کې په ډاگه وایې: کله چې ډاکتر نجیب الله د حمل ۲۷ نیټه کابل کې د ملګروملتو دفتر ته پناه یووړه، سیوان عاجل د ځینو هیوادو سفیران را غواړي او د ډاکتر نجیب الله د پناهندگۍ خبره د هغوی سره شریکوي، چې غیر د پاکستان له سفیره د بل کوم هیواد سفیر په شمول د هند نه حاضریږي، ترڅو داکتر نجیب الله ته پناه او ویزه ورکړي.!

ډاکتر نجیب الله له دې طرحې سره نه یوازې مخالفت کوي، بلکه سیوان او د پاکستان سفیر ته سختې او بدې خبرې هم کوي.

سیوان خپله وایې چې:  زما الوتکه د څلورو خواوو نه د دوستم د ملیشو له خوا محاصره شوی و، اوضاع کابل هوایې ډگر کې غیر عادې و او د میدان کنترول د بل چا په لاس کې و.

مکان او زمان او حالت  او وضعیت د محکمې مساله نباید له پامه وغورځوو.

 د سلیمان لایق تندې خبرې د سیوان او داکتر نجیب الله په ارتباط چې داکتر نجیب الله غوښتل لکه غل له هیواده  څخه د شپې له خوا و تښتي، شاید زما له انده د غیرعادې د وضعیت د شتون له وجې کړی وي، ترڅو داکتر نجیب د یو نامعلوم سر نوشته سره مخامخ نه شي، لکه چې پورته ورته اشاره مې وکړه.

بله پوښتنه رامنځ ته کیږي او هغه دا چې:

 د حمل له ۲۷ نه د ثور تر ۸ مه پورې، سیوان د صبغت الله مجددي تر راتگه شاوخوا ۱۲ ورځې وخت، فرصت او امکان درلود، ترڅو د داکتر نجیب الله د پناهندگۍ مساله د هند سره د مخکني توافقاتو پر بنیاد حل کړای وای.

بیا په هغه صورت کې به موږ ویل، چې سیوان ریښتونی دی، درواغ نه وایې، فریبکاره او شیاد نه دی.

څلور ورځې وروسته چې اوضاع تر یوه حده پورې ارامه او عادي حالت ته راځي،  سلیمان لایق د وطن د گوند د اجرائیه هیيت د نورو غړو په تفاهم او استازیتوب، چې د گوند د سرپرستي مسؤلیت یې هم درلود، سیوان راغواړي او ورته ابلاغوي، چې اوس کولای شي،‌چې داکتر نجیب الله هند ته یوسي،‌خو لاکن سیوان بیا هم هیڅ کوم اقدام نه کوي (له المانه څځه د سلیمان لایق خط سیوان ته پر ۱۹۹۹ میلادی کال کې، چې تر دا ننه سیوان هغه ته  کوم ځواب چیرته نه ده ویلې.)

 همدارنگه د یادولو وړ ده چې:

۱ ـ سیوان یو نیم کال نور هم اسلام اباد کې اوسیده، خو بیا هم هند ته د داکتر نجیب الله د انتقال په مورد  کوم اقدام نه کوي.

۲ ـ  سیوان دا مصاحبه په هغه وخت کې کوي، چې  سلیمان لایق وفات شوی و.

 لنډه دا چې د سیوان مرموز حرکات له یوي خوا او د جنرال داکتر ضمیر میهنپور د وخت د خارجې ادارې د استخباراتو د رئیس اشد محرم سفر اسلام اباد ته، په اخرو ورځو کې زما په گمان٬ چې هند به له دې وجې د داکتر د ویزې او پناهندگۍ ورکولو نه د انکار سبب شوی وي.

الغیب وعندالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب